سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپروان ولایت کې د برېښنا یوه ستنه په بمونو الوځول شوې

پروان ولایت کې د برېښنا یوه ستنه په بمونو الوځول شوې

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۲۰) د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولان وايي، چې نن سهار په پروان ولایت کې د وارداتي برېښنا يوه ستنه په بمونو الوزول شوې او وېجاړه شوې ده.

سرچینه زیاتوي دا پېښه د یاد ولایت په جنګل باغ کې شوې ده.

ياد شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د يادې ستنې د جوړولو چارې دوام لري.

د برېښنا دا ستنه داسې مهال په بمونو الوزول کېږي، چې تېره اونۍ د ملي امنیت عمومي ریاست  په پروان ولایت کې د برېښنا ستنو د ویجاړولو پر تور د یوې درې کسیزې ډلې مشر نیولی وو.

د ملي امنیت ریاست ویلي وو، چې له یاد کس سره یې درې ملګري هم نیول شوي وو.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنا ۳۹ ستنې په بمونو الوزول شوي، چې له دې سره یې شمېر ۴۰ ته ورسېده.

یاد شرکت وایي، دوی ته د ړنګو شویو پایو بېرته رغول ملیونونه افغانۍ زیان واړوه ځکه د دوی په خبره د برېښنا د یوې پایې ترمیم تر ۱۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت غواړي.

برېښنا شرکت له عامو خلکو غوښتنه کوي، چې د برېښنا پایو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب