جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان: افغان سوله کې مرسته کوو؛ خو ضمانت نه کوو

پاکستان: افغان سوله کې مرسته کوو؛ خو ضمانت نه کوو

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۱) پاکستان وایي، چې د افغان سولې بهیر کې یې خپله بشپړه هڅه کړې ده.

د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار په یوه مرکه کې ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې خبرو کې منځګړی او مرسته کوونکی دی؛ خو ضمانت کوونکی نه دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان سولې بهیر په اوسني وخت کې ډېر حساس پړاو ته رسېدلی.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې که په راتلونکي کې طالبان پر افغانستان واکمن کېږي؛ نو دا به خپله د افغانانو پرېکړه وي او له بهره ورباندې تپل شوې پرېکړه به نه وي.

د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي وو، چې طالبان اوس ډېر بدل شوي او هوښیار دي او وړاندیز یې کړی و، چې د افغانستان په حکومت کې دې دوی ته برخه ورکړل شي.

پاکستان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې افغان حکومت، امریکا او نړۍ له پاکستان څخه د افغان سولې بهیر کې د مرستې غوښتنه کوي.

بلخوا د پاکستان د استخباراتي ادارې یا “ای ایس ای”مشر ویلي، چې په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښمن دي او هڅه کوي د احتمالي ګواښونو د پېښېدو مخه ونیسي.

نوموړي ویلي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ځینو وسله والو ډلو د اوښتو احتمال شته دی او له همدې امله دوی امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

پاکستان: له افغانستان د ځینو وسله والو ډلو ور اوښتو ته اندېښمن دي

2 COMMENTS

  1. حرامخورو لعنتیانو، په هغه سوله چې تاسې یې راوړئ لعنت، هر څه مو چې له لاسه راځي ویې کړې، مونږ خو هسې هم له خاورو سره خاورې یو، خو کله چې زمونږ وخت راغی بیا ګله او شکوه نه کوئ. مونږ په خپل خدای باور لرو چې هغه ذات به ډېر ژر تاسو په خپل عذاب ګرفتاره کړي.

  2. الله پاک مو تباه کړه پنجابه، خدای مو په هغه عذاب د قهار خدای اخته کړه چی هیڅ ددنیار طاقت مو ونسی ژغورلی. او انشاالله دا کار درسره کیدونکی دی. او مزدوران به مو هم په داسی عذاب ککړ شی دا به تاریخ ثابتوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب