جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+شامه حس او جنسي اړيکه | نجیب احمد عزيزي

شامه حس او جنسي اړيکه | نجیب احمد عزيزي

هرڅه چې پيدا شوي خپل ځانګړی حکمت پکې موجود دی، د شامه یا بویولو حس لپاره يوازې عطر منل شوي، خو په جنسي نړۍ کې د ښځې او نارینه د زیات جذابیت او دغې اړيکې د قوي کولو لپاره شامه حس په تېره بیا د خوَلو بوی مهم رول لري. په دې اړخ کې بله خبره دا ده چې د بدن بوی د نارينه او ښځې ترمنځ جنسي اړيکې په دايمي کِشش، مينه بدلېږي، خو که د يوې جوړې د جنسي ژوند فضا ورانېږي، د بدن او خوَلو بوی دی، کېدای شي د دوی جنسي ژوند بېخي له منځه ولاړ شي.

ځينې جوړې بیا د یو بل د بدن له بوی سره دومره اشنا شي چې پر جنسي غريزه او ځواک يې هم ښه اغېز لري. که څه هم دغه موضوع ډېره حاشيې ته وړل شوې، يو خاوند/ مېرمن يو بل ته د درناوي يا شرم په خاطر نه وايي؛ مګر کوروالی په ډېر لوی ځور ورته بدلېږي، بلکې يو دوراغجن اورګازم ته رسېږي، تر انزال وروسته د مرورو غوندې پټه خوله سره لرې کېږي. دغې مسالې ته په ګډ ژوند کې توجه په کار ده که څه هم تر واده وړاندې په ځينو ټولنو کې دغې مسالې ته پاملرنه څه چې له يو بله خبرېدل په تېره بیا د بدني ځانګړنو له پلوه پوره ناخبره وي، له دې څرګندېږي چې د ځينو جوړو جنسي نړۍ له همدې زاويې خرابېږي.

د شامه حس ځواک تر نارینه‌وو د ښځو زیات دی، هغوی د هر بوی پر وړاندې ژر حساسيت ښيي، خو د ځينو نارینه‌وو شامه حس چې قوي وي، په هماغه اندازه يې د نورو هغو نارينه‌وو چې د شامې حس يې کمزوری وي څو برابره جنسي تمايل زیات وي، دغسې نارینه‌ کېدای شي په هرو دوو ورځو کې کوروالی وکړي. ځينې خواړه د بدن او خوَلو په بوی کې مستقيم اغېز لري، مثلاً که زیات بوره، غوړې همدارنګه د غوښې خوړل زیات شي، د بدن پر تريو طبیعي خوند بوی به يې ناوړه اغېز وکړي، له خوَلو سره يې ځينې نور هغه اضافي ميکروبونه زهري بد بویه مواد راوځي چې نه يوازې چټل دي، بلکې سخته بد بويي کوي؛ نو د روغتيا له پلوه که په همدې خوراکونو کې لږوالی راشي يوه ګټه به يې له نورو ناروغيو لکه زیات چاغښت او شکر، لوړ فشار مخه نيولې وي، سربېره پر هغه به يې جنسي نړۍ له ګواښ سره نه مخ کېږي، له بل پلوه په ټولنیزه راشه درشه کې هم اغېز لري، ځکه د بدن او خوَلو بوی کېدای شي، د نورو د کرکې سبب وګرځي. د دغو خوړو پر ځای اوبه لرونکې مېوې چې تر ډېره له وېټامين سې غني وي په ورځنيو خوراکو کې دې زیات شي، له دې سره د بدن په بوی کې څه ناڅه بدلونونه راځي.

که څه هم ځينې وخت د انسان د بدن او خوَلو بوی بدلېږي رابدلېږي چې له ځينو هورمونونو سره تړاو لري، مثلاً سهار وختي له بدنه د وتونکې خوَلې بوی يو ډول وي، د کار پر مهال يې بېل بوی لټېږي، تر جنسي اړيکې مخکې يې بوی زیات جذاب وي او تر انزال وروسته بیا د خوَلې بوی بېل وي چې جذابیت نه لري.

د ښځې او نارینه تر منځ د بدن بوی او شامه حس يادونه ځکه مهمه ده چې د دوی تر منځ د جنسي اړيکې د قوت يا د هغې د مرګ سبب ګرځي که يو بل له بدنه او بوی سره عادت وي، جنسي ژوند يې لا ښه کېږي، خو که بد وي، په کرکه له يو بل سره بې‌خونده او نيمګړی سکس کوي.

که څه هم د مخالفو جنسونو ترمنځ هر رنګه روانې تړاو او جنسي تمايل طبعاً موجود وي، د ښځې له غږ، حرکاتو، غړيو، د بدن له بوی او پوستکي له رنګ سره د نارینه مينه او جنسي کِشش سره کلکه رابطه لري همدارنګه ښځه د نارینه له اندامونو، ډبل غږ، قوي غړيو ته تمايل لري؛ البته د بدن له بوی سره يې اړيکه هغه وخت زیاتېږي چې بېخي يې تر ډېره له هغه بوی سره عادت کېږي، ورسره ارامېږي. د نارینه او ښځې مقناطيسي کِشش د پام وړ دی، ښځه په طبيعي ډول د نارینه او نارینه د ښځې بدن ته اړتيا لري؛ د خوَلو بوی که په ټولنه کې د نزاکت په لحاظ ناوړه بلل شوی، خو د ښځې او نارینه په جنسي ژوند کې خورا ارزښتناک دی، نارینه د بل نارینه د بدن له بویه سخت نفرت کوي، مګر د ښځې د خوَلو له بوی سره يې جنسي تمايل او د هغې پر وړاندې مينه راپارېږي.

د څېړنو پر بنسټ تاييد شوې، هغه کسان چې شامه حس يې کمزوری دی، جنسي احساسات او تمايلات يې له خنډ سره مخ دي، بېخي لږ يې جنسي اړيکې ته ميلان لري، همداراز د هغو کسانو چې په يوه پېښه کې يې شامه حس زیانمن شوی و، د دوی جنسي تمايلات په هماغه کچه ورسره لږ شوي وو، د شامه حس کمزوري د انسان د پرېشانې او ټولنيزو اړيکو په برخه کې له ستونزو سره مخ وي، په تېره بیا جنسي ژوند يې له خنډ سره مخ وي.

همداراز په دې هکله څېړنې وايي، د هغو نارینه‌وو چې په جنسي اړيکو کې بريالي وو، شامه حس يې ځواکمن او له هر کوروالي يې خورا اوږد اورګازم تجربه کاوه. بويايي حس له جنسي ژونده ها خوا پر روغتيا ګټور اغېز لري، همدارنګه پر نارینه د ښځې له جنسي غړي يا واژن څخه ترشحات، د هغې خوَلې، سپرمي بوی تر ډېره د نارینه او ښځې لپاره جنسي اړيکه لا غني کوي، دوی د يو بل بدن ته لا زیات جذابیت او تحرکات ډېروي.

له بل لورې که د بدن له بويه ځينې کسان شکايت کوي، لامل يې پوره حمام نه کول دي او يا که د بغلونو وېښتان لوی شي له بدنه راوتونکې مالګينې اوبه په خيرو بدلېږي چې وروسته بدبويي کوي؛ نو هر مهال باید له بغلونو وېښتان لرې شي. همدارنګه ځينې کسان له خپلو خولو او د بدن له بویه شکايت کوي، د دې ترڅنګ چې د غوړو، بورې او غوښې له زیات خوراکه ډډه وکړي، بلکې سره له هغه سپورټ دې کوي، د لمر وړانګو ته دې بدن لوڅوي کېدای شي دغه مساله يې تر ډېره برېده هواره شي.

له بل لورې د ښځې جنسي غړي ميکروبي کېدل او ځينې هورمونيکي بدلونونه اکثره وخت د بدن پر بوی تاثير لري، مېرمن باید له خاونده هيڅ و نه شرمېږي ترڅو يې چې ناروغي ختمه شوې نه وي داسې کوروالی دې نه کوي چې هغه نيمګړی يا له مېرمنې سره د خپل بدن په هکله ناسم فکر وي، ګواکې خاوند مې له دې اړيکې هيڅ خوند نه اخلي. دغه مساله باید د دوی ترمنځ له وړاندې لا هواره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب