د يو قدر وړ خو ياغي انسان په شعر څه ويل لږه ستونزمنه خبره ده. دا خبره زړورتيا غواړي. نو کله چې د عطايي ملا په شعر څه وايو نو زړه به لويوو. د هنر په نړۍ کي د شعر درنښت بې جوړې او بې مثاله دى. خو که موسيقي ته گورو موسيقي له شعر نه جلاکيدونکى هنر دى. هغه اولس چې شعر ونه لري او موسيقې نه بې برخي وي په واقعيت کې د هغه اولس د انسانيت، ترحم اوعاطفي په نسبت د وحشت تله درنه وي. سهيک عطايي بابک چې تر کومه ځايه زه پيژنم په هغه کې احساس، عاطفه، شعر او موسيقي کوټلي ځاى لري يا دا چې هغه له دې توکو جوړ موجود دى. په اروايي لحاظ شعر او موسيقي د انسان په تن اوروان کې بدلون راولي. انسان منقلب کوي، د انسان کلک زړه نرموي او انسان له گله يي او بيولوژيک جوړښت نه معنويت ته را بولي. د عطايي ملا په شعر کي دا افسون او کوډې موجودي دي.
هغه وايي:
لږ مې اى دخيال شرابه !شرابي تنده لمبه کړه
لږمې اى د نشو خدايه ! دا خمار عقل نشه کړه
لږمې اى دمېنې اوره !په لمنه کې را توې سه
لږمې اى دجنون شوره !دا سړه حجره توده کړه
لږمې اى دحساب سيورى ! دکتاب له پاڼو پاڅه
لږمې اى د ښايست لمره ! دا ړنده توبه ړنده کړه
دعطايي ملا په شعر زياتې خبرې اوليکنې شوي دي ، اوکيږي څوک يې له ټيگور سره پرتله کوي ، څوک يې له مست غني ملنگ غني (غني خان ) سره پرتله کوي ، اوځوک يې صوفي اوعارف بولي . خو ددې ټولو کسانو دا يوه خبره هېره ده چې ووايي عطايي ملا پخپله عطايي ملا يا سهيک عطايي دى . دده په شعر کې دعطاېې ځانگړني دي . نه دبل چا .دا ځکه چې دشاعر او هنرمند سايکالوجي کې خلاق فرديت زيات اغيز لري . په دې اساس يو هغه څه چې د بابک په شعر کې ډېر څرگند دى هغه شعريت اوموسيقي ده همدا سبب دى چې که څوک دهغه کلام ته پام واچوي ، بيا ترې مخ نه اړوي . په دې ليکنه کې به بده نه وي چې دعطايي په شعر اوهنر او په هغه کې دموسيقي مقام او منزلت په باب څه وايو يو څه ژور ولاړ شو . اوله روح سره يې اړيکي را وسپړو .
په ماضي کې دموسيقي اوشعر دهنرونو راسپړنه :
کله چې دموسيقي په هنر خبري کوو، ارو مرو دشعر مفهوم هم ذهن کې را ژوندي کيږي اوکه په شعر خبري کوو، طبعيي ده چي يو ډول اهنگ او موزون اواز ياد ته را ځي. مطلب دا چي په معاصر ادب پوهنه اوهنر پوهنه کې دواړه د متداول او موازې مفاهيمو په څير بريښي .
لومړني بشريت چې کله دطبعيت پر مخ دبدلون راوستلو له پاره تکل وکړ او د هر کړ او کړني سره مخامخ شو نو اواز ترې هست شو . همدې اوازونو وزن اواهنگ پيدا کړ . د پوهانو په نظر همدا سبب دى چې وايي شعر دانسان په فرهنگي هنري دونيا کې لومړى وزيږيده . بيا وروسته نورو هنرونو ته لاره هواره او له شعر سره سم موزون اوازونه هم را پورته شول ، چې په طبعيت کې دسيند داوبو اواز ، دپارچاوونو اواز، د الوتونکو سندرې او اوازونه اوداسې نور ډير څه دطبعيت څخه دانسان حواسو ته منتقل شول .
په دې اساس دموسيقايي نظام له مخې دکليماتو نڅاه دکليماتو دپيژندني سبب شوه چې پخپله پيژندل شوي عوامل هم دي. دشنني وړ او دوزنونو ډولونو ،قافيو ،رديف او يو شمير داسې کليما ت چې هم جنسه مفاهيم څرگندوي هم رامنځ ته شول .
د شعر موسيقي پراخه لمن لري. هغه لومړنى عامل چې په ژبه کې دکليماتو دمحشر يا دکليماتو دنڅاه سبب شول، انسانان يې حيران کړل چې همدا پيښه دکليماتو په نظام کې دموسيقي کارول و .
لومړيو انسانانو د لومړي وارله پاره په وزن کې په ژبه اوموسيقي کې په خپل وخت دکليماتو پاڅون احساس کړ خو په تدريج سره په کې نور بدلونونه راغلل، د وينا هره ټولگه ديو شمير اوايي (صوتي ) اويا غږيزو عناصرو څخه رامنځ ته کيږي . کيداى شي يو لړ يې له تورو سره تناسب ولري اودتصور وړ وي ،دموسيقي ډولونه هم دتصور وړ دي.
په شعر اوموسيقي کې انساني روح ازاديږي:
مرگه جار دې تر پنجو سم ،دجانان په لور مې بيايي
خو داسترگې کړه لږ نرمې ،دارمان په لور مې بيايي
له دې تورې تنگې ځمکې .داغزن اغزن ماسام نه
دوريښمين سحر په غيږ کې ،دآسمان په لور مې بيايي
دا اوږده درانه کلونه ،دزندان دوزخي کندې
تا دباد وزرې راوړې ،درضوان په لور مې بيايي
دهگل په نظر شعر يو رومانتيک هنر دى ، ځانگړنه يې په هغه قدرت کې ده چې حسي عنصر په موسيقي اوانځور گرۍ کې دهنر د ازادولو سره سروکار لري ،دروح اوافکارو تابع گرځي . دهگل په نظر اواز هغه وروستي بهرني عنصر دي چې شعر يې ساتنه کوي .په شعر کې نه خو د اواز ځاى سيده احساس دى بلکې د دې نښه اونښانه ده چې په يوازې توب کې اهميت نه لري. دفکر او ايديي باالقوه نښانه ده چې رامنځ ته شوي او يوازې نامحدود اوجزيي توپيرونه اودهغو درجه بندي نه ده . په دې ډول اواز په کليمه باندې دهغه اواز په څېر دى چې په فطري توگه ادا اود هغه مانا بايد دعقايدو اوايدياگانو په ښکارندوي بدلله شي.
په دې ډول په موسيقي کې حسي عنصر له دروني حالت سره يو اودخبرتيا له مضمون څخه ازاديږي . په همداسې حالت کې روح په باالقوه توگه دا مضمون په نوښت سره ټاکي اوپه ايديا گانو يې بدلوي . دبيان له پاره يې له اواز نه گټه اخلي .دهگل په نظر دهنرې څرگندوني مناسب عنصر هماغه شعري تخيل اوپخپله دروح توصيف دى . همدا عنصر په ټولو هنري ډولونو کې شريک دى . شعر هم دغه ټولې ځانگړني له ځانه سره لري . شعر دروح عام هنر دى چې په بالقوه توگه ازاد يږي اودخپل تحقق له پاره له بيروني حسي مصالحو سره تړاو نه بلکې يوازې په فضا زمان اودروني عقايدو اواحساساتو کې ډوبيږي.
دشعر او موسيقي ترمنځ څو مسالي چې بايد يادونه يې وشي اړيني دي.
-وزن چې دغږونو ټولگه ده .وزن دغږونو يا اوازونو دلنډښت اوجگوالي اود غږيزو اونا غږيزو ترکيب کې ديو خاص نظم نه برخمن دي، نو يو ډول موسيقي رامنځ ته کوي چې هغو ته وزن ويلي شي . دهرې ژبي ويونکي دخپل شعر وزن په خاصو تناسباتو کې احساسوي چې دنورو ژبو ويونکي يې ممکن احساس نه کړي.
پښتو ټپه يې ښه بيلگه ده . هغه کرامت چې په دغه شعري وزن کې شته يوازې دپښتو ژبې د سينگار پسول دى.
همدا سبب دى چې هغه څه چې پښتو ژبي ته موزون دي يو اروپايي ته به موزون نه وي.
دشعر قافيه هم دهماغه غږونو ټولگه ده چې په وزن سر بيره دبي غږه اوغږيزو دگډون په سبب چې په منځ اويا پاى کې او يا ان په اول کې را ځي، کيداى شي بل تناسب هم ولري چې دشعر موسيقي يو بل شکل نه
شعر دموسيقي بله بڼه رديف دى چې په حقيقت کې دموسيقي دقافيي بشپړوونکي دي يا دقافيي ډير غني شکل دى.
-داوازونو هم غږي يو بل عنصر دى چې دهم غږي او هماهنگي غوره عنصر دى چې دکليماتو په تناسب کې نقش لري.
کله چې په دي لړ کي دعطايي ملا شعر گورو هغه دموسيقي د بيلا بيلو ډولونو حامل اولرونکي دي . دبيلگي په توگه دغزل موسيقي کې په لنډ ريتم اواهنگ کې اوهمدارنگه په نورو اوزانو کي پرې تطبيقيږي .
شيخ يې څاري دپله نښې ،مايي کور ليدلى دى
ده کتلي دعشق توري ، ما يې زور ليدلي دى
که پورته بيت مطلب داسې ووايو چې : شيخ يې دقدم يا دپل نښي څاري خو ما يې کور ليدلي دي ،
هغه دعشق توري کتلي خو ما يې زور ليدلي دي . دلته په دي عباراتوکي موسيقي له منځه تللي ده. موسيقي نه لري خو شعر خپله د اکرامت او معجزه لري اوکليمات داسي تناسب لري چې که دا کليمات يو له بله تر مخه اويا وروسته اوشاته شي نو هغه تناسب له منځه ځي . لنډه داچي دعطايي په شعر کې قوي او پياوړي موسيقايي اهنگ موجود دى .
دا اوږده قصه دزلفو ،دالنډۍ دعوه د زهد
ده يې تار ليدلي نه دى ،ما يې تور ليدلي دى
چاته وژاړم چي څوک مې ، سوځوى دخاطر خونه
نه يې دود نه يې لمبه شته ، نې چا اور ليدلي دى ،
عقل خوار سودايي گرځي ،جنون مست موج دخندا
يو اوربل ترپلو لاندې ،اوبل خپور ليدلى دى
که په پورته غزل کې هر نيم بيت ماته کړو بيا هم په منځ کي قافيه لري او له پاى ترمخه هم رديف لري چې دشعر په تناسب کې قوي اغيز اونقش لري .
لکه دا اوږده قصه دزلفو ،دالنډۍ دعوه د زهد
ده يې تار ليدلي نه دى ،
ما يې تور ليدلي دى
چاته وژاړم چي څوک مې ،
سوځوى دخاطر خونه
نه يې دود نه يې لمبه شته ،
نې چا اور ليدلي دى ،
عقل خوار سودايي گرځي ،
جنون مست موج دخندا
يو اور بل ترپلو لاندې ،
اوبل خپور ليدلى دى
اويا په لاندي لنډ بحر کې شعر چې خپله دلنډ بحر موسيقي اووزن لري هم غوره بيلگه ده .
يا دا شعر :
دځان ..خوب
په اسرو مې لنډوله
په تسپو مې گزوله
جانه ! ستا دکلي لاره
اوږديدله اوږدويدله
—
دگناه دنالۍ څنگ ته
دتوبې کلا وه جوړه
د اومې خټې پسخه وه
نړېدله نړېدله
دژوند کرب ۱۰۱مخ
په دې اساس موسيقي په شعر کې يو پراخ اوټول منلي اولازمي مفهوم دى چې ظاهري وزن يې دومره مهم نه بلکي معنوي پانگه او دشعر اوايي يا غږيز لوړيدل او ټيټيدل يې لا پسې قوت زياتوي . ،په معاصره شعر پوهاوي کې دشعر اهنگ او موسيقي بحث پراختيا لري .
په پايله کې يو بل بحث ته را ځو : زموږ په فرهنگ کې هنر شعر او موسيقي څه نوي خبره نه ده . دزروکالو په موده کې اسلامي عقايد په دې ټاتوبي اوفرهنگ کي موجود دى . دا مناسک او عقياد هيڅکله د دې سبب شوي نه دي چې دشعر او موسيقي مخه ونيسي . پښتون داتڼ سره را لويږي . دډهل اواز يې په غوږونو کي تاويږي . خو لمونځ اوعبادت هم کوي . په اريايي مدنيت کې داسې ډېرې بېلگي شته چې زموږ خبره ثبوتوي.
په دې اسا هغه ملت يا اولس چې موسيقي ونه لري ،ملت نه دى. هغه موسيقي چې په بدلونونو اولوړو ژورو د يو ملت سره همغږي نه وي ،موسيقي نه ده. هغه موسيقي پوه چې د خپل هنري اصالت دساتني له پاره خپله ماضي تل تکرار کړي، دموسيقي پوه وړتيا نه لري . موسيقي پوه بايد دنړې دنن ورځي اوازونو ته موسيقايي جوړښت ورکړي. ملي اوسنتي هويت ابدي تکرار ته اړتيا نه لري ، تاريخي دورانونه اويا د هنر دودې تکرار نه وي موسيقي بايد له تکرار نه لاس واخلي .
نيچه دتراژيدي په تولد اثر کې يوې اساسي موضوع ته اشاره کوي، او هغه دموسيقي او د تاريخ له هستي سره رابطه ده. «ديو نيزوس» په ياد اثر کې د فولکلوريکي موسيقي دسرمستۍ خداى دى. فولکلوريکه موسيقي هغه موسيقي ده چې پايدار ده اوکولي شي په اهنگونو کې يې شعر ځاى شي. شعرونه توپير لري خود موسيقي ملودي بدلون نه کوي نيچه وايي ديونان تمدن يعني هغه څه چې ديونان له ژوري هستي سره سروکار لري د «اپولون» دروح له يو ځاى والي څخه عبارت دى.
نيچه باور لري چې دسقراط په ظهور سره او له هغه وروسته دسکندر لاسبري او ديونان د هستۍ دشړيدلو دوران پيل کيږي . هغه څه چې سقراطي اواسکندري دي دکميت له مخې دي او هغه څه چې د«يو نيزوسي» دي کيفي دي .نيچه خپل دوران د ديونيزوس دظهور په دليل يعني په المان کې دموسيقي پوه واگنر په وجود کې د سرمستي او د موسيقي عصر گڼل کيږي. د واگنر اپرا په فلکلوريکو بنيادونو ولاړه ده .
لنډه داچې شعر اوموسيقي ديو ملت له روح اوروان سره تړاو لري بلکې په روح اوروان کې ځاى لري. جزمي احکام او ددين اومقدساتو په نامه اوڅادر لاندې احکامو هيڅکله دا عنصر ديو ژوندي اولس له فرهنگ څخه نه ليري کيږي . په واقعيت هغه کسان چې موسيقي اوشعر نفي کوي اومنع کوي. هغوي له فرهنگ ،تاريخ او ان له دين نه پردي دي. داسې پردي کسان خپل قبر په خپله کيني.
په زړه پوری او تخصصی او پوهه بخښونکی لیکنه ده.
د ګران لوستونکی د چټک پوهاوی په موخه باید په ۸ مه کرښه کی د { ګله ئی } د کلمی پر ځای د ” خاورین ” کلمه کاروَله سوی وای ( البته که د ښاغلی کرګر صاحب منظور د ” ګله ئی ” څخه همهغه ” ګِل ” وی.