چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهزرګونه اړمنو کورنيو سره نقدي او خوراکي مرستې وشوې

زرګونه اړمنو کورنيو سره نقدي او خوراکي مرستې وشوې

تاند: ( شنبه، د کب ۱۳ مه) ‏په لوګر، پنجشېر، هرات، ميدان وردګو، لغمان او زابل ولایتونو کې له ٦ زره ٥٦٠ اړمنو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په لوګر کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ له ٣ زره بې وزله او یتیمو ماشومانو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه.

ورته مهال په پنجشېر کې هم ٥٠٠ بې وزله کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه، چې په کې هرې کورنۍ ته ٢٩ زره افغاني ورکړل شوې.

په همدې حال کې د هرات په پشتون زرغون ولسوالۍ کې له ٦٠٠ اړمنو کورنیو سره ٤ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.

همدارنګه د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې له ٢٠٠ کډوالو کورنیو سره د ٥ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

 دغه راز د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې له ٣٩٠ اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ٣٥٠ ډالره ورکړل شول.

ورته وخت کې د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې له ١٨٧٠ اړمنو کورنیو سره د ٦ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره په افغانستان کې فقر او اقتصادي ناورين په بېساري ډول پراخ شوی او تر ۹۰ سلنه افغانان د بشري مرستو مستحق ګڼل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب