سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې يو نر ښځی يو نيم کال د يوه جومات امام...

پاکستان کې يو نر ښځی يو نيم کال د يوه جومات امام و

تاند: ( شنبه، د کب ۱۳ مه) ‏د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې يو نر ښځی نيول شوی، چې يو نېم کال ېې په یوه جومات کې امامت کړی و.

د پاکستان د آج ټلویزیون د راپور له مخې، دغه کس له امامت وروسته سوالګري کوله، چې ځایي خلکو پېژندلی او پولیسو ته سپارلی دی.

د هغه په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

پاکستان په دروغو، چل او دوکې کې نړيوال نوم لري.

د دغه هېواد وګړو په نورو هېوادونو کې هم ډېر چلونه او دوکې کړي، چې ورسره د پاکستان پاسپورټ د نړۍ د تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ مقام ترلاسه کړی دی.

3 COMMENTS

  1. د سویډن په یو ښار( ÖREBRO) کي تقریباً سل( ۱۰۰ ) کورنۍ د افغانستان د مهاجرینو یا کډوالو په نوم پناه اخیستی او اوسیږی چی ۸۰ فیصده یی پاکستانیان دي. دوی په جعلي نومونو د افغان په نوم په سویډن کي اوسیږی او اکثریت یی چی د اتو کلونو په موده کی ندي افشأ شوي اوس یی د سویډن تابعیت هم ترلاسه کړی ده.
    ځینی یی حتی په ناروې هیواد کي په په خپل پاکستاني نوم او پاسپورت پناهندګی اخیستې او بیا راغلي سویډن کي یی د افغان په نوم په بدل نوم پناه اخیستې ده.
    دوی افغانستان په سترګو هم ندی لیدلی. پاکستانی پاسپورټونه یی پټ ساتلی او هرکله چی وغواړی د سویډن څخه ناروی ته ځي هلته په خپل پاکستانې یا نارویژی پاسپورټ د پاکستان ټیکیټ اخلي، پاکستان سفر کوي، بیرته ناروې ته راځي او په ناروې بیا بیرته افغاني پاسپورټ یا سویډني د مهاجرت کارت راباسي او سویډن ته پرې راځي.
    په دوی ټولو پاکستان دومره ګران دی چي که کوم اصلې افغان پاکستان ته یوه کوچنی منفي خبره وکړي نو سملاسي یی په مرګ ګواښی.
    ځینې یی دومره چالاکه، چلبازه او دوکه بازان دي چي پاکستان ته ورغلي د سره صلیب کارمندان چي سویډن ته یی د افغانانو د راوستلو په موخه یا هدف ورغلې ؤو خطا ایستل شوي او تیرویستل شوي او همدغه پاکستانیان یی د افغان مهاجرو په نامه سویډن ته راوستي دي.
    همدا لړۍ همداسې په سرعت پسي روانه ده، خو د افغانستان دولت او چارواکي مخصوصاً د بهرنیو چارو وزارت باید ژر تر ژره لاس پکار شي او سویډن او نورو اروپایی هیوادونو څخه د دوی د هویت په اړه معلومات واخلی او معلومات ورکړې تر څو د هغو افغانو کونډو یتیمانو او غریبو افغانانو حق پاکستانیان ونخوري چی په افغانستان کی په ډیره بدبختئ او کړاو کي ژوند کوې.

  2. ايا دوۍ پنجابيان دى او که د کوپټى هزاره ګان دي ؟ او که پښتانه دى نو بيا خو هغوۍ زموږ خپل وروڼه دى يعني د لوى افغانستان دي ايا موږ نارى نه وهو چى د ډيورند کرښه موږ افغانانو ته دمنلو وړ نه ده ( د خپبر دره خو لار د تلو را تلو ده په کابل او پپښور کى پښتون يو دۍ )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب