جمعه, اپریل 19, 2024
Homeسپورتپکتیکا کې د سنوکر سیالۍ پای ته ورسیدې

پکتیکا کې د سنوکر سیالۍ پای ته ورسیدې

تاند:( جمعه، د کب ۱۲) د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د ښکلا سنوکر کلپ ادارې لخوا د “۳۶” لوبغاړو ترمنځ د ” امن” په نوم د سنوکر سیالۍ چې اته ورځې وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسیدې.

د المپیک ملي کمېټې په یوه اعلامیه کې راغلي:(یادو سیالیو شاخوا ۸ ورځې دوام وکړ چې په پایله کې یې رحمت الله لومړی، صابرشا دویم او امین دریم مقامونو ترلاسه کړل.)

سرچینه وایي، چې د پای په مراسمو کې د ورزشي مسوولینو له خوا غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او نورې ډالۍ هم ورکړل شوې.

په وروستیو کې له مختلفو سیمو څخه د ورزشي فعالیتونو د زیاتیدو راپورونه ورکول کیږي، چې خلک یې هرکلی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب