پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهګارډین: پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اسناد لرونکي افغانان هم بندیانوي

ګارډین: پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اسناد لرونکي افغانان هم بندیانوي

تاند:( جمعه، د کب ۱۲) په پاکستان کې د نیول شویو افغانانو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیله منېزه کاکړ وايي پاکستان تراوسه هم شاوخوا ۴۵۰ افغان پناه غوښتونکي په زندانونو کې ساتلي دي.

 ګارډین ورځپاڼې د افغان بندیانو د مدافع وکیلانو په حواله راپور ورکړی چې د افغان اتباعو په وړاندې د پاکستان د سخت دریځ له کبله لږ تر لږه څلور تنه په زندانونو کې وژل شوي او د ماشومانو په ګډون په زرګونو نور په زندانونو کې بندیان دي.

منیزه کاکړ ګارډین ته ویلي، یوازې په کراچۍ او د سندهـ صوبې په ټولو زندانونو کې تر ۸۰۰ زیات افغان بندیان پراته دي او لږ تر لږه ۱۱۰۰ یې له اسنادو پرته له پولې اوښتي دي.

اغلې کاکړ وايي، له توقیف شویو افغانانو سره ناوړه چلند کېږي او قضايي بهیر د قاضیانو له خوا په سمه توګه نه ترسره کېږي.

تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شوي وو چې په کراچۍ کې افغان کډوال ماشومان د پولیسو له خوا په رسۍ تړل شوي وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون له افغان کډوالو سره چلند غندلی او له چارواکو یې غوښتي چې قضايي تعقیب کړي.

دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي: “دولت باید د ټولو بندي افغانانو پر وړاندې مسوولیت لرونکی وي او قانوني چلند وکړي.”

د بشري حقونو سازمان هم د پاکستان دغه چلند غندلی او ترې غوښتي یې دي، چې افغان کډوالو سره انساني او قانوني چلند وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېر اوړي د ناقانونه کډوالو د ایستلو پروګرام پیل کړ. له هغه وخت راهیسې د افغان کډوالو ځورول، بندیانول او شکنجه کول زیات شوي، چې ویل کیږي د جنوري په میاشت کې یوازې په دریو ورځو کې تر ۶۰۰ زیات افغانان ایستل شوي او په زرګونو نور بندیان شوي دي.

ګارډین لیکي چې د پاکستاني پولیسو چلند په تیرو څو اونیو کې د مهاجرینو د اسنادو او د اوسیدو د وضعیت د کتلو په برخه کې ډیر زیات شوی دی.

په امنیتي ادارو کې ګڼې سرچینې وايي، له افغان کډوالو سره د چارواکو له خوا د تورونو له امله ناوړه چلند کیږي چې ګواکې پاکستاني طالبانو ته پناه ځایونه برابروي.

دغو سرچینو ویلي، پر افغان کډوالو د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د اړیکو لرلو شک کېږي.

د طالبانو ادارې او ډېرو افغانانو د پاکستان دغه تور رد کړی او پاکستان نه یې افغان کډوالو سره د مناسب چلند غوښتنه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب