سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهنانځکه/ اجمل پسرلی

نانځکه/ اجمل پسرلی

هلک د دوکان مخې ته ودرید. بڼورې سترګې یې ژر ژر ورپیدې. د شیشې شاته نانځکه وه. د نانځکې سور کمیس، زیړ پتلون و.

هلک شیشې ته ورنژدې شو. له خندا شین شو. پوزه یې پر هنداره چیته شوه. یو چا له مټه کش کړ:

-شیشه چټلیږي

هلک راپه شا شو. له ویالې پورې غاړه د سړک لور ته واوښت. له جیبه یې ډوډۍ راوایسته. نانځکې ته یې ډوډۍ جګه ونیوله. غټه مړۍ یې وکړه. لاس یې د نانځکې لور ته لکه ټوپک ونیو:

-ټک ټک…

منډه یې کړه، د ونې شاته ودرید. نانځکې ته یې په یوه سترګه وکتل. بیرته پالي پالي د دوکان مخې ته ورغی، له نژدې یې نارې کړې:

-ډز ډز

له دوکانه هغه مخکنی سړی راووت. چیغه یې کړه:

-ورک شه

هلک شاته  ټوپ کړل. په وچه ویاله کې وپروت. جامې یې په خاورو شوې. دوړې یې ترې وڅنډلې، ورو ورو رهي شو. څو ګامه نه و تللی، بیرته یې رامنډې کړې. په ویاله کې ډوډۍ ترې لویدلې وه هغه یې په جیب کې ومنډله او نانځکې ته یې بد بد وکتل.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب