جمعه, مارچ 29, 2024
Homeروغتیاد تخرګ د خولو د بد بوۍ د مخنیوي نوې لار

د تخرګ د خولو د بد بوۍ د مخنیوي نوې لار

تاند- سره له دې چې اوس د انسان د بد بوۍ په تېره بیا د تخرګ د بوۍ د مخنیوي لپاره راز راز خولې ضد او بوۍ ضد مواد جوړ شوي خو لا هم ډېر خلک له دغو موادو راضي نه دي.

په وروستیو کې یو شمېر ساینسپوهانو د دې ستونزې د حل کولو لپاره ډېره اسانه او په عین حال کې ارزانه حللاره موندلې ده.

د امریکا په کلیفورنیا پوهنتون کې د دې څېړنې په پایله کې څرګنده شوه چې که په کور یا کورنۍ کې مو د چا د خولو بوۍ نه ځي، د هماغه کس خولې پر خپل تخرګ وموښئ دا کار به ستاسو د تخرګ بوۍ له منځه یوسي.

د دې څېړنې مشر وايي، د هر چا خوله بوۍ لري خو د ځینو بوۍ لږ وي او که د هغه چا چې خوله یې لږ بوۍ لري، ستاسو پر بدن، چې د خولو بوۍ مو زیات دی، وموښل شي ستاسو د بد بویه خولو باکتریا به خپل ځای د کم بویه خولو باکرتیا ته ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د «وچ» ترکیبونه

غږ/ اجمل پسرلی