شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهایلن مسک د ایکسپاڼې پر کاروونکو فیس لګوي

ایلن مسک د ایکسپاڼې پر کاروونکو فیس لګوي

تاند – د ایکسپاڼې، یا پخواني ټویټر څښتن ایلن مسک وايي، په دې غور کوي چې د ایکسپاڼې پر ټولو کارونکو میاشتنی فیس ولګوي.

مسک چې تر دې وړاندې د شین مارک په خاطر فیس وضع کړی و، اوس وايي چې له هغو ټولو کسانو څخه باید فیس واخیستل شي چې له ایکسپاڼې څخه کار اخلي.

ایلن مسک پرون (دوشنبې) د دې کار دلیل په ایکسپاڼه کې د ګڼې ګوڼې مخنیوی وباله.  

ایلن مسک، چې د نړۍ له لومړی درجه لویو میلیاردرانو څخه دی، د تیرکال په اوکتوبر کې له اوږدو ناندریو وروسته ټویټر په ۴۴ ملیارډ ډالرو وپېرله. ده وروسته د ټویټر اکثره کارکوونکي له دندو لېرې کړل او نور ګڼ بدلونونه یې پکې راوستل چې تر ټولو وروستی یې د دې ټولنیزې شبکې نوم و چې له ټویټر څخه یې پر ایکس بدل کړ.

ده همداراز د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکاونټ، چې بندیز پرې لګول شوی و، بیرته فعال کړ.

مسک د سږکال په جولای کې ویلي و چې دې شبکې د اعلانونو له درکه شاوخوا نیمایي عاید له لاسه ورکړی دي.

کتونکي د دې علت په ایکس شبکه کې د کارکوونکو د بدلون په شمول د ایلن مسک ځای ۰ بې ځایه تغییرات بولي او وايي چې ممکن ایلن مسک په دې ډول بدلونونو دا شبکه یو مخ له سقوط سره مخامخ کړي.

ایکسپاڼه حاضردمه په نړۍ کې د میاشتې تر ۳۶۸ میلیونه ډېر فعاله کاروونکي لري خو وړاندوینې ښيي چې جتي که ایلن مسک فیس هم وضع نه کړي، تر ۲۰۲۴ پورې به په دې شمېر کې د ۲۰۲۲ پرتله ۵ سلنه کم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب