چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهله کراچۍ څخه سلګونه افغان کډوال د نیونو له ډاره بلوچستان ته...

له کراچۍ څخه سلګونه افغان کډوال د نیونو له ډاره بلوچستان ته تښتېدلي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۸مه) راپورونه ښيي چې له کراچۍ څخه افغان کډوال د قانوني اسنادو له لرلو سره سره له دې وېرې چې نیول کېږي او ځورول کېږي، بلوچستان ایالت ته کډه کیږي.

تر ټولو ډېر افغان کډوال د بلوچستان سرانانو کمپ ته تللي دي.

د دوی په منځ کې یو شمېر داسې کسان هم شته چې کورنۍ یې په سرانان کمپ کې اوسي خو دوی د کار لپاره کراچۍ ته تللي وو.

راپورونه وايي چې په تېرو لسو ورځو کې د کراچۍ پولیسو لږترلږه ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

د افغان کډوالو ځینې مشران وايي چې ممکن د نیول شویو کسانو شمېر تر ۲ زره هم ډېر وي خو کره شمېر یې نه معلومیږي ځکه چې پولیس د نیول شویو شمېر نه اعلانوي.

خو په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاري وايي چې د ده د معلوماتو پر اساس په لسو ورځو کې تر ۸۰۰ ډېر افغانان نیول شوي چې د هغو په منځ کې شاوخوا ۸۰ ماشومان هم شامل دي.

په پاکستان کې د افغانانو ځورونې او نیونې وروسته له هغه ډېرې شوې چې د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې نور به په پاکستان کې غیرقانوني کډوال نه پرېښودل کېږي او خپلو هیوادونو ته به استول کېږي.

له کراچۍ څخه سرانانو کمپ ته رسیدلیو افغان کډوالو ویلي چې د کراچۍ پولیسو د دې پروا نه کوله چې څوک اسناد لري او که یې نه لری، له یو مخي یې ټول نیول او ځورول.

دوی وايي چې پولیسو په هر صورت پیسې غوښتې.

ځینو ویلي چې څو- څو ځلې پولیسو نیولي او د ۳۵۰ روپیو په بدل کې یې خوشي کړي دي.

د پاکستان پولیس د نړۍ تر ټولو فاسد پولیس ګڼل کېږي.

له پېښور څخه هم ترلاسه شوي معلومات ښيي چې پولیسو سلګونه افغان کډوال نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب