اسدالله بلهار جلالزی
ښايي لوستونکی به د دغې لیکنې د عنوان په لوستلو سره راته ووايي: موږ وچه ډوډۍ نه لرو ته راباندې کتابتون او موزیم جوړوي. د دوئ دا نیوکه هم کیدای شي په ځای وي. خودا دواړه لکه ډوډۍ دومره مهم راته بریښي.
هر کار له صفر پیل کیږي. ورو، ورو پرمختګ کوي. که غواړو چې د خپلو ماشومانو له پاره یو مثبته کړنه تر سره کړو له همدې شیبې یې باید پیل کړو. د کورنۍ مشران په کورکې د کتاب شتون د یوې مهمې اړتیا لکه د اوبو او اوړو په څیر وګڼي. زه پوهیږم په کوم کور کې چې دا دوه څیزه نه وي نو د کورنیو مشران ډیرې هڅې کوي چې را پیدا يي کړې خو تر خوا يي باید د کتاب د شتون له پاره هم داسې هڅې وکړي. که د اوبو او اوړو په نشتون کې مو فزیکې شتون له ګواښ او خطر سره مخ کیږي، د کتاب په نشتون کې مو هم معنوي شتون له ګواښ سره مخ دی. دا کار څنګه شونی دی او څنګه يي عملي کړو. زما په اند له دغه ځایه يي را پیل کړو
۱ـ موږ په کلیوالو سیمو کې هرکال خپلو ماشومانو ته د القبا قاعده بغدادی – د قرانکریم لومړۍ سیپارې قرانکریمونه– پنج کتابونه – تعلیم السلام – بوستان – ګلستان – رشید بیان او دي ته ورته کتابونه او کتابچې اخلو. که همدا کتابونه بل کال ته د استفادې وړ وي هم کار ترې اخلو، او که نه وي نوراخلو په دی ټول د کتابونو شمیر مو ډیریږي. ښه خبره خو داده چې زاړه کتابونه وقایعه او نوي هم ورسره په یوه کوچنۍ المارۍ کې کیږدو، په دې ډول مود کتابتون بنسټ کیښود، د څو کلونو په تیریدو، د ماشومانو په لویدو سره ورو، ورو د هغوئ عمر ته په کتو کتابونه هم بدلون کوي هم ډیریږي. له دی سره هڅه وکړو په ځان سختي ومنو او یوه بله وړه المارۍ هم واخلوکه دغه کار ته ورو، ورو دوام ورکړو له څو کلونو وروسته به مو د نویو ماشومانو له پاره کتابتون جوړ کړی وي. په هغه وخت کې شونی ده چې د کورنۍ غړې موپه مطالعه او لوست په اسانۍ سره اموخته کړو. هغوئ چې مالي او اقتصادی حالت يي ښه دی که په میاشت کې دوه کتابونه واخلې په یوه کال کې به يي څلوریشت کتابونه را نیولي وي. او په لس کاله کې به يي ۲۴۰ډول ډول کتابونه ډیرکتابونه دي.
۲- د موزیم د جوړو چاره تر دې هم اسانه، ارزانه او اسوده ده. جوړول يي هم له ګټې خالې نه راته ښکاریږي. موږ په خپلو کورونو کې دومره ډیرڅه لرو چې د یوه کوچنۍ موزیم توکي او اثار مو را پوره کوي. موږ لس یا شل کاله وړاندې کرنیز وسایل اوس ډیر نه کارو. د بیګې په توګه – یوې – ځغ – سپاره – چیکه، بیل یا کره – لور- ښاخۍ پارو – د ترکاڼې ځینې زاړه وسایل او توکې – ارې – رندې – تیشې – تبرونه – مترونه- رینې – چټکونه او نور یا هم د لاسی صنایعو ځینې توکې لکه کڼی – زاړه ټغرونه، جوالونه – دسترخوانونه – لباسونه – جرابي – لاس ماغوګان او د ښځو په لاس ګڼدل شوي توکی، ګنډونه، خولې، د مریو غاړې، پردې او… – او همداسې نورپخواني وسایل لکه – پخوانۍ غجرۍ – نتې – ګوتمۍ – هیندارې – لمڅي – زاړه جاینمازونه او مصلې – – کاسې – غوري – مجمې – چاینکې، پیالې، خاورین لوښي، زړې تورې، چاړې، دیګونه، د کورنۍ د مشرانو تصویرونه، د هغوئ دلاس نښې نښانې او… که د نومونو همدا لړۍ پیسې غځوو نو ګومان کوم چې شمیر به سوونو ته ورسیږي. خو په حقیقت کې دا ټول هغه توکي دي چې د یوه موزیم د جوړیدو بنسټ پرې ایښودل کیدای شي. د موزیم له جوړیدو څخه به موږ څو ګټې تر لاسه کړو.
۱ – د نوي نسل او تیر نسل ترمنځ به وصل یوه کړۍ همدا اثار وي. د همدې اثار په لیدو به دوئ ته تر یوه بریده په ټولنه کې د موجودو بدلونونو په اړه هم په ښه ډول معلومات تر لاسه کیدای شي
۲- د همدې اثار په لیدو سره تر ډیره بریده زموږ د اوسني نسل له پاره د خپل کلتور او فرهنګ په اړه به په خپل کور کې معلومات حاصل کیږي.
۳- خپل کلتور او فرهنګ به مو هم له وارداتي او پردي کلتوره څخه ساتلی او ځوانان به مو د خپل فرهنګ تابع وي.
۴- د تاریخي اثارو، د ساتنې په برخه کې به مو ورته له کوره، د مسولیت او زده کړو هنرونه ور زده کړي وي. کله چې دوئ له کوره همدا زده کړې کړي وي نو بیا د هیواد له تاریخي، لرغونو او مهمو تاریخي اثارو سره برسیرن چلند نه کوي. بلکې د ساتنې په برخه کې به يي له اړوند ادارو سره ښه مرستندویان هم وي.
څو ورځي وړاندې مې له یوه دوست سره خبرې کولې، هغه راته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: زموږ په کور کې یوه وړوکي ګلدانۍ ده. چې زموږ بابا ته يي له تره څخه ورپاته ده. چې د همدې ګلدانۍ عمر به ښايي تر سل کاله اوړې. خو بابا مې وايي چې هر وخت چې زه دغه ګلدانۍ وینمه خپل مشران مې را یاد شي. یوځل مې په زړه کې تیرې خاطرې او تاریخ را ژوندی شي، لکه د خپل کورنۍ په اړه چې ټول تاریخ ژر، ژر ولولم. نو زما په اند که په خپلو کورونو کې ورته توکي چې زموږ له مشرانو راته پاته وي، چې سل په سلو کې پاته دي. باید ويي ساتو، دا د کورنیو د تاریخ بابونه هم جوړوې. که هغه تاریخي اسناد لکه، قبالې- یاداښتونه – نکاح خطونه – شجرې او… چې دوۍ د کورنیو بنسټ جوړوې خوندې شي نه یوازې دا چې بې ګټې نه دي بلکې د دوئ د پیژندلو، په ادارو کې د ستونزو په برخه کې له نورو سره مرستندویه تمامیدای شي. که له همدې توکو سره یوه ځانګړې کتابچه کې د کورنۍ د هر غړي شهرت، د زیږیدو، کار، کمال او ژوند په برخه کې هم معلومات ولیکل شي نو بدي لري. نه نه هیڅله هم بدي نه لري بلکې ګټه لري زموږ ډیری دوستان ښه پوهیږي هغوئ چې په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي د ډیریو د زیږیدلو نیټې اټکلي دوئ ټاکلي. خو رښتینۍ نه دي. زموږ د ډیرو مشرانو د وفات نیټې چې زموږ د سترګو په وړاندې پیښې شوې دي معلومې نه دي. خو که د کورنۍ د غړو د شهرت له پاره په کور کې یوه داسې کتابچه موجوده وي چې لږ تر لږه د زیږیدو، د زده کړو د پیل- پای – واده – کاراو وفات کره نیټه یعني عمومي او اړین معلومات او ځینې نورې مهمې خاطرې په کې ولیکلي شي. نه دا چې بې ګټې به نه وي بلکې د خپلو مشرانو د کړو وړو په اړه به يي یوه د لومړي لاس معلوماتو ته لاس رسي اسانه وي. یوه بله کیسه څو ورځي وړاندې یوه ځوان رانه د خپلې کورنۍ د شجرې په اړه وپوښتل: ما ورته وویل: وروره تاسو په یوه ولسوالي کې اوسئ او زه د بلې ولسوالي یمه، نو زه ستاسو د کورنۍ شجرې په اړه معلومات نه لرم. ستونزه څه ده؟
ده راته وویل: ستونزه داده چې په کوم کلي کې چې زه اوسیږمه، په دغه کلي کې یوازې یو کوچنۍ کور لرم. زوی مې په کلي کې د یوه کلیوال هلک سر مات کړ. خبره او لانجه مو سره اوږده شوه. تیره ورځ کلیوال راته راغلل او ويي ویل: چې د کور قیمت دي در کوو له کلي به وزي. ځکه چې پردی سړی يي تاوان دي له دي وروسته ډیریږي.!
ما ورته وویل: دا کور له خپله پلاره را پاته دی، زه يي نه خرڅوم. دوئ راته وویل: بابا دي هم زموږنیکه لکه فرزندې غوندې را لوی کړ. واده يي ورته وکړ او همدا وړوکی کوريي ورته جوړ کړ. چې د هغه له مرګه وروسته دي پلار په کې اوسیده. د پلار له مرګه وروسته دا دی ته په کې اوسیږي. کنه ځمکه هم زموږ ده او کورهم زموږ مشرانو جوړ کړی دی. په رسمي اسنادو کې یعني تذکره کې د پلار نوم – د هغه د پلار نوم – او د هغه د پلارنوم شته خو چې د نیکه نوم مې هرچاته یاد کړم نه يي پیژني. او یو نیم سړی خو همدا خبره هم راته کوي چې د پلار- پلار دي د دوئ مشرانو را لوی کړ، واده يي ورته وکړ، کور يي ورته جوړ کړ. زه اوس د شجرې له نشتون سره مخ یم څنګه وکړم. زما سره يي هم ځواب نه و.
نو لازمه ده چې لوستي کول د داسې کتابچې شتون له پامه ونه غورځول شي. دا چې موږه له تیرو پیښو تجربې نه شو اخیستلای یو دلیل يي دادی چې د خپلې کورنۍ تاریخ مو په دقت نه دی لوستی یا یې په لیکنه بڼه نه لرو. د خپلو مشرانو په کړنو مو نظر نه دی ساتلی. د هغوئ په اړه یوازې شفاهی معلومات لرو چې تل ورته په مثبت نظر ګورو. منفي اړخونه یې راته معلوم نه دي.
محترم جلالزی صاحب په کورونو کی د کتابتون د جوړیدو په هکله ډیر اړین او مهم او ګټور ټکی ته ګوته نیولی ده چی هیله ده والدین خصوصاً ښاری والدین او مشران ور ته ژوره پاملرنه وکړی.
امّا
د موزیم د تشکیل په باب:
۱ – دا ګړی خو زموږ اکثرو ګرانو وطنوالو کورونه او حتی د ژوند بڼه خپله یو موزیم ته ورته ده.
۲ – ددی ډول موزیمونو جوړول د دولت وظیفه ده او دولت باید په هر لوی ښار کی د تاریخی مختلفو آثارو موزیم جوړ او په هر ښارګوټی کی هغه ډول موزیمونه جوړ کړی کوم چی جلالزی صاحب ور ته اِشاره کړیده او ضمناً تعلیمی مرکزونه هم باید مکلف کړه سی چی په دوو یا درو میاشتو کی یو ځل د مکتب شاګردان په منظم توګه د موزیمونو ننداری ته ولیږی او مؤظف کسان په موزیم کی د پرتو توکو په هکله تشریحات ورکړی.
۳ – نن سبا د زیږیدو د نیټی او حتی وخت لیکل ډیر آسانه دی ( حتی د نوی زیږیدلی ماشوم د بغل په جیب کی هم یو د امیرخان متقی ږیری غوندی پلَن موبایل ) پروت دی او والدین کولای سی چی د ماشوم د زیږیدو نیټه پکی ولیکی او د رسمی ثبت لپاره ئی مربوطی اِداری ته ولیږی.
محترم ورور غلام حضرت، لوی الله مو خوشحاله لره. زه مو په خپل نظر ورکولو سره نور هم وهڅولم. د موزیمونو د جوړولو په اړه باید ووایم چې اوس خلک په شخصي ډول هم کولای شي دا کار وکړي. زما موخه د دومره لویو موزیمونو جوړول نه دي چې پرې خورا ډیرلګښتونه راځي. زما اصلي موخه داده چې زموږ په واک کې موجود توکي باید د خپلو ماشومانو دلیدلو له پاره یوه الماري کې هم که کیښودل شی بده به نه وي، لکه زموږ مشرانو ، ساعتونه، عینکي، د سنتو بیاتې، ناخونګیرونه – لرجوړمې، زړې رادیوګانې پیالې، چاینکې، او په لسګونو نور د ساتلو وړ توکي. لږ تر لږه دا کار کولای شي ماشومان د موزیم له نوم او له دې سره اشنا کړي چې په موزیم کې تاریخي توکي د زده کړې په موخه ساتل کیږي.
کاشکې اړوندښوونځي دومره څه وکړي چې زده کوونکې موزیمونو ته ورولي. خو د هیواد کلیوالي ښوونځیو
زده کوونکو ته دا امکانات نشته. په هرحال ستاسو وړاندیزونه مې هم خوښ شول خدای مو ژوندی او بریالی لره.
سلامونه،
جلالزی صیب ،ښې خبرې دي.د ورور غ.حضرت صیب او ستاسو په تایید
زما په نظر ، وروسته له دې ممکن حوېلۍ داره کورونه به کم شي او مکروریان رقمه اپارتمانونه ، لکه خارج کې چې دي ؛د خلکو د هستوګنې ځایونه شي نو بناءََ د موزیم لپاره د ځانګړې کوټې درلودل مشکل وي؛ لاکن د کتابتون جوړول یوه المارۍ پکار لري او زما په فکر د المارۍ په سر دیني کتابونه مخصوصاََ ۳۰ سیپارې قرآن او +احادیث او نور لازم مواد ؛ خو نه هر کال اخیستل!؛ او د المارۍ یوه خانه کې د نیکونو او بابا ګانو فوټو یا عکسونه ، بیوګرافئ؛ همداسي تر پایه د متداوله پوهنو او علومو آثار جمع کیدای شي
که د المارۍ لاندې برخه کې ځای پاتې وي ځينې واړهء شیان چې تاسو ې نومونه اخیستي مشت نمونه ء خروار موزیم شي.
درناوئ
قدرمن ډاکتر زړور ساپی صیب؛ ښې چارې، له نظر مو موافق یم، په اوږدمهال کې ښايي همداسې وشي چې د کورونو بڼې بدلې شي. زه سل په سلو کې په خپله خبره نه یم ولاړ چې خامخا یوه کوټه د کتابتون یا موزیم له پاره بیله کړله شي. خو په دې خبره بیا ټینګار کوم او کتابونو شتون، او د کورنۍ د تاریخي توکو ساتنه لکه اوړه او اوبه دومره اړین ګڼم. د کورنیو پیښو ، او خاطرو دلیکلو په موخه یوه کتابچه لرل هم لکه د دکاندارانو د پور کتابچه دومره ضروري بولم. چې دا کار دیوې دوو وړوکو الماریو په درلودلو سره کیدای شي. زموږ دا کار یعني په کورکې د کتابونو او توکو د ساتو له پاره د لماریو شتون په شعوري توګه زموږ د ماشومانو په ذهن کې د کتاب لوستل او د توکو ساتل تلقین کولا ی شي، مینه يي ورسره پیدا کیږي او بیا یی د خپل ژوندانه په بهیر کې په اړه له خپل وس سره سم د خپلې خوښۍ وړ اقدام کوي. موږ باید تل ماشومانو ته دا وروښیو چې د کتابتون، او موزیم جوړول له یوې المارې پیل کیږي، خو یوه المارۍ ټول کتابتون نه دی.
قدرمن ډاکتر زړور ساپی صیب؛ ښې چارې، له نظر سره مو موافق یم، په اوږدمهال کې ښايي همداسې وشي چې د کورونو بڼې بدلې شي. زه سل په سلو کې په خپله خبره نه یم ولاړ چې خامخا یوه کوټه د کتابتون یا موزیم له پاره بیله کړله شي. خو په دې خبره بیا ټینګار کوم او د کتابونو شتون، او د کورنۍ د تاریخي توکو ساتنه لکه اوړه او اوبه دومره اړین ګڼم. د کورنیو پیښو ، او خاطرو دلیکلو په موخه یوه کتابچه لرل هم لکه د دکاندارانو د پور کتابچه دومره ضروري بولم. چې دا کار د یوې دوو وړوکو الماریو په درلودلو سره کیدای شي. زموږ دا کار یعني په کورکې د کتابونو او توکو د ساتلو له پاره د لماریو شتون په شعوري توګه د ماشومانو په ذهن کې د کتاب لوستل او د توکو ساتل تلقین کولا ی شي، مینه يي ورسره پیدا کیږي او بیا یی د خپل ژوندانه په بهیر کې په اړه له خپل وس سره سم د خپلې خوښۍ وړ اقدام کوي. موږ باید تل ماشومانو ته دا وروښیو چې د کتابتون او موزیم جوړول له یوې المارې پیل کیږي، خو یوه المارۍ ټول کتابتون یا موزیم نه وي.