پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبان د نوي اساسي قانون او ملي شورا په جوړېدو کار کوي

طالبان د نوي اساسي قانون او ملي شورا په جوړېدو کار کوي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۵ مه) طالب چارواکي وايي چې پر نوي اساسي قانون کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به یې ملي شورا او رسمي کابینه اعلان شی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته ونه ویل چې نوی اساسي قانون به کله بشپړ شي.

په همدې حال کې په یوه ایکسپاڼه کې، چې د افغانستان د طالبانو د حکومت سترې محکمې ته منسوبه ده، د دې محکمې د ريیس په قول ویل شوي چې د افغانستان د اسلامي امارت د اساسي قانون د مسودې لپاره هلې ځلې روانې دي.»

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د شوراګانو په اړه لا هم خبرې دوام لري او هرکله چې دا موضوع او د حکومتولي د ځینو برخو کار بشپړ شو، د رسمي کابینې مسله به هم حل شي.

ده په عین حال کې وویل چې د طالبانو سرپرست وزیران بشپړ واک لري.

طالبانو تر دې وړاندې هم د نوي اساسي قانون د جوړېدو خبره کړې وه.

دوی د ظاهرشاه د سلطنت د مهال د اساسي قانون د نفاذ یادونه هم کړې خو اکثره افغانان نه پوهیږي چې د طالبانو د حکومت اساسي قانون څه دی.

1 COMMENT

  1. طالبانو په تیره دوره کی هم د اساسی قانون خبره کوله چی بیا ونه شو/ اوس هم دوه کاله تیر شوو دوی لا دا کار پای ته نه دی رسولی. نه غواری اساسی قانون موجود وی طالبان داسی نظام غواری چی طالب واجب الاحترام با صلاحیت او بی مسولیت وی. دا زکه چی طالب دی. که طالبانو په یوه بل کال هم دا قانون جور کو زه مخ توروم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب