دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهکېرېن ډیکر: امریکا به د طالبانو د وسله والو مخالفانو ملاتړ ونه...

کېرېن ډیکر: امریکا به د طالبانو د وسله والو مخالفانو ملاتړ ونه کړي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه) د افغانستان لپاره د امریکا تر ټولو جګپوړې دیپلوماتې په افغانستان کې د یوې نوې جګړې ملاتړ په کلکه رد کړ، ویې ویل، افغانان له څه باندې څلورو لسیزو وروسته د سولې حق لري.

د افغانستان لپاره دامریکا شارژدافېرې کېرېن ډیکر له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې د ملي مقاومت جبهې په شمول د طالبانو د ټولو وسله والو مخالفانو هر ډول ملاتړ رد کړ، ویې ویل؛ افغانان په خپله هم د هرې نوې جګړې د پیلولو مخالف دي.

دې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واشنګټن به د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ وکړي او که نه؟ وویل؛«نه، په هیڅ صورت! موږ په افغانستان کې د جګړې د بیا پیلیدو ملاتړ نه کوو. بیخي بس ده. له افغانستان څخه له دننه له ټولو افغانانو دا پیغام اورم چې جګړه بس ده، نوره جګړه نه غواړو.»

دې د خپلو خبرو په دوام کې وویل، پر همدې اساس:«واشنګټن د افغانانو په منځ کې خبرې اترې تشویقوي او ملاتړ یې کوي.»

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان کابو ټولو ګاونډیو هیوادونو هم تر دې دمه په افغانستان کې د کومې وسله والې ډلې او د یوې بلې جګړې د پیلېدو له ملاتړه ډډه کړې ده.

کېرېن ډیکر، چې شارژدافېئره ده خو د افغانستان لپاره د امریکا د سفیرې مسوولیت لري، په دې اړه چې په وروستیو کې روسیې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ته د مسکو د سفر بلنه ورکړه، نو ایا فکر نه کوي چې روسیه افغانستان کې د یوې نوې جګړې ملاتړ کوي، وویل:

«روسان اوس په اوکراین کې مصروف دي، نه پوهېږم چې دا به (د افغانستان د جګړې ملاتړ) رښتیا وي.»

دې په دې اړه یو ځل بیا خپله مخکینۍ خبره تکرار کړه چې افغانان له څه باندې ۴۰ کلنې جګړې ستړي دي او جګړه نه غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب