یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+په کندز ښار کې د عصري معارف ابتدا

په کندز ښار کې د عصري معارف ابتدا

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.


عرض بېګي د قطغن یو مشهور سپین روبی  و. په اصل کې د بخارا د خوا و. د بخارا له پاچا سره یې څه خېښي هم لرله. ویل کېدل چې د بخارا د پاچا عرض بېګي و،ځکه خو یې خلکو له احترامه نوم نه اخیست، په عرض بېګي صاحب یا عرض بېګي بابا مشهور شوی و. عرض بېګي یو موقر او مهذب سپین ږیری و، خوله یې په واک وه، ترخه خبره په خوله نه ورتله؛ لحاظ داره، مېلمه پال او خیرغوښتونکی بنیادم و. ګومان کوم د کندز په قوچي کلي کې یې ښه ډېره مځکه وه. پخپله د زاړه ښار په لویدیځه خوا کې اوسېده. د کور مخې ته یې یو باغ ایښی و چې راز راز مېوې یې لرلې .په باغ کې یې یو حوض و. د حوض شاوخوا پلنه چوتره وه چې تر حوض را ګرځېدلې وه او دنګو چنارونو ورباندې تت سیوری لورولی و. نایب الحکومه شېرخان بابا چې به د کندز له مشرانو سره لیده کاته کول، ډېری وخت یې د عرض بېګي په باغ کې ورسره کتل.

 عرض بېګي به هغه وخت شاید اویا، اتیا کلن و. د نایب الحکومه صاحب به شاید ځکه ورسره جوړه وه چې یو خو په کندز کې ښار ته نژدې بل داسې ځای نه و چې له ډېرو خلکو سره پکې وګوري، بله دا چې عرض بېګي بابا یو هوښیار، بې ازاره او خیرخواه سړی و، جنبې او پرې یې نه خوښېدې، نه د غرض بادساری و ، نه د حرص لېونی.

یوه ورځ ګومان کوم د جمعې ورځ وه چې نایب الحکومه صاحب د کندز ښار په لور حرکت کاوه، زه او زما ماما یې هم ورسره سپاره کړو.( ماما مې مرحوم ګل محمد خان ناشر زما همځولی و.)

چې موټر د عرض بېګي باغ ته ور وګرځېد، موږ خوشحاله شو.دغه ځای مو یو دوه ځله نور هم لیدلی و. هغه د حوض غاړه او ترې راګرځېدلې پراخه چوتره او د چنارونو تت سیوری را په زړه شول.  که د حوض په یوه غاړه بابا له قومي مشرانو سره خبرې کولې، په بله غاړه یې زموږ لوبو مزاحمت نه پېښاوه.

چې ور ورسېدو ګڼ شمېر سپین ږیري او سل، شپږ شله لوی او واړه هلکان په چوتره ناست ول. موږ هم څو منټه له بابا سره کښېناستو، بابا له ستړې مشې وروسته موږ دواړه مشرانو ته ور وپېژندلو چې دا یو مې زوی او دا بل مې لمسی دی، دواړه په دریم ټولګي کې درسونه لولي. بیا یې د معارف په ضرورت او د تعلیم په ښېګڼو رڼا واچوله. دوی یې دلاسا کړل چې که مکتب ګټور نه وای ما به خپل واړه ماشومان ولې ښوونځي ته لېږل او د استادانو وهلو ترټلو ته به مې ولې سپارل؟

بیا یې مولوي عبدالله مرحوم ته چې د دې نوي جوړېدونکي ښوونځي لومړنی سرمعلم و، مخ واړاوه او ویې پوښت چې سملاسي څو ټولګي فعالولی شو؟

هغه وویل: فعلا به دوه ټولګي پرانیزو، یعنې اول او دویم، هغه واړه ماشومان به چې په الفبې نه پوهېږي په لومړي صنف کې کښېنوو، چا چې په جوماتونو کې څه څه لوست کړی دی، هغه به په دویم ټولګي کې قبول کړو.  که ورو ورو شاګردان ډېر شول، بیا به د نورو صنفونو غم ورته وخورو.

بابا ورسره ومنله. یوه قاري صاحب ته یې وویل، څو آیته ولوله چې مکتب افتتاح کړو. له قرائته وروست مولوي صاحب دعا وکړه او راوړې شیرینۍ یې په حاضرینو باندې ووېشلې.

د کندز ښار لومړنی ابتدایي ښوونځی عجالتا د مرحوم عرض بېګي صاحب په باغ کې پرانیستل شو. بابا د کندز حاکم ته هدایت وکړ چې یو مناسب ځای ورته پیدا کړي. شاګردان کورونو ته رخصت شول او ورته وویل شول چې سر له سبا به دلته راځي ، تر هغو به دلته درسونه لولي چې ښوونځي ته مناسب ځای موندل کېږي.

 د عرض بېګي بابا له کوره څو پتنوسه چای راوړل شول. قومي مشرانو په دغه فرصت کې ځینې مشکلات چې لرل یې، نایب الحکومه صاحب ته بیان کړل. له چای څښلو وروسته موږ خان اباد ته ستانه شو.

د کندز د ښار نقشه

1 COMMENT

  1. د ارواښاد استاد پسرلي په ښکلو نثري ياداښتونوکې سړی د هغه وخت د خوږ ژوند طبیعي انځور احساسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب