ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.
د کندز د ښار نقشه
په هغه ورځ چې یې د کندز ښار نقشه اچوله، نیکه زه هم کندز ته بولی وم. ښه مې په زړه دي چې ګڼ شمېر خلک را غونډ شوي وو. معمار باشي او څو تنه نور د مهندس په لارښوونه لګیا ول د چارسو او څلورو خواوو ته سړکونو رجې یې اچولې. لا یې په رجو چونه نه وه دوړولې چې شیرخان بابا امر وکړ چې کار معطل کړئ. بابا وویل: لومړی باید څو تنه عالمان د قبلې لوری معلوم کړي.
عالمان موجود ول. د قبلې لوری یې په نخښه کړ. بیا یې رجه کشي له سره پیل کړه. بابا وویل: زه نه غواړم چې د ښار واټونه او دوکانونه په یوه لور کاږه وي او قبله په بل لوري.
مشرانو به ویل د نقشې له مخې ښار اته دورې لرلې چې درې، څلور یې د نقشې مطابق جوړې شوې ، په نورو دورو کې خودسرۍ راغلې، درست ښار په هغه نقشه نه وغځېد.
سبا ته چې د ښار د تهداب لومړۍ تیږه ږدول کېده، بابا بیا ورغی، د حاجي نازکمیر خان مرحوم له قوله درته وایم چې نایب الحکومه صاحب وویل: د ښار نقشه مې خوښه ده خو د څلورو سړکونو او چارسو په اړه مې نظر دا دی چې تهدابونه یې بېرته ډک او اقلا پنځه متره شا ته شي، په هغه صورت کې به دا ښار د پېړیو په مخه نه تنګېږي ، هر سړک به د موټرونو تګ راتګ ته مساعد وي.
نازکمیر کاکا راته ویل: د ښار مشرانو ډېر عذر وکړ چې اوس هم سړکونه او کوڅې ډېرې پراخې دي چې سړک لس متره نور هم سورور شي دا ښار به په ډاګونو بدل شي. خو نایب الحکومه صاحب نه منل او د سړکونو پراخول یې غوښتل. موږ مرحوم سید اکرم اغا ورته واسطه کړ. سید کرم اغا له مرحوم غبار سره نژدې خپلوي لرله، نپوهېږم چې د تره زوی یې و که یې وراره و. مرحوم هاشم خان صدراعظم چې غبار په سیاسي جرم ونیو، سید اکرم یې کندز ته را فرار کړ. دلته شیرخان بابا ښه وضعه ورسره کوله، د کور لپاره یې هم یو، یونیم جریب مځکه ورکړه. سید اکرم منور سړی و، تر فرار له مخه څو وخته په ایټالیا کې د سفارت په مامورینو کې و.
حاجي نازکمیر خان ویل: سید اکرم اغا نایب الحکومه صاحب ته وویل چې خلک یې په لویولو نه دي خوښ، دغومره هم د ښار سړکونه کافي وسعت لري، په درست هېواد کې تر دې پراخ سړکونه نشته.
بابا وویل: که دا سپین ږیري نه پوهېږي ګرم نه دي، بل ځای یې نه دی لیدلی، په څه خبر دي؟ تا خو اروپا لیدلې ده، ایا اروپایان اوس اکثر په خپلو تنګو سړکونو پښېمانه نه دي؟
سید اکرم اغا بیا ورته ټینګ شو، بابا وویل: چې نه منئ زه به یې په نه زړه درسره ومنم خو په یاد لرئ ډېر نه پنځلس کاله وروسته به پښېمانه یاست خو څه به په لاس نه درځي.
بیا نازکمیر خان راته وویل: د کندز ښار جوړ شو. ورځ په ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه ډېرېده، موټرونه، ګاډۍ او د بار لارۍ هم ډېرېدې. یوه ورځ زه او سید اکرم اغا دلته ناست وو، د ښار ګڼې ګوڼې ته مو کتل، سید اکرم اغا راته وویل: یاد دې دي که نه چې نایب الحکومه صاحب د دې چارسو او څلورو واټونو ارتوالی غوښت او موږ تاسو نه ورسره منل. زه خو اوس په خپله خبره پښېمان یم. ما ورته وویل: زه هم پښېمان یم.
سید اکرم اغا وویل: راځه ویې شمېرو چې د ښار له ابتدا څو کاله وتلي دي؟
چې کلونه مو وشمېرل پوره پنځلس کاله وتلي وو. سید اکرم اغا وویل: دومره دقیق حساب خو ګومان نه کوم چې بې څه وي، رښتیا چې د خدای د مخلوق خدمت بې اجره نه وي، خدای پاک د انسان په زړه کې رڼا پیدا کړي.
اتفاقا یوه ورځ زه له حاجي نازکمیر کاکا سره ناست وم چې سید اکرم اغا راغی. حاجي نازکمیر ورته وویل: ده ته هغه د ښار د تهداب ږدولو د ورځ کیسه وکړه او بیا هغه چې څو کاله اګاهو ما او تاسو حساب وکړ چې له هغې خبرې څو کاله وتلي دي؟ سید اکرم اغا هغه کیسه ټکي په ټکي هغه شان وکړه چې حاجي صاحب راته کړې وه.
سید اکرم اغا وویل: د تعجب خبره نه ده. هر سړی چې د قوم او وطن خدمت ته ملا وتړي، او شپه ورځ د ښېګڼې په فکر کې وي، دغسې کراماتو ته ورته وړاندوینې کوي او کرامت و ولایت خو څه په ببرو سرونو او څپولي څپولي ږیرو پورې منحصر نه دی، د خدای د مخلوق دوستان د خدای دوستان دي.
د ارواښاد نایب الحکومه شیر خان عکس:
د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي د ځواني عکس: