پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې کډوالو ته له خبرداري سره هممهاله ۱۲۱ افغانان ونیول...

په پاکستان کې کډوالو ته له خبرداري سره هممهاله ۱۲۱ افغانان ونیول شول

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افغانانو ته خبرداری ورکړ چې په خپله ځان ته د لارې ټکټ واخلي او ژر تر ژره له پاکستانه ووځي کنې سخته سزا به ورکړي.

په همدې حال کې د پاکستان اې آر وای تلویزیون نن راپور ورکړ چې د کراچۍ پولیسو پرون (یکشنبه) ۱۲۱ افغانان په دغه ښار کې نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي په یوه خبري غونډه کې وویل:«افغانانو ته وایم چې همدا اوس مو د لارې ټکټونه واخلئ او خپل هیواد ته لاړ شئ، که ونیول شوئ، لږترلږه به لس کاله په زندان کې پراته یاست.»

ده وویل، پرېکړه شوې چې له ټولو ښارونو غیرقانوني افغانان راټول او ونیول شي.

عملاً پاکستاني پولیس هغه افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد لري.

ډیر افغانان شکایت کوي چې د پاسپورټ او ویزې له لرلو سره سره یې پولیس نیسي او پیسې ورڅخه غواړي.

د پاکستان پولیس د فساد له نظره د نړۍ تر ټولو فاسد پولیس ګڼل کېږي. خو اوس چې د کورنیو چارو وزیر په کچه یوه چارواکي هم د افغانانو د نیولو او په لس کاله بند محکومولو اعلان وکړ، ښايي په پاکستان کې د افغانانو ځورول لا زیات شي.

د چارو کتونکي وايي، پاکستان له هرې لارې چې ممکنه وي غواړي چې د افغانستان د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې په ټي ټي پي کې له خپل نفوذه په استفادې دا ډله په پاکستان کې له حملو راوګرځوي.

2 COMMENTS

  1. اوس یو موصطفی کوما اتاترک ته اړتیا دو چه دو مولیانو پو کونه کوتک ننبوسی
    دو پاکستون په شمول تو اسلومی ملکونو توباهی

    پنجوب بایود دی لومنځه لوړ شی

  2. یاره نور بس دی افغانان هم شرم نه لري چې یو څوک خپل هیواد لري نو په نورو هیوادو کې چې کوم سند یا طابعت هم نه درکوي ولې اوسیږئ خصوصا پاکستان. دا معلومه ده چې په افغانستان کې د کار او ژوند ستونځې شته مګر د هرې ورځې بې عزتۍ او بې شرمۍ نه خو هغه ستونځې ښې دي. ټول راځئ او خپل کاروبارونه را انتقال کړئ انشاالله هم به مو ژوند ښه وي او هم به مو هیواد ته ګټه ورسیږي. اوس خو د پاکستان د اقتصادي حالت نه زمونږ حالت ښه دی. دوی دا کار د نړۍ نه د پیسو اخستلو په خاطر کوي او تاسو باید دا موقع ورنکړئ. بیا دې ټولې درواځې بندې کړي چې چیغې یې نړۍ واوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب