پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه پېښور کې چاودنې لږترلږه ۷ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

په پېښور کې چاودنې لږترلږه ۷ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) د پاکستان پوځ په چترال کې د ۷ طالبانو د وژلو ادعا کوي او له دې سره په یووخت په پېښور کې چاودنې امنیتي څواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني رسنیو نن د پولیسو په قول وویل چې د پېښور په ورسک رو‌ډ کې په چاودنه کې د ملېشه ځواک (فرینټییر کور) یو سرتېری وژل شوی او ۸ نور ژوبل شوي دي.

د ورسک (کبابیان) د پولیسو مشر محمدارشاد خان تایید کړه چې نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې د خیبرپښتونخوا د فرنټیرکور د مومند قطعې ځواکونو د سپرلۍ موټر په نخښه شو.

دوی له مېچنۍ څخه پېښور ته روان و چې چاودنه پرې وشوه.

د محمد ارشادخان په وینا د ملېشه ځواک یو سرتېری ځای پر ځای ووژل شو او ۶ نور ژوبل شول. دی وايي چې په دې پېښه کې دوه لارویان هم ژوبل شوي دي.

د برید د څرنګوالي په اړه ده وویل چې داسې ښکاري چې په لاره کې چاودېدونکي مواد ایښودل شوي وو.

په همدې حال کې له چتراله ورکړل شوي راپورونه ښيي چې هلته جګړه لا هم دوام لري.

د پاکستان پوځ پرون په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د شنبې په ورځ یې د چترال په ارسون سیمه کې ۷ «ترهګر» وژلي او ۶ نور ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ په دې خبرپاڼه کې د چترال په کیلاش کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي چې په لړ کې یې پاکستاني طالبانو دوې پوستې او پراخې سیمې ونیولې.

ټي ټي پي ادعا کړې چې لسګونه پوځیان یې ژوندي نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب