جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوې مرستندویې موسسې له سکاټلنډه وغوښتل چې د طب افغان محصلانې راوغواړي

یوې مرستندویې موسسې له سکاټلنډه وغوښتل چې د طب افغان محصلانې راوغواړي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) لیندا نارګروف بنسټ د سکاټلنډ له حکومته وغوښتل چې د افغانستان د پوهنتونونو د طب محصلینې، چې طالبانو له زده کړو، محرومې کړي، د زده کړو لپاره سکاټلنډ ته راوغواړي.

دې سکاټلنډي خیریه موسسې د سکاټلنډ حکومت ته ویلي چې په لومړي ګام کې د طب ۲۰ تنه افغان محصلانې راوغواړي.

طالبانو د تیر کال په دسمبر کې د نجونو پرمخ پوهنتونونه بند کړل.

لینډا نارګروف فونډېشن د لارنا او جان نارګروف له لوري وروسته له دې په لیویس ټاپو کې تاسیس شو چې د دوی لور، لیندا مړه شوه. لیندا هم مرستندویه یا د خیریه چارو کارکوونکې وه.

لیندا په افغانستان کې طالبانو یرغمل کړې وه او په ۲۰۱۰ م کال د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شوه.

لیندا نارګروف چې په ۲۰۱۰ کال له یرغملګرو څخه د خلاصون په عملیاتو کې ووژل شوه

د دوی خیریه موسسې له کلونو راهیسې افغانانو ته سکالرشیپونه برابروي اوهمداراز یو شمېر محصلانو ته خرڅ ورکوي.

د سکاټلنډي رسنیو د راپور له مخې، اغلې او ښاغلي نارګروف له خپلو پلویانو غوښتي دي چې په پارلمان کې خپلو استازو ته ولیکي چې سکاټلنډ ته د افغان محصلانو د راوستلو لپاره پر حکومت فشار راوړي.

دوی وايي چې د افغان نجونو له نهیلۍ ډک پیغامونه یې ترلاسه کړي دي.

په دغو پیغامونو کې ویل شوي چې طالبان به هیڅکله د نجونو لپاره پوهنتونونه پرانه نیزي.

دا خیریه بنسټ وايي، که د وېزې اجازه یې ترلاسه کړه، دوی به د شلو نجونو محصلانو لګښت په غاړه واخلي او هغوی ته به ووايي چې پاکستان ته لاړې شي او له هغه ځایه بریتانیا ته راشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب