جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په ځواب کې...

پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په ځواب کې اعلامیه خپره کړه

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې د افغانستان د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د پرونۍ اعلامیې په ځواب کې نن وویل چې «د افغانستان له موقت حکومت څخه هیله لري چې د پاکستان مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او دا یقیني کړي چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

د (پاکستان ابزرور) ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبریالانو د دې غوښتنې په ځواب کې چې د تورخم دروازې د بندېدو په باب د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت د اعلامیې په اړه څه وايي، په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې داسي ویلي:

«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د حیرانتیا وړ ده ځکه چې افغان چارواکي د تورخم دروازې د موقتي بندېدا په دلیل ښه پوهیږي.»

د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وړمه شپه په یوه اعلامیه کې ویلي: د تورخم دروازې بندېدا د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی.

په دې اعلامیه کې همداراز راغلي، د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو ترڅنګ زیات شمېر مسافر بند پاتې دي چې په هیڅ ډول دا کار توجیه کېدای نه‌ شي.

«د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو سربېره په زیات شمېر مسافرمېرمنې، سپین ږیري او ماشومان بند پاتې دي چې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه‌ دي.»

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې لیکل شوي چې پاکستانی لوری د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو او صادریدو په وخت په نه توجیه کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د دواړو لوریو تجارت ته زیان اړوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا هیواد د افغانستان د حکومت له لوري په خپله خاوره کې د هیڅ راز ودانۍ جوړول نه شي منلی ځکه چې دا د پاکستان د مځکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د چهارشنبې د ورځې د نښتې پړه هم د افغانستان په غاړه اچولې او ویلي یې دي چې د افغان ځواکونو د ډزو په نتیجه کې د پاکستان خوا ته ودانیو ته زیان اوښتی او د افغانانو او پاکستانیانو ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د تورخم نښتې ته په اشارې او بې له دې چې د چترال د برید یادونه وکړي ویلي چې دا ډول بریدونه ترهګرعناصر زړور کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې سره له دې چې د تورخم دروازې بندېدا موقتي بلل شوې حو دا نه دي ویل شوي چې تورخم به کله بېرته پرانیستل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې اعلامیې او په تېرو څو ورځو کې له نورو بیانونو داسې ښکاري چې اسلام اباد د چترال د بریدونو له کبله سخت پارېدلی دی او ظاهراً د تورخم بندېدا هم د چترال له برید سره تړاو لري. پاکستاني چارواکو ویلي چې طالبان دې له خپل هغه نفوذه چې په ټي ټي پي کې یې لري کار واخلي او هغوی دې له حملو راوګرځوي.

د طالبانو حکومت د تورخم لارې بندېدا د نه توجیه وړ پلمه وبلله

1 COMMENT

  1. د پنجابیانو په مقابل کې باید افغان لوری هم جدي تدابیر ونیسي . بې له ضرورته افغانان باید د پنجاب له سفر نه صرف نظر وکړي .
    زمونږ سوداګر دې تر څو د دواړو خواوو ترمنځ اعتماد نه وي رامنځ ته شوی ، د پنجاب له لارې صادرات او واردات ودروي او له نورو بدیلو لارو د استفاده وکړي .
    د پنجاب لاریو ته په هېڅ صورت کې افغانستان ته د راتلو او یا ترانزیت اجازه ورنکړل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب