جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته لاړ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته لاړ

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۰مه) په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د تورخم د نښتې او په چترال کې پر پاکستاني پوځیانو د ټي ټي پي د مرګونو بریدونو له کبله ترینګلې شوي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته تللی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې اصف علي خان درانی به د دې سفر په لړ کې د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره هم وویني.

اصف علي خان درانی، چې سږ کال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وټاکل شو، د ۱۳۹۵ له سنبلې د ۱۳۹۷ تر اسد میاشتې پورې په ایران کې د پاکستان سفیر و.

خو له کله چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ګومارل شوی، دا یې ایران ته لومړنی سفر دی.

ویل شوی چې نوموړی به د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره هم وویني. خو ایران تر اوسه پورې په دې موضوع کومه تبصره نه ده کړې.

پاکستاني رسنیو تهران ته د ښاغلي دراني د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. مطلب او هدف به یی دا وی چې اوس افغانستان کې دسالنګ لاره بنده موږ تورخم بند کړ تاسې چابهار بند کړی او تیل بند ترڅو افغان دولت د ایران او پاکستان غوښتنې ومني ځکه ایران اوبه غواړی او پاکستان واخان او ډیورنډ کرښه غوښتنه لري او ورسره د ټی ټی پی ورباندې د افغان دولت څرګند دریځ ښودل غواړی. خو زما په نظر دا د ۴۵ کالو را پدیخوا دواړه هیوادونو مکرری غوښتنی چې د هرنظام له لورې ندې منل شوي مګر دوي بیا تاوان کړي ځکه دا ټول غوښتنې په ولس پورې تړلی، کله به چې کرزی او غنی ته امریکایانو او انګریزانو یا پنجابیانو وویل چې ډیورنډ را سره منظور کړی نو دوی به ویل چې دا زما صلاحیت نده دا د دواړه طرفه ولسونو صلاحیت او مسولیت ده

  2. ایران یو متمدن او تاریخي ملت دی ، هر تصمیم چې نیسي د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره یې مطالعه کوي او د پنجاب وړاندیزونه به ورته دومره مهم نه وي . له بلې خوا پنجابیان له عربي هېوادونو سره ټینګې سیاسي ، اقتصادي او نظامي اړیکې لري چې هغوي بیا د ایران رقیبان دي .
    که ایران په سیمه کې لویې غوښتنې او عظمت طلبي کوي او یا له افغانستان نه ناروا غوښتنې هم ولري ، د نړیوالو پېژندل شویو نورمونو په چوکاټ کې هغه وړاندې کوي . البته له اوبو نه علاوه د فارسي ژبې راج او واکمني ، د شیعه ګانو ملاتړ او د هغوی رسمیت پېژندل هم د دوی خارجي سیاست جوړوي .
    په هر حال سره ایران ځان نړیوالو قوانینو ته پابند بولي ، له ایران سره زمونږ مځکنۍ منازعه او جنجال نه شته خو دوی د افغانستان له وران ویجاړ حالت نه خصوصا زمونږ له وړیا خوږو اوبو ګټه اخلي اودلته د هغوی د صادراتو لپاره یو ښه ګرم بازار دی .
    د ایران ځینې متعصبې کړۍ غواړي چې د ټالبانو او هر هغه حکومت چې په افغانستان کې واکمن وي ، ضعیفه کړي ، دوی د چین ، روسیې او د سیمې نورو هېوادونو په مرسته غواړي د پاکستان ملاتړ وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب