Homeخبرونهد طالبانو حکومت د تورخم لارې بندېدا د نه توجیه وړ پلمه...

د طالبانو حکومت د تورخم لارې بندېدا د نه توجیه وړ پلمه وبلله

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د طالبانو حکومت د پاکستان له لوری په یو اړخیز ډول د تورخم دروازې پر تړلو نسبتاً توند غبرګون وښود.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په اعلامیه کې ویلي چې د تورخم دروازې بندېدا د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی.

په دې اعلامیه کې چې تېره شپه خپره شوې راغلي، د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو ترڅنګ زیات شمېر مسافر بند پاتې دي چې په هیڅ ډول دا کار د توجیه وړ نه‌ دی.

«د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو سربېره په زیات شمېر مسافرمېرمنې، سپین ږیري او ماشومان بند پاتې دي چې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه‌ دي.»

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې لیکل شوي چې پاکستانی لوری د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو او صادریدو په وخت په نه توجیه کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د دواړو لوریو تجارت ته زیان اړوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوي.

د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر کې د “حساس لیست” په پلمه په سلګونو کانټیرونو کې د افغان سوداګرو توکي درولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په واګه بندر کې د پاکستان پولیسو پوستې ته نږدې د افغان سوداګرو په انځرو بار د یوې لویې لارۍ د سوځول کېدو یادونه هم شوې او ویل شوي چې دې کار لوی تشویش او بې‌اعتمادي رامنځ‌ ته کړې.

د دې وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په دې اړه رسنیو ته په استولي صوتي پیغام کې ویلي:

«په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د تجارت، ترانزیت او اقتصاد د بهبود لپاره ستونزو ته د مفاهمې له لارې حللار ولټوي او اجازه ور نه کړي چې سیاسي او نور مسایل اقتصاد، تجارت او د وګړو ازاد تګ راتګ زیانمن کړي.»

په اعلامیه کې د دې یادونه هم شوې چې د تورخم دروازه پاکستاني حکومت وروسته تر دې وتړله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې عسکرو په طالب ځواکونو د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې د ترمیم پر مهال ډزې وکړې.

پاکستان بیا ویلي چې د دواړو خواوو د تفاهم خلاف طالبانو په خپل سر په صفري نقطه کې پوسته جوړوله.

له ډیورنډ هغې خوا ته په لنډي کوتل کې د جمعې په ورځ یو شمېر خلکو لاریون وکړ او د دې لارې د ژر تر ژره پرانستو غوښتنه یې وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...