استاد سعدالدین شپون
د ارواښاد شپون د شپږم تلین په یاد
خیرخیریت وي، ټول پښتانه وي، ټوکې ټکالې،غیبتونه، کنځلې ښېرا، او ټوټکې، هر څه پښتني وي، خو چې د پاړسي یو وړوکې تبی ورکې وشي، نو لکه چې شودو ته خمه زوره(یو قسم بوټی دی چې کوچیان یې شودوته اچوي) ورښکاره قدرې شی، ورانې شي .
د کال په لومړۍ ورځ ، بلکه هر کله چې خاصه پېښه وشي زموږ کورنۍ کابلۍ شي. سمه نک، هفت مېوه دا ټول راوکولېږي. په دې ورځ مېلمانه وو. یوې نژدې خپلوانې کوربنې، تلفون ته ځواب وایه ،«ببخشېن، مه انګرېزي ره یاد ندارم، باشین که ګوشي ره به بچیم بتم» موږ پوښتنه وکړه چې دا تلفون د چا و چې تا پارسي ورسره ویله. هغې وویل« خدای خبر، د کوم امریکايی و. ما ورته وویل چې زه په انګرېزۍ نه پوهېږم» زما مېرمنې ورته وویل چې پاړسي دې نو ولې ویله؟ هغې لنډ ځواب ورکړ،« نو امریکایی خو په پښتو نه پوهېږي!»
ټولو وخندل خو چا له حیا نه دا پوښتنه ونه کړه چې امریکایی په پاړسی پوهېده؟
وطن کې هم همدا حال و. کلي ته به کوم خارجی راغی نو به مو د جومات نه ملا ورته راوسته چې خارجي، یعنې پاړسو یې زده وه.دلته امریکا کې پښتنو ته د ژبې شعور پیدا شوی، کوشش یې وي چې ماشومانو سره پښتو ووايي، چې ورنه هېره نشي. ماشومان هم چې یو ور کې پاړسي وايی هغه بل پرې بړچ وهي« پښتووایه، که نه مور ته مې وایم!» خواران کوشش کوي او چې پاړسیوانه همزولې ورسره پاړسي وايي نو دا ورته وايي« زه پاړسیوانه نه یم، پښتووانه یم»زما خپل ماشومان تراوسه د ترور او توړۍ ، اکا او ماما په فرق کې ټکنۍ دي، په انګرېری آنټ هم د مور خور ته راځي او هم د پلار خور ته. تره او ماما دواړو ته /انکل/ راځي. اوس د بهر مېشتو پښتنو د نوي کول د میندو پلرونو کوشش روان دی چې له کړکیچوتوبه یې خلاص کړي.خو پښتو هم یوه معیاري لهجه نه ده چې کندهاري، ننګراري او پکتیاوال ماشومان یې بې چوخسه یو د بل سره وکاروي. زما د لمسۍ، رڼا، حال هم اوتر دی. پلار ننګرهاری، مور کندارۍ. په دې درې کلنۍ کې لا هوښیاره هم ده. موږ سره چې غږېږي نو وايي بابا راځه پاس کوټې ته چې لوبې وکو. کنداریانو سره بیا وايي، راځه د بازۍ خونې ته ولاړ سو.اوس یې د ګاونډو د بچیانو سره ګډوله انګرېزي هم پیل کړې . هغوی ته وايي؛ کلمان لېټ اس ګو! را شه چې ولاړ شو. کلمان یې کنداري پښتو / قلمان / دي چې رسمونه پر کوي. مشران هم کله کله پښتو توری په انګرېزي مانا کاروي. تا له ما نه پوښتنه ونه کړه= له ما نه دې اجازه وا نه خیسته. یو ډېډ ناټ آسک مي
د امریکایی پښتنو ملامتول هم دومره آسان دی لکه د امریکا ملامتول، خو کابل کې هم دا عملیه په زور کې ده څوک یې پوښتنه نه کوي. له چین څخه لېدنه، صورت نیسي، ګټې ته وسپارل شو، په داسې حال کې چې، له مینځه ځی….. او په سوونو نور ناسولته ترکیبونه. زه نیوه که ځکه نه کوم چې د هندو خبره، کېوتې خان کېوتې، خېز په لاس کې کېوتې، کې که نه کې کېوتې. زه وایم پښتو ژبه دې نوره هم کړکیچو شي خو چې پښتانه خپله له دې کړکېچه خلاص شي.
دومره ګیله هم نه ده په کار. نظر پخوا ته کافي پرمختګ راغلی او لویه خبره لا دا چې اوس پښتو ته شعوري کار کېږي. زما اټکل دا دی چې په فرهنګي ډګر کې پښتو اوس هم تر هزاره ګۍ او پشه يي وړاندې ده. دا نوبله خبره ده چې په سیاسي ډګر کې هغوی سرکې دي.