جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه چترال کې لا هم جګړه روانه ده

په چترال کې لا هم جګړه روانه ده

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۹ مه) راپورونه وايي چې د خیبرپښتونخوا په چترال کې د تېرې چهارشنبې له ورځې جګړه روانه ده او پاکستاني ځواکونه نه دي توانیدلي چې طالبان له هغو سیمو شا ته وتمبوي چې تېره اوونۍ یې نیولې وې.

 په چترال کې چارواکي وايي چې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د سيپتمبر له اوومې راهیسې نښتې روانې دي او دواړو خواوې پر یو بل له درنو او سپکو وسلو کار اخلي.  

د چترال مرستیال کميشنر محمد علي نن رسنیو ته وویل چې وسله والو پر پاکستاني پوځيانو دوه راکټونه وویشتل خو له کبله یې مرګ ژوبله پېښه نه شوه.

د ده په وینا د پاکستان پوځ د وسله والو پر مورچو د بریدونو لپاره له هیلي کوپترو کا راخلي. 

تحريک طالبان پاکستان پرون (د سيپتمبر پر نهمه) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې وسله والو يې د چترال په ارسون کې د پاکستاني پوځ پر مرکز په توغندويي برید کې په دغه مرکز کې ولاړ ټول پوځي وسایط له منځه یووړل.

ټي ټي پي د پاکستاني پوځ د دريوو پوستو د نيولو ادعا هم کړې ده خو پوځ تر اوسه دا ادعا تایید یا رد کړې نه ده.   

د چترال چارواکو ولس ته خبر ورکړی چې لا هم کالاش، بمبوريت او بریر ته تللې لارې بندې دي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب