Homeخبرونهد هند پر ځای د بهارت کلمې کارولو په هند کې غبرګونونه...

د هند پر ځای د بهارت کلمې کارولو په هند کې غبرګونونه وپارول

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۹ مه) وروسته له دې چې د صدراعظم نریندا مودي په مشرۍ د هند حکومت د جي شل د سرمشریزې په بلنلیک کې د هند پر ځای د «بهارت» نوم وکاراوه، په دغه هیواد کې یې موافق او مخالف غبرګونونه وپارول.

هند ته په هندي ژبه یهارت وايي.

په هغه بلنلیک کې چې د جي ۲۰ د کوربه هیواد د ولسمشرې دروپادي مورمو له لوري استول شوی، هغې ته د «بهارت ولسمشره» لیکل شوي دي.

اغلې مورمو هم د صدراعظم مودي په شان د واکمن جنتا بهارتیا ګوند غړې ده.

که څه هم په هند کې اصلي واک د صدراعظم په لاس کې دی خو د بیلابیلو هیوادونو مشرانو ته د بلنلیکونو د استولو په شان په تشریفاتي چارو کې د ولسمشر نوم راځي.

دا کار په داسې وخت کې شوی چې په هند کې اوازې دي چې واکمن ګوند هڅه کوي چې د هیواد نوم په بهارت بدل کړي.

د ګوند نوم، بهارتیا جنتا هم له بهارت سره تړاو لري.

د هند پر ځای د بهارت د لیکلو  په خاطر د اپوزیسیون ګوند مشرانو پر بي جې پي یا بهارتیا جنتا ګوند توندې نیوکې کړي دي.

د کانګریس ګوند مشرانو دا کار د واکمن ګوند خپلسري او یو اړخیز اقدام بللی دی.

خو په دې منځ کې د هند نامتو فلمي ستوري امیتابچن په خپله ایکسپاڼه کې په بهارت د هند د نوم د بدلیدو ضمني ملاتړ کړی دی.

ده په هندي ژبه کښلي:«بهارت ماتا کې جیي» یعني پر بهارت مور دې ژوندۍ وي. ده همداراز یو درې رنګه ایموجي او سور بیرغ له خپل پوسټ سره زیات کړي دي.

د امیتابچن دا پوسټ په نیم ساعت کې ۷ زره لایکونه ترلاسه کړل.

خو په همدې منځ کې ځینو پوښتنه کړې چې امیتابچن ولې دا پوسټ کړی دی.

د هند په اساسي قانون کې یوازې په لومړۍ ماده کې د بهارت کلمه کارول شوې، نور په ټولو برخو کې دې ته هیواد ته د هندوستان کلمه کارول شوې ده.

پخوا څو ځلې هڅه شوې چې د هند نوم په بهارت واړول شي خو د هند محکمې په دې اړه له پرېکړې ډډه کړې ده.

هند د شنبې او یکشنبې (د سپټمبر ۹ او ۱۰) د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو او اوروپايي اتحادیې یا د جي شل د سرمشریزې کوربه دی.

حاضردمه هند د جي شل مشري په غاړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...