دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Home+فزیکي بېلوالی، دایمي حضور | آصف بهاند

فزیکي بېلوالی، دایمي حضور | آصف بهاند

د استاد سعدالدین شپون شپـږم تلین

نن د پښتو ژبې په هنري نثر کې د ځانگړي سبک خاوند لیکوال استاد سعدالدین شپون شپـږم تلین دی، دی د خپل ځانگړي سبک په لرلو سره زموږ د وطن افغانستان په ټولو لوستو خلکو کې، په تېره په ځوان نسل کې، لکه د ده ځانگړی سبک، داسې مقبولیت لري. استاد شپون په فزیکي ډول له موږ نه بېل دی، خو د خپلو اثارو له لارې له ټولو سره دایمي حضور لري.

شپـږکاله مخکې ما د ده د مړینې په پار دوه مطلبونه خپاره کړي وو:

ــ زموږ کلی شپون نه لري،

ــ زموږ د کلي شپون او »و، نه و، یو شپون و«

د دې دوو مطلبونو په لیکلو سره په هغه وخت کې ما ځانته قناعت ورکړ چې د شپون په باب ما خپل حق ادا کړی دی؛ خو نه داسې نه ده. پر شپون باندې او د ده پر افکارو او آثارو باندې باید ډېر کار وشي.

دا دی اوس د ده د شپـږم تلین په مناسبت له خپلو پاسنیو یادو لیکنو څخه «زموږ کلی شپونه نه لري» لنډه لیکنه یوځل بیا د دې لپاره خپروم چې د شپون فرهنگي شخصیت او ترسره کړو خدمتونو ته مې درناوی کړی وي:

زموږ کلی شپون نه لري

آهای د سوي کلي خلکو!

غږ مې اورئ! 

زموږ کلی افغانستان نومیږي، ښې درې، ښه ښارونه او ښه غرونه یې لرل. دغه جنتي کلي یو شپون هم درلود، د دې کلي شپون:«و، نه و، یو شپون و» نومیده، خدای شته، ښه شپني یې هم کوله. 

زموږ د کلي شپون، عجیب شپون و؛ ده د شپنو د ډانگ پر ځای یو لوی زرین قلم په جیب کې گرځاوه. په دې ډانگ ډوله قلم به یې له لرې د خپلې بې گناه او سپیڅلې رمې لارښونه کوله.

لکه چې په دې زمانه کې هر څه سرچپه دي، د دې شپانه په کارونو کې هم ډیر څه بدل وو. بدلون یې په دې کې و چې دی له خپل لوی زرین قلم سره، په خپلې رمې پسې نه و روان، دی ځای پر ځای ناست و، رمه ده ته راتله او ور نه تاو به وه. ښایي د لسان الغیب د وینا دا پالیسي به وه، چې ویلي یې وو:

آب و خــور لـکـه آسیا په ځـای را رسي

په خپل کور کې مې سکون دی هم رفتار

دې شپانه ډیرځلې عجیبې پخې خبرې هم کولې. یوه ورځ چې په کلي کې ډیر اړ و دوړ و او کلیوال له هر لوري نلیدل، ده په خواشینۍ سره و ویل:

«دا پر کلیوالو باندې څه حال دی، پاچا ته څوک د شکایت له پاره هم نه شي ورتلای. پخوا یې له ما سره کلکه انډیوالي وه، داسې انډیوالي چې کلي په کلي به را سره گرځیده؛ له کله نه چې پاچا شو، نو له ځان نه یې د غوښو دیوالونه را تاو کړل، نور خو پریږده، آن زه هم نه شم ورتلای، نو بهبود به څنگه راشي؟»

د شپانه او رمې ښه سره دوستي وه، چې نا څاپه پر کلي باندې د سوزونکي او مرگوني اور سیلاو را برابر شو، هر څه تالا ترغه شول. رمه څه په اور کې کباب شوه او څه وتریده او په هر لوري خپره شوه.

د شپانه تن بدن ټپي، ټپي و، نه پوهیده څه وکړي، بې رمې یې گوزران نه کیده. چې هیڅ یې له لاسه و نه شول، له خپل ټپي بدن او خواشینې ارواح سره یې په بل لوري مخه کړه، په کوم لرې کلي کې یې واړول او…

هلته هم شپانه خپل زرین قلم چلاوه، خو د وخت په تیریدو سره د پردي کلي بادونو او د خپل کلي غمونو لاسونه سره یو کړل او شپون یې داسې  وسولاوه چې له پښو یې وغورزاوه، نو ځکه په خواشینۍ سره باید و وایو:

…او نور زموږ کلی شپون نه لري.

دا دی اوس د افغانستان، سیمې او نړۍ فرهنگي ــ ادبي کړیو شپون له لاسه ورکړ، خو ویاړ دا دی چې شپانه په ډیرې مینې او زړه سوي سره خپل حق ادا کړی او ښه پوره یې ادا کړی دی. 

ښایسته بډای میراث یې ټولو ته پریښود، د میراث داسې خزانه ورنه پاتې شوه چې، هر څوک، هر څومره غواړي، پرته له دعوا او پرته له شور و ځوږ نه، هغه تر لاسه کولای شي. 

ارواح دې یې ښاده

او یاد دې تل پاتې وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب