جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+بیسده/اجمل پسرلی

بیسده/اجمل پسرلی

هندارې ته ګورم، د غوږ په سر سپين ویښته پورته نیسم له ځان سره غږیږم:

« دا ژوند شو…»

پښه کلکه کلکه پرمځکه وهم، سترګې پټوم، رڼوم:

« په جرمني کې دې کلونه د سترګو په رپ کې تیرشول»

«هغه ورځ لکه دغه اوس چې په هوایي ډګر کې دې زړه دربیده چې پولیس به څه درسره کوي، کله چې یې درې کلنه ویزه راکړه بیا دې دې ته زړه خوړ چې مسافر شوې»

د وریځي سپین ویښته مې په  ګوتو کې نیسم، شکوم یې:

« تا خو ویل چې وطن ته به بیا ځې راځې»

پر هندارې دواړه سوکان ږدم. زور پرې کوم، خپلې سترګې او پوزه نه وینم. راځوړنده هنداره ټوټه ټوټه کیږي. لاسونه مې ویني کیږي. لاسونه پر سر ږدم. سپین ویښته سره کیږي.

چیغي اورم، لکه له نژدې، لکه له لرې، چې غږ رانژدې شي د غوږ پردې مې رپي، په مغزو کې مې سیخ وهل کیږي، چې غږ لرې شي وایم خدای دې خیر کړي چې څه یې سره ویل.

د تشناب د دروازې دربا ده، که د کور ور دی، که د ګاونډي دی.. څوک دی، څه وایي؟؟ لکه چې بیا درواغ راته وایي چې په وطن کې دې په کور کې خیریت دی ټول ښه دي، موبایلونه هلته کار نه کوي چې حال درکړي.. ور نه پرانیزم، هندارې ته ګورم  د ایینې څو تیګړي لاهم له دیوال سره ولاړې دي، سپینې نه ښکارې، سرې ښکارې.

ور دربیږي، چیغي نژدې کیږي…غږ لرې کیږي..کمیږي.. ورکیږي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب