چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره د طالب او پاکستاني چارواکو خبرو...

د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره د طالب او پاکستاني چارواکو خبرو نتیجه نه ده ورکړې

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۹ مه) په تورخم کې یوه طالب چارواکي د پاکستان د دې ادعا په ځواب کې چې طالبانو په صفري نقطه کې پوسته جوړوله وویل، صفري نقطه په هغه ځای کې وي چې رسمي پوله وي، خو دا یوه فرضي کرښه ده.

مفتي عصمت الله یعقوبي همداراز وویل چې په تورخم کې جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړه او بیا یې د تورخم دروازه بنده کړه.

دا لار د چهارشنبې په ورځ په تورخم کې د دوو خواوو ترمنځ له نښتې وروسته بنده شوه چې لا هم بنده ده.

د پاکستان او د افغانستان د طالب چارواکو ترمنځ له چهارشنبې راوروسته څو ځلې خبرې شوي خو تراوسه پورې پاکستان نه دی حاضر شوی چې لاره پرانیزي.

پاکستان ادعا کوي چې دا لانجه هغه مهال پیل شوه چې طالب پوله ساتو د چهارشنبې په ورځ تورخم ته نژدې د یوې نوې پوستې په جوړولو کار پیل وکړ او په دې توګه یې د دوه اړخیزې موافقې سرغړونه وکړه او د دوی د خبرداري پروا یې ونه کړه.

خو طالبان د پاکستان ادعا په کلکه ردوي، وايي چې پوسته یې له ډیورند کرښې دې خوا ته جوړوله.

په تورخم کې د طالبانو یوه چارواکي مفتي عصمت الله یعقوبي د پاکستان دا ادعا رد کړه چې ګنې دوی په صفري نقطه کې پوسته جوړوله.

د تورخم نښته څو ساعته وروسته له دې وشوه چې سلګونو پاکستاني طالبانو په چترال کې د پاکستان د پوځ دوې پوستې ونیولې، لسګونه سرتیري یې اسیر یا ووژل.

2 COMMENTS

  1. دا یو واقعت ده چی په دیورند کښی صفری نقطه نشته او د افغانستان خاوره ده چی د انګلیس په واسطه دالخور پاکستانیو فبضه کړی ده دوم دا دطالب خپله ګناه ده چی دوه کاله مخکی همدی طالب له پنجابی غلام سره مرسته کوله چی اغزن تار تیر کړی نو اوس هم که طالب واقعی افغان وی نو دملت ملاتړ دې خپل کړې او بیا دا تور پنجابی هیڅ کله هم نشی ټنګیدلی ولی اوس طالب له خپل ملت سره دشمنی اخیستی ده نو دا قسم جګړی ورته ګرانه تمامیږی

  2. د تورخم پېښه هسې یوه ساختګی ډرامه ده، هسې پکې د یوی رنځیدلی غریبی مور زلمی زوی شهید شو. د دې پېښې تر شا بله لوبه روانه ده. خبری کول هم هسې یو لفظ دی طالب نوکر او غلام دی. نوکر د بادرا په وړاندی خبره نشی کولای . د(صفری نقطه ) په معنی باید ځان پوه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب