پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د پنځه زره کلن ملت الوتکه | ګل آغا احمدي وردګ

د پنځه زره کلن ملت الوتکه | ګل آغا احمدي وردګ

۱۱ اګست ۲۰۲۳

۱

په ټکټ کې لیکل شوي وو چې مسافرین باید د کابل نړیوال هوایي ډګر ته د سهار په څلورو بجو ځانونه ورسوي ځکه چې د پرواز وخت د سهار اووه بجې ټاکل شوی وو. کله چې مسافر په ټاکلي وخت هوایي ډګر ته ورغلل نو ولیدل شول چې همدې هوایي ډګر ته په څېرمه سړک کې لسګونه موټر په داسې ګډوډو او بې نظمه قطارونو کې درېدلي چې هر یو موټر د مخته تګ لپاره په غیر قانوني توګه خپله نهایي هڅه کوي. په همدې وخت کې ځینې بې صبره او ګړندي مسافر چې ډول ډول خبرې یې کولې، له خپلو موټرونو څخه ښکته شول او د هوایي ډګر د دروازې خواته یې په سرګردانه شکل تارکشک پيل کړ. دغې ډلې مسافرینو چې له ځینو سره واړه واړه دستکولونه هم وو او په غاړو کې یې اچولي وو، وُښی څُوښی یې کول، کله به مخته لاړل کله شاته او د ولاړو خړو پړو موټرو څنګ ته یې یوه غیر منتظره بې نظمي رامنځته کړې وه. همدې مسافر چیغې پيل کړې او داسې به یې ویل: (بند است، باز نمی شه، نې ولا تا حالې هیچ ګپ نیست، بیایین که همتو بدون موتر بریم آلې چی میشه نی؟ او داسې نور.) له بلې خوا هوایي ډګر ته د تلونکي سړک د پلې لار د پاسه په سلګونو او حتی زرګونو پلاستیکي کڅوړې او نور ناپاک څیزونه پراته وو او په هغو سیمنټي دېوالونو لسګونه لوی او واړه سوداګریز اعلانونه، د یوناني دواګانو او بواسیرو د علاج اړوندې خبرې، د دمونو او تاویزونو په هکله معلومات او داسې نور لیکل شوي وو. په دې اعلانونو کې ځینې ځینې دومره زاړه شوي وو چې خپل اصلي ماهیت او رنګ یې بایللی وو او یوه ناوړه بڼه یې غوره کړې وه. ډېر وخت خو زموږ د سپرلۍ موټر په داسې حالت کې ولاړ وو چې موږ نه پوهېدو اصلي کیسه څه ده؟ ولې موټرونه هوایي ډګر ته نه پرېږدي او د کابل په سوربخن سپیده داغ کې دا لویه سرګرداني د څه لپاره ده؟ په همدې وخت کې زموږ څخه د مخې ولاړو کسانو وویل چې د کابل نړیوال هوایي ډګر خو په څلورنیمو بجو پرانیستل کېږي.

۲

لسګونو ګرد وهلو ولاړو موټرونو او په هغو کې سلګونو سپرو مسافرینو په ډېرې بې صبرۍ او ستړو زړونو سره د دې انتظار کاوه چې څه وخت به د مخ په وړاندې تګ امر وشي او کله به د کابل د نړیوال هوایي ډګر د لومړۍ دروازې یا چک پاینټ څخه تېر شي؟ ساعت ته مو چې وکتل ستن یې آن له څلورنیمو هم واوښته او د مخته تلو هېڅ څرک نه لیدل کېده. یو ناڅاپه د سړک د پاسه د ولاړو موټرو غورهاری او د هارنونو رمباړې پورته شوې او ولیدل شول چې د ګرد ځپلو موټرونو موټروانان له هر ډول لا قانونیت څخه په ګټه اخیستنې سره هڅه کوي چې له نورو موټرو څخه مخ ته شي، د یوې ناشولته ګډوډۍ په انځور کې د مخته تګ مارش پيل شو او هر موټروان هڅه کوله چې تر ټولو لومړی یې د موټر ټایرونه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د دوازې په تنګ او بې رواجه پاټک ور واوړي او دغه ستر تاریخي بری په خپل نوم ثبت کړي چې له نورو څخه وړاندې شو. مخکې له دې چې لومړی موټر د هوایي ډګر له دروازې څخه مخ په وړاندې تېر شي، د یو وسله وال شخص له خوا چې ګډه وډه لنګوټه یې تړلې وه، لویه ږیره یې پرې اېښې وه ټولو موټرونو ته د درېدو او مسافرو ته د ښکته کېدو امر وشو. په همدې وخت کې خیراتګرو، دروېزګرو او ماسک پلرونکو ماشومانو خپل کار کاوه او مسافرو ته به یې ویل: «هېڅوک له ماسک پرته هوایي ډګر ته نه پرېښودل کېږي، هلئ، ژر شئ، ماسکونه واخلئ، ارزانه دي…» همدارنګه خیراتګرو ښځو زارۍ کولې او له مسافرو څخه یې نغدې پيسې غوښتې خو مسافر یې دومره په کیسه کې نه وو ځکه چې هغوی په خپل غم اخته وو چې څرنګه مخته لاړ شي. ما داسې کوم شخص ونه لید چې په دې سرګردانه سهار کې یې ماسک اخیستی وي یا خیراتګرو ته په داسې یو حساس وخت کې ورکړي.

۳

مسافر په داسې ځای کې له خپلو موټرونو څخه ښکته کېدو ته مجبور شول چې وروستي چک پاینټ، ترمینل او د اصلي تالاشۍ ځای ته کابو یو نیم کیلومتر لار لا پاتې وه. کله چې مسافر له موټرونو څخه ښکته شول نو د یوې عجیبې ګډوډۍ سره مخ شول ځکه چې وسله والو چارواکو امر وکړ چې په یو تنګ دهلېز کې ښځې له نارینه څخه جدا شي، څوک چې لاسي بکسونه لري په یو قطار کې او څوک چې بکسونه نه لري هغوی دې په بل قطار کې ودرېږي. د چارواکو امر تعمیل شو، ښځینه ټولې په یو کتار کې، بکسونه والا نارینه مسافر په بل کتار او عادي مسافر په بل کتار کې ودرېدل. د نارینه وو په طرف کې د سلګونو مسافرو لپاره یوازې دوه تنه قهرجن مسئولین ولاړ وو، د تالاشۍ په نوم یې د مسافرو په بدنونو لاسونه را کش کول او بکسونه یې پرې پرانیستل. کله چې له دې ځای څخه مسافر ووتل نو ښځینه له نارینه وو څخه او نارینه له ښځینه وو څخه ورک وو او په ډېر مشکل یې له یو بل سره پیدا کول. له دې ځای څخه په تېرېدو سره ځینې مسافر په پښو روان وو او ځینې بېرته خپلو موټرونو ته پورته کېدل. څو قدمه مخکې چې لاړو که ګورو چې د موټرونو سخت بیروبار جوړ دی او ټول مسافر حیران دي چې بیا څه کیسه ده او څه به کېږي؟

۴

د همدې بیروبار په منځ کې مسافرو ته خپله پته لګېده چې باید له موټرونو څخه ښکته شي، خپل درانه درانه بکسونه په لاسونو کې واخلي، یوې کوچنۍ کوټې ته یې د ننه کړي څو له هغه ځایه تر سکن تېر او د مخ په وړاندې پړاو په لوري حرکت وکړي. په همدې حالت کې د سلګونو ولاړو موټرونو څخه د بکسونو د را ټیټولو غړزهار، د مسافرینو کشمکش، چیغې او یو ناوړه حالت رامنځته شو او هر مسافر په ډېر مشکل سره خپل بکسونه د سړک له منځ څخه د وړې خونې په طرف وړل. کله به چې بکسونه د کوچنۍ کوټې له سکن څخه تېر شول بیا نو موټرو ته د مخته تګ اجازه نه وه او هېڅ راز داسې وسیله (کراچۍ، لاس ګاډی، د هوایي ډګر مخصوصه کراچۍ یا بل شی) نه وو چې مسافرین بکسونه پکې کېږدي او مخ په وړاندې یې یوسي. په دې ځای کې هم د نارینه او ښځینه مسافرو یو عجیب هیاهوی جوړ شوی وو، چیغې وهل کېدې او هر چا هڅه کوله چې خپل بکسونه ومومي او چې په هر ډول وي باید د وړاندې مرحلې په طرف ګام پورته او خپل بکسونه ورسره کش کړي. هغه ښځې چې سړي ورسره نه وو، پردیو نارینه وو ته زارۍ کولې چې بکسونه یې پیدا او ورسره انتقال یې کړي. خو نارینه د خپلو بکسونو په موندلو او انتقال پورې حیران وو، له پردیو ښځینه وو سره به یې څه مرسته کړې وای؟

۵

له دې مرحلې څخه په تېرېدو مسافرین مجبور وو چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د موټرو د پخواني پارکېنګ په کنډ او کپر محوطه کې خپل بکسونه ورسره کش کړي او ښه ډېره فاصله وړاندې هغې دروازې ته ځانونه ورسوي چې له مخکې سخت بېروبار پکې جوړ شوی وو او سلګونه مسافر د خپلو بکسونو او کراچیو سره پکې ولاړ وو. همدې دروازې ته نږدې د لوی خدای فضل وشو او د هوایي ډګر څو ځانګړې کراچۍ ولاړې وې چې په څو دقیقو کې د مسافرو له خوا پرې چور بند شو. ځینو بختورو او ستړو مسافرینو ته چې دمې یې درېدلې وې او ستمېدل، د همدې چور په پایله کې کراچۍ لاسته ورغلې او خپل بکسونه یې پکې ځای پر ځای کړل. کله چې زموږ د ډلې مسافرین د یادې دروازې سره نږدې ګڼې ګوڼې ته و رسېدل نو چا وویل چې تر اوسه اجازه نشته  او څوک مخکې نشي تللی. یاره نو څه به ووایم شاید چې لس دقیقې به موږ هم دلته تم شوي وو چې د خدای فضل وشو او د مخته تګ اجازه صادره شوه. د پاسپورت او وېزې له معمولي چک څخه وروسته مسافرینو ته اجازه ورکول کېده چې د بلې دروازې په طرف ورشي. په دې ځای کې یوه بله خبره هم وه، هغه دا چې هغو کسانو ته د مخته تګ اجازه نه وه چې دوبۍ ته روان وو، خو د تهران مسافرو ته اجازه وه چې مخته لاړ شي. بله دروازه یا پاټک چې ما یې یادونه وکړه، د کابل د نړیوال هوایي ډګر د موټرو د پخواني پارکنګ په وروستۍ برخه کې قرار درلود. خدای شته په دې دروازه کې ډېر بیروبار نه وو، د پاسپورت او ویزې د معمولي چک څخه وروسته مسافرو ته اجازه ورکول کېده چې مخته لاړ شي.

۶

وروستۍ تالاشي او سکن د ترمینل له بورډېنګ پاس څخه لږ مخکې وه او په دې ځای کې کار په داسې آهیسته ګۍ سره روان وو چې مسافر مجبور وو، په هغو ګډوډو کتارونو کې لږ تر لږه یو ساعت تم شي چې هر یو به له بل څخه د غیر قانوني مخته تګ هڅه کوله. کله چې وروستۍ تالاشي او بکسونو سکن د سخت بیروبار، چیغو، تکلیف، زحمت او کشمکش په غبار کې تر سره شو نو مسافرین مجبور کېدل چې یو ناست مامور ته د خپلو پيسو په هکله خبر ورکړي او ورته ووایي چې ګواکي څومره ډالر ورسره دي او د هغه عجیبو پوښتنو ته ځوابونه له ځان سره ولري. په دې ځای کې چارواکو ته ځینو نږدې کسانو هڅه کوله چې خپل سامانونه او بکسونه له نورو څخه ژر او په غیر قانوني توګه د سکن ماشین ته ورسوي او له دې امتیاز څخه برخمن شي چې له نورو څخه د مخه یې د بورډېنګ ساحې ته ځان رسولی دی. بله خبره دا چې په دې ځای کې هم ښځینه ته ویل کېدل چې باید د نارینه وو له کتار څخه ووزي، لږ مخکې لاړې شي او هلته تم شي. کله چې د مسافرو بکسونه او سامانونه له وروستي سکن او چک څخه تېر شول نو د مسافرو لومړۍ دنده دا وه چې خپله ښځه پیدا کړي چې چېرې ده او له خپل ځان سره یې یو ځای کړي.

۷

د الوتکې د بورډېنګ پاس په کتارونو کې هم ځینو ځینو مسافرو هڅه کوله چې په غیر قانوني توګه له نورو څخه مخکې شي خو ښه خبره دا وه چې له هغو تارونو څخه تېریدی نه شول چې د کتارونو د جوړولو په موخه یې درولي وو. بورډېنګ پاس ته درېدلو تقریبا ۴۵ دقیقې وخت ونیو چې بکسونه وتلل شول او په پټه تېر شول. له دې مرحلې څخه وروسته د اسنادو د بیا کتنې، خروجي وهلو، لاسي بکسونو تالاشي او بدني سکن څلور یا پنځه نورې مرحلې هم تر سره شوې. د بدني سکن پر مهال د انسان په وجود کې یوازې کمیس او پرتوږ پرېښودل کېدل نور ټول څېزونه باید له بدن څخه لرې شي، کمپیوټر له بکس څخه وویستل شي او داسې نور. همدارنګه باید د وروستي ځل لپاره یو ځل بیا د مسافر په بدن د موظفو مامورینو له خوا لاسونه ښه کلک راکش او لاسي ماشین یې پر بدن تېر شي. د لوی خدای فضل وو چې د دوو نیمو ساعتونو په تېرېدو سره موږ دغه ټولې مرحلې په بریالیتوب سره شاته پرېښودې او له هغو ټولو پړاونو څخه تېر شوو چې د پنځه زره کلن ملت په نړیوال هوایي ډګر کې باید یو مسافر ترې تېر شي. عجیبه خبره خو دا وه چې موږ ته په ټکټ کې لیکل شوي او ویل شوي وو چې باید پرواز مو د کابل پر وخت د سهار په ۸ بجې وشي. خو مسافرین د افغان پنځه زره کلن ملت د سورلۍ په خیرنه آریانا الوتکه کې ایله غرمه مهال په ۱۱ بجو او ۴۵ دقیقو کښېناستل. لږ وروسته زموږ د سپرلۍ الوتکه د فضا په لمنو کې آسمان ته برابره شوه، موږ له پاسه چې څو سترګو ځیر کاوه، خړ پړ کابل ته راکتل چې ډېر ژر مو له سترګو الونیا شو.

2 COMMENTS

  1. وردک صاحب السلام علیکم. نامخدا (پوی) سړی یی. دا چی دی وروستیو څلویښتو کلونو کې د انګریز د لمسون له کبله اودکورنیو جګړو په اثر ټولنه کی هرج مرج او اداره کی سقوط پېښ شو، دا باید د دی مانا ونه لری چی د افغان باتور ملت ټول تاریخ باندی مسخری وکړی. تیرو پنځه زرو کلونو کی دا سیمه او دا وطن د بیلابیلو تمدنونو زانګووه، د آسیا د استقلال نهصت دلته را وټوکید یووخت موږ د کښت، صنعت او تجارت برخه کی ډیر مخکی او بریالی وو، دا وروستی څو کلونه د تیر پنځه زره کلن تاریخ ۰،۰۰۰۱ فیصد هم نه جوړوی. اوسنی بی همته مفسد او تنبل نسل باید د تیرو باشهامتو نیکونو نوم بد نکړی. ذکر شوی ستونزی او دی ته ورته نور لازیات مشکلات یو واقعیت و ، اوس هم چندان ښه نه یاستو، خو عنوان دی بی منطقه او شرموونکی دی. داسې یو څه ولیکه چی ځوان کول ته دسمون او رغاونې اراده، چارواکیو ته پند، ملت ته دتحمل احساس او په ستونزو د بریالیتوب روښانه لار او دپوهې د ارزښت محتوا ولری. یو څو لشمکیانو فیسبوکیانو همدا یوه خبره موندلی ( پنځه زره کلن تاریخ؟!!)، خو شعور، درک، تحلیل او مطالعه یی په ذره بین نه ښکاری. راځئ لږ را سم شو.

  2. د ټولنیزو چارو په باب د طنز او جدّیت څخه ډک انتقادونه او اعتراضونه او پیشنهادونه نه یوازی د هر چا مدنی حق دی بلکه یو ملی رسالت او مکلفیت هم ګڼل کیږی خو خبره دا ده چی ځینی وخت سل لیټره پاکی اوبه په دوو څاڅکو بولو مُرداریږی.
    پورته لیکنه د یو ترخه واقعیت د بیان هنداره ده امّا عنوان ئی نامناسب ښکاری.
    نن سبا د ټولو بشری ټولنو حالات الزاماً د هغوی د زر یا دوه یا دری یا پنځه زرن کلن انعکاس نه دی بلکه نور عوامل پکی دخیل دی.
    د امریکی د هیواد تاریخ نهایتاً دری سوه کلن دی خو نن سبا ئی په وچه سپین سترګی ټولی نړی ته په لاس کی نیولی دی.
    همدارنګه
    یونیانن دوه دری زره کلن روښانه تاریخ لری ( ویل کیږی چی د نن ورځی تکنولوژیک پر مختګ د ارسطوئی هندسی او ریاضی له برکته را منځته سوی دی) خو تر همدی څو کلونو مخکی پوری د یونان دولت د اروپا تر ټولو فاسد دولت ؤ، که د المان او نورو اروپائی هیوادونو مالی او اِداری مرسته نه وای نو د یونان خلګو به ورځی ورځی او حتی هفتی هفتی تشناب ته د تګ ضرورت نه احساسولای( وږی به وای) .
    بناً
    مهمه نه ده چی یوه ټولنه څومره تاریخی قدامت لری بلکه مهمه دا ده چی ژوند ئی د انسانی شأن او شوکت سره وصل وی.
    په هره توګه، د طالب د حاکمیت په سیوری کی د چارو د سمون هیلی ډیری ډنګری ښکاری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب