Homeخبرونهجاپان په افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوي یا ترمیموي

جاپان په افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوي یا ترمیموي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د جاپان حکومت د ملګروملتو د یونسیف ادارې په همکارۍ په افغانستان کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړوي یا ترمیموي.

جاپان وايي، دا کار د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې ۳۳ زره ماشومانو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر کړي.

د جاپان حکومت د دې هدف لپاره ۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي چې په هغو به د ۱۶۵ ښوونځیو ودانۍ بیا روغول شي او یا به نوې ودانۍ جوړې شي. همداراز به ښوونځیو ته ټولګي، تشنابونه، او د لاس مینځلو اسانتیاوې برابرې شی.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تکاشي اوکادا وویل:«هر ماشوم ښوونځي ته د تګ او په خوندي چاپېریال کې د زده کړو حق لري. جاپان د ښوونځیو د جوړولو او ترمیمولو له لارې د افغان هلکانو او نجونو د زده کړې او ودې ملاتړ کوي.»

د افغانستان نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او که یې لري هم د ټولو زده کوونکو لپاره ټولګي نه لري. په سلو کې ۵۸ ښوونځي د څښاک د اوبو او تشنابونو په شان ضروري اسانتیاوې نه لري. په ډیرو ښوونځیو کې د ۲۴۹ زده کوونکو لپاره یوازې یو تشناب شته، او په سلو کې ۴۷ ښوونځي شاوخوا دېوال یا چاردېواري نه لري. حال دا چې دا دېوالونه په ځانګړي ډول د نجونو زده کوونکو لپاره خورا مهم دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د یونسیف استازي فران ایکویزا وویل:«کله چې ټولګي د ماشومانو لپاره خوندي وي، دوی د زده کړو لپاره انګېزه مومي، ډیر ماشومان ښوونځیو ته خي او حاضري ورکوي. په داسې وخت کې چې افغان ماشومان د زده کړو په برخه کې له ګڼ شمېر خنډونو سره مخامخ دي، د جاپان د حکومت او خلکو ملاتړ په ځانګړي ډول ډیر مهم دی.»

د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي او په دې کار یې افغانستان په نړۍ کې په استثنايي هیواد بدل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...