یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهحس-لنډه کیسه/ عابده سپوږمۍ

حس-لنډه کیسه/ عابده سپوږمۍ

د کوټې له کړکۍ مې لاندې سړک ته کتل، يو يو موټر مې حسابوه چې تېرېده. لږ لرې يو پلورنځى هم ښکارېده، خلک مې نشواې صحي کولى خو زېړه چترۍ مې ليده چې پرې ولاړه وه، ايسکريم يې خرڅول څو ځلې مې له نیږدې هم لیدلی و، ځان سره مې وويل دې يخ ژمي کې يخ ايسکريم؟

دوه ساعته کيږي چې دې کړکۍ ته ولاړه يم. نن مې له سهاره زړه ډک دى، نرى نرى خوږېږي، هېڅ نه پوهېږم، څه وايي؟

څه غواړي؟

بس يوازې يې درد احساسوم.

د ژړا غږ يې آورم خو په علت يې نه پوهېږم، که لږ پام ورته وکړم؛ پوهېږم چې ما به هم په چغو کړي ځکه ډېر بې حاله دى.

کړکۍ مې بنده کړه، نور نو په کوټه کې وخت نه تېرېرېده، کرمچ مې په پښو کړه، په المارۍ کې مې ډبل جمپر ته وکتل خو، زړه مې نه غوښته چې وايې غوندم،  ښايي زړه مې وو چې د ژمي له يخې هوا سره لوبې وکړم.

راښکته شوم بايسکل مې راواخيست، نه پوهېدم چېرته لاړه شم.

بايسکل مې له ځان سره روان کړ او د کوڅې په پاى کې همغې زېړې چترۍ والا هټۍ ته ورغلم، آيسکريم يې جوړ کړي و.

د هټۍ مخې ته يو کس ولاړ و لاسونه پې جېبونو کې اچولي و ځان سره مې وويل:

کاش ما مې هم جمپر راخيستى و، ورغلم يو ايسکريم مې راواخيست او روانه شوم.

له دويمې، درېيمې څلورمې ان اتمې کوڅې هم تېره شوم.

د اوبو له غاړې سره پر څوکۍ کېناستم، نور نو ورو ورو د ماښام رڼايي په ورکېدو وه.

ځان سره مې وويل:

– “ځينې وخت چې ژوند کې هر څه ولرې بيا هم ولې داسې ښکاري لکه هېڅ چې نه لرې؟

چې هر څومره خوشاله اوسې، ولې بيا هم د زړه په يوه څنډه کې درد احساسوې؟

چې ټولې لارې درته پرانيستې وي خو بيا هم پرې د تللو لېوالتيا نه لرې؟

همدا پوښتنې مې ذهن کې ګرځېدې او د زړه ورک درد پسې ورکه وم.

غوښتل مې سترګې پټې کړم او په خلاصه خوله دومره وژاړم چې ټول طبيعت ځمکه، ونې، پاڼې، لارې، کوڅې يې راسره واوري خو ژړا ته مې هم لا زړه نشو ښه کولى.

دمې ته ناسته وم، آسمان کې، يو يو ستورى په ښکارېدو شه.

ابو کې ليرې د څراغونو د رڼاګانو سيوري ښکارېدل.

زړه مې نه ښه کېده، همغسې پټ پټ خوږېده،

ښايي؛ د چا اوږه مې پکار وه چې سر پرې کېږدم.

ښايي؛ د چا ګرم کوټ مې پکار وو چې راوايې غوندي.

ښايي؛ د چا درانه لاسونه مې پکار و چې رانه تاو يې کړي.

ښايي؛ د مور مهربانه او توده غېږه مې غوښته.

ښايي؛ د مور نرم او  هوسا غږ مې غوښته.

نه پوهېږم…….

له څوکۍ پاڅېدم، پر بايسکل باندې مې پښه واړوله، روانه شوم.

د کور د کوڅې په هټۍ کې لا هم يو يو کس ښکارېده چې ځي او راځي.

کورته راورسېدم، ستړې وم، سترګې مې پټې کړې چې ویده شم.

فکر مې کاوه چې سبا ته به يو څه ښه يم.

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب