چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهکابل او ارزګان کې چاودنو ۱۱ کسان ټپيان کړل

کابل او ارزګان کې چاودنو ۱۱ کسان ټپيان کړل

تاند(سه شنبه، د جدي ۳۰) د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند پروان ۳ سیمه کې پر یوه کرولا موټر چاودنه شوې چې له کبله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي، دغه چاودنه څو شېبې وړاندې د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند پروان سي سیمه کې رامنځته شوې چې له کبله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.

بل خوا د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه پېښه د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې او تراوسه معلومات نشته چې یاد موټر د څه له کبله اور اخیستی دی، خو هغه وایي چې چاودنه نه وه.

نوموړي ویلي، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

بل لورته د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار اړونده غازي امان الله خان څلورلارې کې پر یوه فلډر موټر د موټرسایکل بم چاودنه شوې.

په دې پیښه کې د یوې ښځې په ګډون ۷ کسان ټپیان دي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او نورو ولایتونو امنیتي ستونزې زیاتې شوې دي او هره ورځ کابل ښار د څو چاودنو شاهد وي چې درنې مرګ‌ ژوبلې هم له ځانه سره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب