سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهم،م څار بنسټ: روان کال به افغانستان کې له تاوتریخوالي ډک کال...

م،م څار بنسټ: روان کال به افغانستان کې له تاوتریخوالي ډک کال وي

تاند(سه شنبه، د جدي ۳۰) د ملګرو ملتونو د څار بنسټ وایي، ۲۰۲۱ کال به د افغانانو لپاره له ستونزو ډک وي او افغانان به له سترو ګواښونو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو څار بنسټ وايي،  چې په راتلونکي میلادي کال کې به په افغانستان کې امنیتي ستونزې تر دې هم ډیريږي او دا کال به افغانانو ته له ستونزو او ګواښونو ډک کال وي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون له امریکا سفارت څخه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې په راتلونکو څو اوونیو کې به په افغانستان کې انسان تښتونه، مقناطیسي بمونو چاودنې، د پیژندل شوي کسانو ترور او داسې نور ستونزې به تر دې هم زیاتیږي.
دغه راز دې سفارت په خبرپاڼه کې زیات شوی وو، چې هوټلونه، مجلسونه، د تجمع ځایونه، سفارتونه او ټول هغه ځایونه چې په کې امریکایان یا بهرنیان اوسي به ډیر تر ګواښ لاندې وي.

د یادونې ده چې به افغانستان کې تر ډېره په پلازمېنه کې بیا په دې وروستیو څو میاشتو کې سختې امنیتي  ستونزې زیاتې شوې دي او هره ورځ په پلازمېنه کابل کې د مرګ‌ ژوبلې خبرونه اورېدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب