جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه کندز کې ۲۳ افغان سرتېري وژل شوي

په کندز کې ۲۳ افغان سرتېري وژل شوي

تاند (سه شنبه د جدي ۳۰) د کندز ځايي چارواکي وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي چې له امله یې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي وايي، وسله والو طالبانو ددغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه قرارګاه برید کړی چې په پایله کې یې د ملي اردو ۱۳ سرتېري او څلور تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، طالبانو د کندز ښار د درېیمې ناحیې اړوند باغ شرکت سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته هم برید کړی چې له امله یې شپږ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د هغه په وینا چې دغه بریدونه تېره شپه شوي او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د کندز د ولایتي شورا رئیس زیاتوي چې په دې نښتو کې وسله والو طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.

د راپورونو له مخې په دې حملو کې دوه ملکیان هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوو جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۵ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالب جنګیالیو لاس ته ورغلي دي.

د نوموړي په وینا چې په دې نښتو کې د دوی یو کس وژل شوی دی.

بلخوا بیا ۲۱۷ پامیر قول اردو نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ او باغ شرکت سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونو وکړل.

سرچینه کاږي په دې نښتو کې  ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي، خو امنیتي  ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله یې کوم څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په کندز ولایت کې د طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ډېر شوي دي چې ډېر کله افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب