جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: افغانان د طالبانو پر اعدام خوښ دي

امرالله صالح: افغانان د طالبانو پر اعدام خوښ دي

تاند (سه شنبه د جدي ۳۰) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، وروسته تر هغه چې یې تېره ورځ د طالب بندیانو د اعدام خبره وکړه د افغانستان ۸۵ سلنه خلکو یې ددغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

ښاغلي صالح نن سه شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دوی کاري ډلو د طالب بندیانو د اعدام په اړه په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو په اړه د خلکو نظریات ارزیابي کړي، چې پر اساس یې ۸۵ سلنه کسانو د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي، له همدې امله چې خلک له دې پرېکړې خوښ دي، نو یوځل بیا د طالب بندیانو پر اعدام ټینګار کوي او هڅه یې داده چې د طالبانو پرضد لویې حق العبدي دوسیې جوړې کړي.

هغه تېره ورځ د سهار د ۰۶:۳۰ بجو له امنیتي ناستې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې په کابل کې د جنايي جرمونو د کچې ټیټولو یواځینۍ لاره د طالب بندیانو په دار ځړول دي.

نوموړی وايي، ددې پر ځای چې نیول شوي ترهګر زندانونو ته واچول شي باید اعدام شي.

خو د امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، که بندیان یې اعدام شي، نو دوی هم بدیلې لارې لري.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبره، طالبان تردې وړاندې هم د عامو خلکو پر وژلو اخته و او اوس  یې نوره هم په ډاګه کړه چې دوی به د عامو افغانانو وژنو ته دوام ورکوي.

نوموړی د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په هدفي وژنو کې ډېری هغه وسله وال طالبان ښکېل دي چې تازه د افغان حکومت له زندانونو ازاد شوي دي.

امرالله صالح په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بین الافغاني خبرې روانې دي.

بلخوا بیا یو شمېر افغانان په دې نظر دي چې په دوحه کې ددې پر ځای چې په سوله او اوربند خبرې وشي دواړه لوري تر ډېره پر جګړو او ناندریو څرګندونې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب