جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د سلمان خان د مينې کیسه! ولې واده نه کوي؟

د سلمان خان د مينې کیسه! ولې واده نه کوي؟

تاند ( سه شنبه، د جدي ۳۰) د بالیووډ مشهور کرکټر سلمان خان ۵۵ کلن دی خو لاهم مجرد دی.

ډېر کله د ښځينه ادارکارانو سره د نوموړي د مينې کيسې خپرېږي خو خپله غبرګون نه ښيي.

هندي رسنۍ وایي سلمان خان اوس مهال د بيګ باس خپرونې چلوونکی دی  او هره ورځ له دې پوښتنې سره مخ وي چې ولې مجرد یې.

په یوه خپرونه کې ترې کاجل پوښتنه کوي ولې واده نه کوې لامل یې څه دی؟

سلمان خان وایي : « زما چې څوک خوښه وه هغې ته مې له وېرې د مینې اظهار نشو کولای چې منفي ځواب رانکړي، هغه واده شوه او اوس يې لمسیان دي، شل کاله وروسته مې چې ولیده راته یې ویل زما لمسي ستا مینه وال دي.»

هغه وایي نه ما د مينې اظهار وکړ او نه هغې په داسې حال کې چې دواړه راضي وو او د یو بل خوښېدو.

سلمان خان زیاتوي که مې واده کړی وای نو اوس به زما هم لمسیان وای.

له نوموړي هرځای اوهره مرکه کې کې دا پوښتنه کېږي چې هغه ولې واده کولو ته زړه نه ښه کوي.

سلمان خان د هندي سینما مشهور لوبغاړی دی چې د نړۍ په کچه مینه وال لري او هر نوي فلم ته یې خلک له وړاندې سترګې په لار وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب