دوشنبه, مې 20, 2024
Home+ننګرهار او لغمان ګرېډ تري لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

ننګرهار او لغمان ګرېډ تري لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

تاند ( سه شنبه، د جدي ۳۰) د کرکټ بورډ مسوولانو تېرماښام وویلې چې ټاکل شوې د جنورۍ په ۲۲ مه دریمه درجه یا ګرېډ تري ولایتي سیالۍ پيل شي.

دا لوبې په کندهار، ننګرهار او خوست ولایتو کې تر سره کیږي.

تازه همدې لوبو لپاره ننګرهار او لغمان هم ۱۵ کسیز لوبډلې اعلان کړې.

د ننګرهار په ۱۵ کسیزه لوبډله کې: « سهیل صدیقي، پښتون سرفراز، بارکزی کاموال، یاسین غني، بصیر تره خېل، بختیار، صدیق الله فضلي، معشوق ملکزی، مصطفیَ ذاهد، خالد ستانکزی، عبد الله مومند، عصمت عالم، ذاهد شېرزاد، احسان خان او عثمان شینواری شامل دي.»

دغه راز د لغمان په لوبډله کې بیا: « لوبډلمشر ناصرعمر ، عبدالخالق پشه يي، ملیار عادل، سباوون هوتک، شاهدالله عبدالرحیمزی، جاوید رحیمي، قسیم اوریاخېل، فرید حکماني، توریال همت، مطیع الله نیازی، جاوید، نظیف الله، حشمت نیازی، ظهور عبدالرحیمزی او امان سروري شامل دي.»

افغان کرکټ بورډ هم د دې لوبو مهالوېش خپور کړی:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب