چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: لغمان کې د ګلپيانو سږني حاصلات ۲۲زره ټنو ته رسېدلی

مسوولان: لغمان کې د ګلپيانو سږني حاصلات ۲۲زره ټنو ته رسېدلی

تاند ( سه شنبه، د جدي ۳۰) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي په ختیځ لغمان ولایت کې د ګلپیانو حلاصلات څه باندې ۲۲ زره ټنو ته رسېدلی دی.

یاد وزارت زیاتوي چې، روان کال په دغه ولایت کې پر ۱۰۲۵ هکتاره ځمکه ګلپيان کرل شوي وو چې حاصلات یې ۲۲۵۵۰ ټنو ته رسېدلي دي.

دوی وایي له کروندګرو سره يې پر وخت مرسته د دې لامل شوې چې هرکال د دوی حاصلات نسبت تېر ته زیاتېږي.

بل لورته په لغمان کې د کروندګر هم خوښ دي چې حاصلات یې زیات دي خو وایي د پلور بازار یې بې خونده دی.

کروندګر وایي که دولت يې د حاصلاتو پلور لپاره د مارکېټ غمه وکړي نو له تاوان نه به خلاص شي.

سید الرحمن چې ګلپیان یې کرلي وایي هرکال په خپل فصل ډېر لګښت کوي خو څنګه چې دی تمه لري ګټه ورته نه کوي.

دی وایي ډېرکله یې د ګلپیانو حاصل په پټیو کې خرابېږي او بیا یې په هغه چا په ارزانه پلوري چې حیواناتو ته یې د وښو په خاطر ورکوي.

دی وایي د هر فصل د حاصلاتو پلور برخه کې ورته ستونزو سره مخ وي ګټه یې کمه تاوان یې ډېر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب