سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ،ترکمنستان او اذربایجان د لاجوردو لار نورهم پراخوي

افغانستان ،ترکمنستان او اذربایجان د لاجوردو لار نورهم پراخوي

تاند (سه شنبه، د جدي ۳۰) افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د لاجورد لارې پر لا پراختیا خبرې کړې دي.

ترکمنستاني رسنۍ وایي په دې درې اړخیزه ناسته کې پر دې خبرې شوي چې څنګه کولی شي د دوی ترمنځ دغه غځېدلې لار نوره هم پراخه کړي.

سرچینې وایي چې درېواړو هېوادونو ژمنه کړې چې پر دې لار د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې ختموي.

لاجورد لار افغانستان له ترکیې او اروپا سره نښلوي خو ویل کېږي د ځینو ستونزو له امله پر دې لار ترانزیت او سوداګرۍ دوام نه دی کړی.

افغان حکومت په دې لټه کې دی چې پر دې لار شته ستونزې له ديپلوماتیکو لارو حل کړي.

بل لورته افغان سوداګر بیا وایي دوی پر دې لار له سختو ستونزو سره مخ وي او هیله لري چې افغان حکومت ورته په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي.

افغان سوداګر نه یواځې د لارجوردو د لارې په مسیر د ستونزو یادونه کوي دوی وایي پر ګڼو نورو سوداګریزو لارو هم ځورول کېږي.

دوی زیاتوي د سوداګریزو لارو ترڅنګ په کور دننه یې هم وسله والې ډلې ځوروي او پيسې ترې اخلي.

اوس دا چې د افغانستان ،ترکمنستان او اذربایجان ترمنځ د لاجوردو لار پر لا پراختیا خبرې شوي نو یوځل بیا افغان سوداګر هیله من شوي خو وبه لیدل شي چې څومره د افغان سوداګرو ستونزو ته رسېدنه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب