یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: ایران په هرات کې د ۲۲ وسله والو ډلو ملاتړکوي

ولسي جرګه: ایران په هرات کې د ۲۲ وسله والو ډلو ملاتړکوي

تاند ( سه شنبه، د جدي ۳۰) د هرات ولایت د امنیتي وضعیت اروزنې ته د ولسي جرګې تللی پلاوی وایي چې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۳۰ وسله وال ګروپونه فعالیت کوي.

د پلاوي په خبره په یاد شمېر ګروپونو کې ډېری یې له بهرنیو هېوادونو تمویلېږي.

د ولسي جرګې پلاوی زیاتوي چې له دې ډلې ۲۲ ګروپونه یې ترټولو ګواښوونکي دي چې په جنوبي پولو کې د ایران له لوري په مستقیمه توګه حمایه کېږي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی په دې اړه کافي اسناد لري او ډاډه دي چې په هرات ښارکې هدفي بریدونه، سړي تښتونې، جګړې او نور ورانکار فعالیتونو د دغه ډلو له لوري ترسره کېږي.

بل لورته بیا د هرات والي وایي په هېواد کې ټولې وسله والې ډلې د بهرنیو هېوادونو له ملاتړه برخمنې دي.

د هرات والي زیاتوي دوی په ګڼو سیمو کې د ترهګرو پر وړاندې عملیات پيل کړي  خو وایي  تر ټولو ستره ستونزه یې د سرتېرو کموالی دی.

د عامو افغانانو په باور ایران یو له هغو هېوادونو دی چې ډېری وخت یې هڅه کړي افغانان وځوروي او پر افغان ولس ظلم وکړي.

دوی له افغان حکومت نه غواړي چې افغان خاوره کې د ایران لاسونه لنډ او دلته یې شته لاسپوڅي د قانون منګولو ته وسپاري.

ایران بیا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب