چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان د کورونا واکسین د وېش پربهیرنیوکه کړې

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا واکسین د وېش پربهیرنیوکه کړې

تاند ( سه شنبه، د جدي ۳۰) د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په نړۍ کې د شتمنو هېوادونو بې عدالتي به د بشري ناورین سبب شي.

د ادهانوم په وینا د نړۍ شتمنو هېوادونو لسګونه میلیونه واکسین اخیستي دي په داسې حال کې چې بېوزله هېوادونه هېڅ نه لري.

نوموړی وایي په ډېرو هېوادونو کې ډېرعمر لرونکي کسان واکسینو ته اړتیا لري خو په شتمنو هېوادونو کې آن پر ځوانانو واکسین وېشل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ پر شتمنو هېوادونو غږ کړی چې له بې عدالتۍ تېر شي او په ټوله نړۍ کې واکسین اړمنو کسانو ته ورسوي.

د یادونې ده چې دمګړی امریکا، هند، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې واکسین يې بریالۍ پايله ورکړې او ټولو لومړی پرکورني ویش ټینګار کړی دی.

دا نیوکه داسې مهال کېږي چې اوس هم د نړۍ ګڼ هېوادونه د کورونا دوهمې څپې سره مخ دي او دې ته حیران دي چې څنګه یې مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی