یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeادبد چاروالي ژبپوهنې پر بنسټ د پښتو رسنیو په خبرونو کې د...

د چاروالي ژبپوهنې پر بنسټ د پښتو رسنیو په خبرونو کې د پيلامګر جوړښت څېړنه

پوهندوی یجیا “همای”

لنډیز (Abstract)

هالېډې او نور چاروال ژبپوهان له انساني تجربې سره په تړاو يا د ويناوال او مخاطب ترمنځ اړيکې را اخيستلو ته د ژبې نقش يا چار وايي، چې په ژبه کې مانا پيدا کوي. د چاروالې ژبپوهنې له مخې بر چارونه د ژبې هغه ستر نقشونه دي، چې د ژبې بهر يې ترسره کوي. ژبه له ژبې بهر يوه فيزيکي يا ذهني تجربه وړاندې کوي يا د ويناوال او مخاطب ترمنځ اړيکه ښيي او يا خپل انسجام ته پام کوي. له دغو ژبنيو برچارونو څخه یې لومړي ته تجربي برچار، دويم ته يې وګړمنځی)بين فردي(  برچار او درېيم ته يې متني برچار وايي. ژبه هڅه کوي، چې دا درې نقشه پر ګرامري جوړښتونو او کلمو عملي کړي. پر دې بنسټ ژبني توکي د دې نقشونو د ترسره کونې لپاره په ژبه کې دننه بېلابېل نقشونه ترسره کوي.

د متني برچار په مټ ژبه متن رامنځته کوي او د ځان او شرایطو تر منځ اړیکه جوړوي. د دې شرایطو له مخې چې متن پکې رامنځته کېږي، وینا شونې کېږي، ځکه چې ویناوال یا لیکوال یې له مخې متن تولیدوي او اوریدونکي یا لوستوال یې له مخې تولید کړی متن تشخیصوي. د متني برچار پر بنسټ فقره د معلوماتي، پیلامي او انسجامي په نومونو درې لویې برخې یا نظامونه لري. د متني برچار له دغو نظامونو څخه یې پیلامي نظام د متنني برچار دویم نظام دی، چې د ویناوال یا لیکول اړوندېږي. په دې رغښت کې فقره د پیغام په توګه توليدېږي او شنل کېږي، یا فقره د اطلاعاتو د لېږد وسېله ګڼل کېږي. د دې نظام مطالعه د فقرې د رغنده توکیو ترتیب او پرله پسېوالی، بې له دې چې د واقعیت کوم بل نوی اړخ ورزیات کړي او یا یې وګړمنځی اړخ بدل کړي، د دې توکیو ماناوې زیاتوي.

په پیلامي رغښت کې فقره د پیلګر او پايګر په دوو برخو وېشل کېږي. دا ډول وېش په فقره کې د ټوکونو د پرله پسېوالي او ترتیب او د فقرې د ارکانو د راتګ او ځایګي پر بنسټ شوی دی. پیلګر د فقرې پیل جوړوي، فقرې ته زمینه مساعدوي، له ژبني اوب سره اړیکه لري او د فقرې منځپانګیزه ټولګه ترې جوړېږي.

پایګر له پیلګر وروسته هغه پاتې برخه ده، چې د غونډ (فقرې) په وجه کې چندان رول نه لري او له وجې پرته نور ټوکونه پکې راځي. دا هم له درو چاریزو( نقشي) توکیو څخه جوړیږي. پایګر د پیلګر په اړه یوه موضوع یا مطلب رامنځته کوي. د اړتیا په حال کې بل پیل ټکي او موضوعي برجسته ګۍ رامنځته کوي. که په لنډه وویو، پیلګر په پایګر کې پراختیا کوي.

نو د پښتو رسنیو په خبري غونډلو کې د چاروالي ژبپوهنې د متني برچار د دغه پیلامي رغښت څېړنه زما د دې لنډې علمي څېړنیزې مقالې مضوع جوړوي، چې په ترتیب سره به په بېلابېلو برخو او جلا سرلیکونو او بېلګو کې پرې بحث او څېړنه ولرو.

(Introduction سريزه)

معاصره ژبپوهنه د دریو تیوریو لرونکې ده، چې زېږنده اوړونې ژبپوهنه، چارواله ژبپوهنه او ادراکي ژبپوهنه ده، چې د ژبپوهنې په برخه کې یې ډېر بحثونه رامنځته کړي دي. البته دا تیورۍ په ټوله کې د سوسور له رغښتوالې تیورۍ اغېزمنې دي. د رغښتوالې ژبپوهنې تیورۍ په شلمه پېړۍ کې په ژبپوهنه کې علمي انقلاب رامنځته کړ، چې سرلاری يې سوسور و. د سوسور لېکچرونه د ده شاګردانو راټول کړل د « Course de linguistique générale/ د عمومي ژبپوهنې کورس» په نامه یې چاپ کړل. د دې کتاب په پاڼو کې د تاریخي او رغښتي ژبپوهنې په اړه ګټور نظریات نغښتي دي، چې د ژبپوهنې له تاریخي بهیره نیولې د ژبپوهنې پر موضوع، ګړېدا، د ژبې پر داخلي او بهرنیو عواملو، غږپوهنې، د غږپوهنې پر اصولو، د ژبنۍ نښې پر ماهیت او نورو ګڼو ژبنیو بحثونو مالامال دی. په تېره د سوسور د دال او مدلول بحث، چې د ژبپوهنې ترڅنګ په ادبیاتو کې هم د بحث وړ دی. په ټوله کې ویلی شو، چې د نوې ژبپوهنې اساس تر ډېره د سوسور پر نظریاتو ولاړ دی. سوسور ژبه یو کلي نظام وباله او په رغښتواله کې د کلمې تر سطحې بحث وشو، چې له دې سره یې نورو ژبپوهانو ته د څېړنې او شننې لارې پرانیستلې.( حمیدزی، ۱۴۰۲: ۸۹)

د زېږندې اوړوني ژبپوهنې تیوري د شلمې پېړۍ په نیمایي کې یو بل مهم ګام وه، چې په امریکا کې نام چامسکي واخیست. نام چامسکي د د جملې په کچه د رغښت خبره وکړه او هم يې د ژور او برسېرن رغښت خبره ورسره غوټه کړه. دا په نحوه کې مهم کار و، چې په ډېرو ژبو کې تطبیق شو. په زېږنده اوړونې تيوري کې د جملې تر کچې بحث وشو. د نام چامسکي څېړنو پر ارواپوهنه، فلسفه او کمپیوټري ژبه اغېزه وکړه.( مقدم، ۱۴۰۱:۱۰)

ادراکي ژبپوهنې په ۱۹۶۰ – ۱۹۷۰ ز لسیزو کې له نویو ادراکي علومو، په تېره د انسان په ذهن کې د ټولیو د ډلبندۍ له تیورۍ او ګشټالټ ارواپوهنې سرچینه واخیسته. د دې تیورۍ په سرلارو کې لانګاکر او لیکاف راځي. په ادراکي ژبپوهنه کې د متن تر کچې بحث وشو. کېدای شي دا متن یوه نښه، یو کتاب يا یوه مقاله وي. په دې تيورۍ کې هم د ماناپوهنې او کارونپوهنې حوزې ښکېلې دي.( ښکلی، ۱۴۰۱: ۱۴۹)

د ادارکي ژبپوهنې په تیوریو کې ادراکي ژبپوهان د نورو ژبپوهانو غوندې ژبه د پوهې د یوې موضوع په توګه څېړي او د ژبې د نظام او نقش د تشرېح هڅه کوي. دوی د انسان د ژبې، ذهن او ټولنیزو او فيزیکي تجربو اړیکې راسپړي. د ژبې په اړه د هغوی یو استدلال دا دی، چې ژبه د انسان ایډیاوې او ذهني ځانګړنې منعکسوي. جورج میلر وايي چې د ادراکي علومو په پراختیا کې شپږو ډګرونو ونډه لرلې ده: ارواپوهنه، ژبپوهنه، کمپیوټر ساینس، انتروپولوژي یا انسانپوهنه، د اعصابو علم، او فلسفه، چې لومړیو دریو یې بنسټیز رول پکې لرلی دی.

د چاروالې ژبپوهنې تیوري د شلمې پېړۍ د ژبپوهنې په مکتبونو کې رامنځته شول، چې یو مهم مکتب یې د لندن د ژبپوهنې مکتب دی، چې د جې.آر فېرث غوندې مشهور ژبپوه په کې تېر شوی دی. د چاروالې تیورۍ مهم غړی مایکل الېکزاندر کرېکووډ هالیډې دی، د ده ژبپوهنیزې نظریې ته نظاممنه چارواله نظريه او ګرامر ته یې چاروال ګرامر وایي. د نوموړي په اند، ژبه یو داسې نظام دی، چې درې سطحې، څلور ټولۍ (کټګورۍ) او درې تلې لري، په دې نظام کې دننه بېلابېل ژبني توکي لکه کلمې، ګرامر، متن، اوب او مانا خپلې خپلې دندې یا چارې ترسره کوي. په چاوراله کې د متن او اوب تر کچې بحث وشو، چې د ماناپوهنې او کارونپوهنې حوزې پکې ښکېلې دي.(حمیدزی، ۱۳۹۸: ۵۷).

د هالېډې په نظر متن د ژبې هغه بڼه ده، چې په اوبد کې چاره ترسره کوي. یعنې ژبه د مانا جوړولو یوه سرچینه ده او متن په اوبد کې د مانا جوړولو یوه پروسه ده.

یوه ګرامروال ته متن یوه بډایه څو مخې پديده ده چې په ډېرو بېلابېلو لارو سره مانا ورکوي او له ډېرو مختلفو زاویو څېړل کېدای شي. خو په چاروال ګرامر کې د لید دوې اصلي زاویې سره بېلېږي. یوه یې په دې متمرکزه ده، چې متن ته په خپله اصلي مانا یا د یوه څیز په سترګه ګوري؛ دویمه په دې متمرکزه ده چې متن ته د یوې داسې وسېلې په سترګه ګوري چې یو بل څه هم ورباندې موندل کېدی شي، یا دا چې یوې بلې مانا ته پرې رسېدلی شو.

هالېډې وايي چې موږ د متن درې بېلګې لرو. لومړی بیاني متن (وینايي، یوګړیالی)، چې یو ویناوال وینا کوي، دویم تبلیغاتي متن (لیکنی،یوګړیالی)، چې په ټولنیزو رسنیو کې د کوم شي لپاره یو سوداګریز یا بل اعلان کېږي. دریم ګډ متن (وینايي، دوه ګړیالی)، چې دوه کسه له یو بل سره د کوم څه په اړه غږېږي.

یو ګرامروال چې وايي ټول متنونه سره مساوي دي، نو متن ته د نمونې په سرتګه ګوري. که موږ غواړو د خپلې ژبې ګرامر تشریح کړو. دغه درې واړه متونونه د ژبې څو ګرامري ځانګړتیاوې راښيي. خو په مانادارو چاروالو اوبدونو کې په کار ده، چې هر یو یې جلا جلا وسپړل شي.

کلیدي ټکي (Keywords):

معاصره ژبپوهنه، چارواله ژبپوهنه، متني بر چارونه، د ژبې نقشونه، نظاممنه چارواله ژبپوهنه، فکري برچار، وګړمنځی برچار، متني برچار، پیلامي رغښت، په پښتو غونډلو کې د پیلګر او پایګر رغښت، د ژبې متن او بهرنۍ ما نا…

د څیړنې شالید (Research background): 

په نورې بهرنۍ نړۍ او ژبو کې د یادې موضوع په اړه په سلګونو څېړنیزې مقالې او کتابونه کښل شوې دي، خو زموږ په هېواد دننه په پښتو ژبه کې په ټولیزه توګه له رغښتي ګرامري مسایلو ور اخوا د ژبپوهنې په نورو څانګو او برخو کې کار نه دی شوی، په دې وروستیو کې د پوهاند ډاکټر اجمل ښکلي له لیکلو اثارو: د ژبپوهنې نظریې، د ادراکي ژبپوهنې په رڼا کې د پښتو ګرامر څېړنه او د دوکتورا د پروګرام لپاره د نوموړي د رغښتي، زېږندې، ادراکي او چاروالې ژبپوهنې له لکچرنوټونو او خپورو شوو مقالو یادونه کولی شو. دوه نور اثار چې په دې برخو کې په پښتو ژبه کښل شوي دي، یو د سلام زوی د ماسټرۍ تیزس ( چاروال ګرامر ته کتنه) ده. یو بل کتاب د محمد مصطفی سمون (ادراک او مانا) دی، چې دلته یې یادونه اړینه ده. له دې ور اخوا که کوم چا څېرمه لیکنې کړې وي، زما مخې ته نه دي راغلې‎ او زه یې له شتونه نه یم خبر.

د څیړنې میتود (Research method):

د څېړنې ډول کتابتوني دی، له تحلیلي او تشریحي میتود څخه ګټه پورته شوې ده . په دغه څېړنه کې د پښتو، دري او انګلیسي ژبې له هغو نوو او باوري اثارو د منظمو سرچینو او اصلي ماخذونو په توګه ګټه پورته شوې، چې له نوموړې موضوع سره په نېغه توګه اړیکې لري. دغه علمي توکي او اثار په کتابتونونو سربېره د انټرنېټ له لارې د نړۍ له سترو پوهنتونونو، اکاډمیکو مرکزونو، وېبپاڼو او خپرونو څخه تر لاسه او راغونډ شوي دي.

نظاممنه چارواله ژبپوهنه

نظاممنه چارواله ژبپوهنه د ژبې هغه اصول او تخنیکونه راښيي، چې په ورځنیو ژبپوهنیزو راکړو ورکړو کې مانا څرنګه رامنځته کېږي او موږ یې څرنګه وشنو او بیان کړو. موږ په ورځني عادي ژوند کې له ژبې څخه ډېر کار اخلو. د کورنۍ له غړو سره خبرې کوو، لیکنې لولو، په غونډو کې وینا کوو، په اېنټرنېټ کې مطالعه کوو، برېښنالیکونه لېږو او لولو، سندرې او ترانې اورو، خپلو ماشومان ته کیسې وایو، په بازار او مارکېټ کې د کالیو رانیونې پر مهال له خلکو او پلورونکو سره خبرې کوو…دا زموږ ټول هغه فعالیتونه او کارونه دي، چې ژبه په کې شامله او دخیله ده. پرته له دې چې کله مو یو څو شېبې له یو فزیکي کار بوختوي او له ژبې مو فکر بلې خوا ته اړوي، په نورو ټولو کارونو کې مو ژبه راسره دخیله ده. په ورځني ژوند کې موږ تل اړ یو چې غبرګون وښيو، د مفهوم د رسولو لپاره څه ناڅه ژبه تولید کړو. په بله وینا موږ اړ یو چې د متنونو مذاکره وکړو. ( سلامزوی، ۱۴۰۱: ۴)

په تېره شلمه پېړۍ کې ډېرې تیورۍ پر متنونو راچورلېدلې، لکه متونونه له موږ سره څرنګه عمل کوي؟ موږ څرنګه متنونه تولیدوو؟ څرنګه ځینې متنونه بېلابېلو لوستونکو ته بېلابېلې مانا وې ورکوي؟ متنونه او فرهنګ څرنګه له یو بل سره تعامل کوي؟ دا ځوبونه به په ځینو ډېسېپلينونو لکه، ادب تیوري ( چې د لوړې کچې پر لیکلو متنونو یا چې د فرهنګ په لمن کې پراته وي او راتم وي)، فرهنګي مطالعاتو( چې ډېره لېوالتیا په کې د مشهور فرهنګ له لیکنیو ننداري او فلمي متنونو سره وي). د دواړو لیدلوریو تر شا د  “تنقیدي تیورۍ “ لویه سټه ولاړه ده، په دې اړه تشریحات راکوي، چې موږ متونونه څرنګه لولو، کوم متونونه راسره غږيږي، کیسه راته کوي او متونونه څرنګه د فرهنګ په مټ ارزښتمن دي ( یا شوي دي).

د هالېډې او ملګرو کړي کارونه یې، د نظاممنې چاروالې ژبپوهنې ( چې ډېر وخت په لنډ نوم SFL یادېږي)، د ژبې د کتلو لپاره ورځ تر بلې د یوې ستراتیژیکې مانا جوړونکې سرچینې په توګه ډېر کارنده تشریحي  او تفسیري چوکاټ ګڼل کېږي.

هالېډې د چاروال ګرامر د ۱۹۹۴ ز کال د چاپ په سریزه کې د نظاممنې چاروالې ژبپوهنې ۲۱ ممکنې کارېدنې ښودلې دي. چې په هغو کې ( د ژبې پر طبیعت او چارو د پوهیدو) اړوندې نظري کاریدنې، ( په مهال کې د ژبې پر تکامل د پوهیدو لپاره) تاریخي کارېدنې، (د ماشوم د ژبې پر پرمختګ او په انساني نوع کې د ژبې پر تکامل د پوهیدو لپاره) پرمختیايي کارېدنې او ( له خلکو سره د دوی د مورنۍ ژبې بهرنۍ ژبې… او نورو په زده کړه کې د مرستې لپاره) ښونیزې کارېدنې ښودل شوې دي. پر دې دومره ډېرو پرمختللو کارېدنو په پوهېدا کې یو عمومي تمرکز د ټولنیز تعامل ( متونونو) د واقعي تولیداتو پر شننه دی، چې له هغو فرهنګي او ټولنیزو اوبدونو سره په اړیکه کې راڅرګندېږي چې بحث او خبرې ورباندې کېږي. نو د نظاممنې چاروالې ژبپوهنې تر ټولو زیات عمومي کېدونکي کارونه د متن پر څرنګوالي پوهېدا ده، چې ولې یو متن هغه مانا ورکوي، چې لري يې او څرنګه هغه ارزښت مومي چې لري یې. که څه هم د هالېډې چاروال ګرامر په جزیاتو د انګریزي ژبې د فقرو، عبارتونو او جملو پر رغښتي نظم غړېږي، خو د هالېډې ډېره له دې سره جوړه ده، چې د ټولنیز ژوند په بهیر کې د ژبې په کاریدو سره څرنګه مانا رامنځته او رسول کېږي، یا که ووایو “ د متن ټونلنمنیز” اړخ سره یې جوړه ده، وايي: موخه مو دا ده چې د متن شننې لپاره یو ګرامر ورغول شي، داسې ګرامر چې په کې ممکنه شي په معاصره انګریزي کې د هر ګړني یا لیکني متن په اړه له مفهومه ډکې او کارندې خبرې وکړو. ( سلامزوی، ۱۴۰۱: ۵)

 که څه هم په انفرادي ډول ټول پوهان ژبه په بېلابېلو ډولونو او کارېدونکو اوبدونو کې څېړي، خو په ټوله کې ټول نظاممن ژبپوهان پر دې یوه موخه کار کوي:

ژبه د ټولنیزې نښپوهنې په توګه خلک څرنګه په ژوند کې له یو بل سره د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کاروي. همدا لېوالتیا نظاممن ژبپوهان د لاندې څلورو نظري ادعاوو لپاره لري:

۱- د ژبې کارونه یوه چارواله چاره ده.

۲- چار او دنده یې د مانا جوړول دي.

۳- دغه ماناوې د هغه ټولنیز او فرهنګي اوبد پر بنسټ رامنځته کېږي، چې ماناوې په کې بدلېږي رابدلېږي.

۴- د ژبې د کارونې بهیر یو نښپوهنیز بهیر دی، داسې بهیر، چې د  انتخاب په مټ مانا په کې جوېږي.

دغه څلور ټکي، چې ژبه یې کاروي: چاروال، ماناپوهنیز، اوبدني او نښپوهنیز دي (اېګنېز، ۲۰۰۴- ۲ مخونه)

په چاروله ژبپوهنه کې د ژبې مانیز واحدونه (برچارونه)

بر چار ته په پښتو بر چار په انګليسي کې Metafunction او د فارسي د فرانقش انډول دی. په انګليسي کې Meta د هاخوا، بر او ضمنا د ستر مانا لري، مثلا د فيزيک پر وړاندې ميټافيزيک هغه څه، چې تر طبيعت ماورا دي. د چاروالې ژبپوهنې له مخې بر چارونه د ژبې هغه ستر نقشونه دي، چې له ژبې بهر يې ترسره کوي.

 برچارونه سیستماتیک مایز واحدونه دي، چې غونډونه له مانا برخمنوي. همدا لا مل دی، چې سیستماتیک ژبپوهان یو غونډ له درو لیدلورو ځېري. د هالېډې په وینا برچار د اصولو یو وړوکی ټولی (سيټ) دی او شننه یې دا راپېژني چې ژبه څنګه کار کوي. برچار د ژبې مانیز سېستم راښيي. دا درې برچارونه هممهاله او په ګډه په ژبني عمل کې ځان ښيي یا دا چې درې واړه برنقشونه هممهاله د ویناییزې ټوټې په رامنځته کولو کې لاس لري.

د هالېډې په اند ټولې ژبې د دریو چارونو (نقشونو) له مخې بڼه مومي او تنظمېږي، چې لومړی فکري، دویم منځوګړیز او درېیم متني دی:

۱- فکري برچار: په دغه برچار کې ژبه د تجربو یوې نظریې ته اشاره کوي. دا برچار د ژبې په تجربي او منطقي چارونو کې ځان ښيي. په فکري برچارکې ژبه وبناوال تجربې ته نظم ورکوي، پردې سربېره د انسان د تجربې ژبنی تفسیر دی.

په فکري یا تجربي برچار( Experiential metafunction)  کې ژبه يوه بهرنۍ يا دروني تجربه را اخلي. انسان خپل کيفيت يا يوه بهرنۍ پېښه پکې بيانوي، مثلا ژړل، ليکل يا غږېدل يوه چلني، مادي او کلامي تجربه ده، چې په ژبه کې په فعل کې وړاندې کېږي او خپل خپل ګډونوال لري. د ليکلو په تجربه کې يو سړی وينو، چې قلم يا کړکی په لاس په پاڼه يا بل څه ليکل کوي. د ليکلو دا تجربه په ژبه کې د چارګر، موخې او پروسې په بڼه وړاندې کېږي او د چاروالې پر بنسټ بايد د همدې بهرنۍ تجربې پر بنسټ وشنل شي، ځکه دې بر چار ته تجربي بر چار وايي، چې يوه تجربه پکې وړاندې کېږي. دندې یا نقشونه یې داسې رالنډوو:

۱- د منځپانګې بيان، ويناوال ته د خپلو فردي او ټولنيزو تجربو د کوډبندۍ او عيني کولو امکان برابروي.

۲- په فقره کې له بهر يا ذهني نړۍ يوه موضوع وړاندې کوي.

۳- په يوه فقره کې د شيانو، پېښو، حالاتو، کيفيتونو او اړيکو بيان.

۴- تجربه منظموي.

۵- بهرنۍ تجربه راټوله وي؛ خو په وينا کې د تجربي بر چار په مټ په برخو وېشل کېږي.

۶- د تعدي د نظام په مټ، په فقره او ګرامر کې راښکاره کېږي. ( سلامزوی، ۱۴۰۱: ۸)

۲وګړمنځی برچار:

له وګړمنځي ليده د ژبې د کارونې موخه په يوه ټولنه کې د حاضرو  وګړيو تعامل ته وايي. دا برچار په وينا کې د شريکو کسانو متقابلې کړنې ښيي. په وګړمنځي برچار کې د اړيکې پر رامنځته کولو او ساتلو، په اړيکمنه کړنه کې د ويناوال او مخاطب د تړاو پر ډول، له يو بل سره يې د اړيکو پر ډول، په اړيکمنه کړنه کې د دوی پر نقش، د دې کړنې په اړه د دوى پر ليدلورى او د يو بل پر چلن يې پر اغېزه باندې بحث کېږي

په وګړمنځي برچار کې په هره فقره کې دوې برخې لرو: (۱) وجه او (۲) پاتې‌شونی.  دا هره برخه بيا نورې څېرمه برخې لري.

په یوه ټولنه کې د حاضرو وګړیو تعامل ته وايي. دغه برچار په وینا کې د شریکو کسانو متقابل عمل ښيي. د اړیکې رامنځته کول د ویناوال او مخاطب د تړاو ډول پر تړاوي (ارتباطي) عمل کې د دوی نقش په دې اړه د دوی لیدلوري او د یو بل پر چلن یې اغېز په منځ وګړي برچار کې تر بحث لاندې راځي.

۳متني برچار: د متني برچار په مټ ژبه متن رامنځته کوي او د ځان او شرایطو تر منځ اړیکه جوړوي. د دې شرایطو له مخې چې متن پکې رامنځته کېږي، وینا شونې کېږي. ځکه چې ویناوال یا لیکوال یې له مخې متن تولیدوي او اوریدونکي یا لوستوال یې له مخې تولیدکړی متن تشخیصوي. ( سلامزوی، ۱۴۰۱: ۱۵)

متن او متني برچار

د هالېډې په نظر متن د ژبې هغه بڼه ده، چې په اوبد کې چاره ترسره کوي. یانې ژبه د مانا جوړولو یوه سرچینه ده او متن په اوبد کې د مانا جوړولو یوه پروسه ده. یوه ګرامروال ته متن یوه بډایه څو مخې پديده ده، چې په ډېرو بېلابېلو لارو سره مانا ورکوي او له ډېرو مختلفو زاویو څېړل کېدای شي. خو په چاروال ګرامر کې د لید دوې اصلي زاویې سره بېلېږي. یوه یې په دې متمرکزه ده، چې متن ته په خپله اصلي مانا یا د یوه څیز په سترګه ګوري؛ دویمه په دې متمرکزه ده، چې متن ته د یوې داسې وسېلې په سترګه ګوري، چې یو بل څه هم ورباندې موندل کېدی شي، یا دا چې یوې بلې مانا ته پرې رسېدلی شو.

هالېډې وايي، چې موږ د متن درې بېلګې لرو. لومړی بیاني متن (وینايي، یوګړیالی)، چې یو ویناوال وینا کوي، دویم تبلیغاتي متن (لیکنی، یوګړیالی)، چې په ټولنیزو رسنیو کې د کوم څه لپاره د یوه سودګریز اعلان په توګه کېږي. دریم ګډ متن (وینايي، دوه ګړیالی)، چې دوه کسه له یو بل سره د کوم څه په اړه غږېږي.

متن یوازې په لیکلو پورې نه محدودېږي، بلکې متن کېدای شي اظهار شي، ولیکل شي، جملې شي یا هم فکر شي. ژبه یوازې د واقعیتونو د څرګنداوي وسېله او د وګړیو د متقابلو کړنو ډګر نه دی، بلکې یوه بله دنده هم لري چې په مټ یې له موقعیتي اوبد سره اړیکه ټینګوي او یو پیغام ترې جوړېږي او بیا د دې میکانیزم په پایله کې هم د ژبې دوو مخکې یادو شویو برچارونو (تجربي او وګړمنځي) ته د عمل وسېله په لاس ورکوي او هم ژبې ته یوه نوې مانیزه چاره پر غاړه وراچوي. د ډېسکورس د شننې لپاره اوبد څو ډولونه لري، لکه ښوونیز، ټولنیز، ادبۍ، سیاسي، قانوني، طبي او داسې نور. او په دې ټولو کې متن ښيي د نمونې یا تصنعي متن یا دواړو په بڼه وي. ( ښکلی، ۱۴۰۱: ۱۴۷)

دا چار چلن د فقرې د منځپاګي توکیو د راتګ او ناستي په ځای ځایګي پورې اړه لري. په بله وینا، دا چار په فقره کې د تجربي او وګړمنځي معلوماتو د اوډون او ایښودنې پر څرنګوالي پورې اړه لري. دا برچار په ټولو ژبو کې شته، خو اوډون او لړ کول یې توپیر لري. په فقره کې دا اوډون او لړ کول په کورنیو او بندنیو لاملونو او دلایلو پورې اړه لري.

متني برچار دا لاندې لورو یا دندو لرونکی دی.   

۱- د ویناوال او لیکوال له غوښتنو سره سم متن جوړوي.

۲- له (ژبني او بهرني) اوب سره په تړاو کې متن رامنځته کوي.

۳- فقره د څه په اړه ده، کومه برخه یې ویناواله ته مهمه ده، کومه برخه یې پوهېدلې فرض کوي، له کوم ټکي فقره پیلوي؟

۴- په متني برچار کې د ژبې د شونتیاوو په مټ خبرې له یو بل او اوب سره پيوندوي.

۵- د اړیکې منطق وايي، چې خبرې منسجمې او روانې او د مخاطب او ویناوال له موخو سره برابروي. ( ښکلی، ۱۴۰۱: ۱۴۹)

د متني برنقش له مخې د فقرې پر مخ دوې کړکۍ

متن هغه دی، چې د ټولو اجزاوو تر منځ یې محتوايي یووالی موجود وي او د ځان او شرایطو تر منځ اړیکه جوړوي؛ د دې شرایطو له مخې چې متن پکې رامنځته کېږي، وینا شونې کېږي. په دې توګه د متني برنقش له مخې د فقرې پر مخ دوې دریڅې خلاصې وي، یوه د ګړېدونکي/ لیکوال او بله د اوریدونکي/ لوستونکي؛ ځکه چې ویناوال یا لیکوال له مخې متن تولیدوي او اوریدونکی یا لوستونکی یې له مخې تولید کړی متن تشخیصوي:

نو د متن د تولید پر مهال ويوونکی/ لیکوال باید دغه لاندې پوښتنې ځواب کړي: 

۱- کوم توکی د فقرې اره موضوع راڅرګندوي؟

۲- فقره د څه په اړه ده؟

۳- د پیغام کومه برخه ويونکي/ ګړیدونکي/ لیکوال ته تر ټولو مهمه  ده؟

۴- ويونکی / لیکوال د پغام کومه برخه داسې انګېري، چې اوریدونکی/ لوستونکی ورباندې پوهېږي او د پیغام کومه برخه د نوې اطلاع/ معلوماتو په توګه وايي؟

۵- په فقره کې مخانګېرلې اطلاع شته؟ که وي، کومه ده؟

۶- ويونکی/ لیکوال د خپل پيغام د پيلټکي په توګه کوم توکی غوره کوي؟ ( حمیدزی، ۱۴۰۲: ۸۹)

د فقرې درې لویې برخې او پیلامي نظام

متني برچار پر بنسټ فقره د معلومتي، پیلامي او انسجامي په نومونو درې لویې برخې لري:

۱- معلوماتي نظام: د اوریدونکو لیدلوری ښيي، چې د فقرې کومه برخه نوې او کومه برخه یې ورته زړه ده.

۲- پیلامي نظام: په دې رغښت کې فقره د پیغام په توګه توليدېږي او شنل کېږي. مطلب، فقره د اطلاعاتو دلېږد وسېله ګڼل کېږي.

۳- انسجامي اړیکې: په متن کې انسجام د تجربي و وګړمنځي چارونو له تعامل څخه پیدا کېږي. انسجام په خپله د متن د توکونو تر منځه په متن کې وي، د متن او موقعیت د قرینې تر منځ وي. چې لومړي دوه رغښتي او وروستی نارغښتي دی. دا د ژبنیو توکیو بېلابېل نقشونه دي.

پیلامي نظام د متنني برچار دویم نظام دی، چې د ویناوال یا لیکول اړوندېږي. د دې نظام مطالعه د فقرې د رغنده توکیو ترتیب او پرله پسېوالی، بې له دې چې د واقعیت کوم بل نوی اړخ ورزیات کړي او یا یې وګړمنځی اړخ بدل کړي، د دې توکیو ماناوې زیاتوي. د ګرامر د مطالعې په دې برخه کې فقره د پیلګر او پايګر په دوو برخو وېشل کېږي.

په پیلامي رغښت کې دا ډول وېش په فقره کې د ټوکونو د پرله پسېوالي او ترتیب او د فقرې د ارکانو د راتګ او ځایګي پر بنسټ شوی دی. ( ښکلی، ۱۴۰۱: ۱۵۵)

د پیلګر- پایګر رغښت او دندې  

پیلګر:

پیلګر د فقرې پیل، که فاعل وي، فقره یې نښه او که بل راشي، نښور دی. فقرې ته زمینه مساعدوي، له ژبني اوب سره اړیکه لري. په پیلګر کې دا لاندې توکي راتلای شي، چې د فقرې منځپانګیزه ټولګه ترې جوړېږي.

د پیلګر د تجربي، وګړمنځي او متني سترنقش له پلوه درې ډوله لري: پیلګر په درېواړو برچارونو کې توپیر لري:

۱- تجربي پیلګر: چارګر، تجربه ګر، حسګر  وي، چې د یوه بهیر محور جوړوي. یانې په تجربي برچار کې پیلګر د غونډ په پیل کې راځي، لکه:

د افعانستان د بهرنیو چارو وزیر نن له کابل څخه ترکیې ته لاړ/  د قانونو او پټرولیم وز ارت له چین سره د نفتو تړونلیک لاسلیک کړ/ د کابل پوهنتون ریس د ماستري او دوکتورا  له پروګرونو لیدنه وکړه.

۲- وګړمنځی پیلګر: په يوه ټولنه کې د حاضرو وګړيو تعامل او اړیکې پکې اغېز لري او پیلګر رامنځته کوي، لکه: او هو، څومره ښکلی شوی یې / څومره ښه، چې سره و مولیدل/ ماشاالله، ډېره وړتیا لري/ پرېږده مړه، میلې ته مو زړه نه کېږي. ( وګړمنځی پیل لري)

۳- متني پیلګر: د متني برچار ښودنه کوي، چې د متن بېلابېلې برخې او متن له اوبد سره پیوستوي او د متن د بېلابېلو برخو ترمنځ مانیزه اړیکه پیدا کوي، لکه: چې هوا ښه شوه، ننګرهار ته درځو / ته خو پوهېږي، چې په ما ګران یې/ لرې د له ځانه په هیجا باور نه لرم.

 متني پیلګر بیا په خپل مینځ کې په دریو نورو ډولونو وېشل کېږي، چې دلته ترې په لنډه یادونه کوو:

۱- تداومي: هو، نه، ښه، رښتیا، اوس؛ وینا په يوه ټولنه کې د حاضرو وګړيو تعامل ته وايي غزوي یې، د نوي او زاړه ویناوال د خبرو ترمنځ اړیکه پيدا کوي.

۲- اړیکمن رغښتي: مورفیم، کلمه یا عبارت، چې یوه فقره له بلې سره تړي: ربطي وييکي ( و، یا، نه — نه، یو – – – بل، که، خو، چې، ځکه، څرنګه، ان).

۳- اړیکمنې یا وینايي زیاتونې: بلي او قیدي عبارتونه، چې فقرې سره نښلوي: په بله وینا، پر دې سربېره، له بله پلوه، پر دې بنسټ.

پیلګر درې دندې لري:

– د پیل ټکي رامنځته کول، چې خبره له هغه ځایه روانه شي.

– له مخکې ویل شویو خبرو سره د روانو خبرو تړاو پیدا کول.

– د پیلګر توکي لپاره د موضوعي برجسته ګۍ رامنځته کول. 

په پیلګر کې په ټولیزه توګه دا لاندې توکي، چې د فقرې منځپانګیزه ټولګه ترې جوړېږي، راتلای شي. دلته یې هر ډول د پښتو په ساده غونډلو کې تشریح کوو:

 ۱- ګډونوال، شریکباڼي ( فاعل او مفعول)، بېلګه:

 رشید خان په ورستي اور کې شپږیزه ووهله

۲پروسه، لېږندی (محمول)، بېلګه:

 راځه ټولګي ته ځو، (راکړه سرخي یې اننګو یحیا چې وینې یې کړو— ډېر په هوس د زړه له زخمه لکه داره وځو)

۳ مورګه وال پایڅو یا حاشیه یي زیاتونې، بېلګې: پرون ښار ته لاړم، نن د لوی اختر ورځ ده بېلګه: پوره درې کال وړاندې طالبان د دوهم ځل لپاره واک ته ورسيدل.

پیلګر په درېواړو برچارونو کې توپیر لري. په تجربي برچار کې پیلګر د غونډ په پیل کې راځي، یاني د تجربي برچار لومړنی چاروال جوړښت دی. پیلګر د پيغام پیل دی، دا نو چې هر توکی وي پيلګر ګڼل کېږي. خو اضافه وییکي دا چار نه شي ترسره کولای او پیلګر کېدای نه شي، ځکه چې اضافي وییکی هیڅ شي ته نه ارجاع کېږي.

که د پیلګر په ځای کې فاعل یا مسند راشي، نو پیلګر به بې نښانه وي، خو که په پیلګر کې له دې پرته کوم بل توکی راشي، نو پیلګر به نښور وي. تر پیلګر وروسته چې په فقره کې څه پاتې دي، هغو ته پایګر وايي. پیلګر په پایګر کې پراخېږي.

د مطلب د غوره روښانتیا په موخه پورته یاد شوي درې توکي د یوې ګډې غونډلې په بېلابېلو بڼو کې په لاندې توګه تشریج کولی شو:

۱- د ملګرو ملتونو امنیت شورا    په ناسته کې د اسرايلو پر جنګي جنایتونو بحث و کړ.
 
ګډونوال، شریکباڼي/  پیلګر                                     پایګر            ( بې نښانه)
 
۲- په ناسته کې                      د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرايلو پر جنګي جنایتونو بحث وکړ.
 
پایڅوړ/پیلګر                                                     پایګر              (نښور)
 
۳- د اسرايلو پر جنګي جنایتونو   د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې  بحث وکړ.
 
شریکباڼی/ پیلګر                                                 پایګر              (نښور)

د پورتنۍ بېلګې په لومړۍ بڼه کې پیلګر د ملګرو ملتونو امنیت شورا  چې یو ګډونوال، شریکباڼي یا فاعلي غونډ دی او د غونډلې د پیلګر په توګه راغلی دی، نوره پاتې برخه په ناسته کې د اسرايلو پر جنګي جنایتونو بحث و کړ پایګر جوړوي. دا جې په پیلګر کې فاعل راغلی دی، نو دغه غونډله بې نښې بلل کېږي.

د بېلګې په دویمه بڼه کې پیلګر په ناسته کې  پایڅور یا حشه يي زیاتونې دي، پاتې برخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرايلو پر جنګي جنایتونو بحث وکړ  د غونډلې پایګر دی، خو دا چې په پیلګر کې یې له فاعل پرته نور څه راغلي دي، نو غونډله نښوره بلل کېږي.

د بېلګې په درېیمه بڼه کې پیلګر د اسرايلو پر جنګي جنایتونو هم یو ګډونوال، شریکباڼی یا مفعولي غونډ دی او د غونډلې د پیلګر په توګه راغلی دی، نوره پاتې برخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې  بحث وکړ  یې پایګر جوړوي، دا چې مفعول په پیلګر کې راغلی دی، نو غونډله نښوره بلل کېږي.

پایګر

پایګر له پیلګر وروسته هغه پاتې برخه ده، چې د غونډ (فقرې) په وجه کې چندان رول نه لري او له وجه پرته نور ټوکونه پکې راځي، دا هم له درو چاریزو( نقشي) توکیو څخه جوړیږي:

۱-  پروسه، لېږندی (محمول)، بېلګې: فعلي غونډ دی، چې د پروسې ډول او څرنګوالی( مادي، چلنوال، ذهني) لوري ( معلوم او مجهول) او جنبه ښيي.

۲حاشیه يي زیاتونې: د هالېډې په اند، چې د بالقوه فعالیت توان یې نه وي. په منځوګړیز برچار کې دوه ډوله ،حاشیه يي زیاتونې راځي، چې یو تفسیري او بل وجهي دي.

۳بشپړاند: چې په مجهول فعل کې په ايښي کې راځي او په پښتو کې ورسره په تېر مهال کې فعل د شخص، شمېر او جنس له مخې سمون ښيي. په دودیزه پښویه کې ورته مفعول وايي.

دا ډول پایګر دغه لاندې درې دندې لري:

 – د پیلګر په اړه یوه موضوع یا مطلب رامنځته کول.

– له لومړني پیل ټکي پرته د اړتیا په حال کې د بل پیل ټکي رامنځته کول.

– د پايګر توکیو ته د نوي والي په خاطر د کلي برجسته کۍ رامنځته کول.

په یوه پښتو خبرې غونډله کې د پیلګر- پایګر رغښت تشریح او شننه:

دولتي مسولینو په بغلان ولایت کې سېلابځپلو ته په بيړه لومړني مرستې ووېشلې
کړند، ګډونوال

(شریکباڼي)

حاشیه یي زیاتونې بشپړاند ترلاسوونکی حاشیه یي زیاتونې کړېدلی پروسه       لېږندی
فاعلي غونډ قیدي غونډ بلواسطه مفعول

متمم

قیدي غونډ مفعولي غونډ فعلي غونډ
پیلګر                                        پایګر

په پورتنۍ بېلګه کې وینو چې دولتي مسولینو د غونډلې پیلګر دی او د غونډلې په پیل کې راغلی دی، چې ګډونوال، کړوند، شریکباڼی او یو فاغلي غونډ دی. د غونډلې نوره ټوله پاتې برخه د پایګر اړوندېږي، چې لومړی توک یې په بغلان ولایت کې حاشیه یي زیاتونې یا قیدي غونډ جوړوي. دویم توک یې سېلابځپلو ته  بشپړاند، ترلاسوونکی، بلواسطه مفعول یا متمم ویل کېږي. د پایګر دریم توک په بيړه هم حاشیه یي زیاتونې یا قیدي غونډ دی. څلورم توک یې ووېشلې، پروسه یا لېږندی دی چې یو فعلي غونډ یې رامنځته کړی دی..

په پیلګر رغښت کې د ګډونوال، پروسې، مورګه وال پایڅوړ او په پایګر کې د پروسې، حاشیه يي زیاتونو او بشپړاند له څېړنې او تشریح وروسته په یوه پښتو خبري غونډله کې د پیلګر او پایګر په لحاظ د یوې فقرې درې هممهاله رغښتونه، چې پیلګر توک پکې  بدلون موندلی، تشریح کوو:

۱- د فقرې برچار امریکا  اوکراین ته وسلې ورکړې
تجربي برچار کړند ترلاسوونکی کړېدلی       پروسه
وګړمنځی برچار فاعل بشپړاند مفعول وييز فعل مهالمن
متني برچار پیلګر                            پایګر

۲- د فقرې برچار   وسلې امریکا اوکراین ته ورکړې
تجربي  برچار کړېدلی کړند ترلاسوونکی        پروسه
وګړمنځی برچار مفعول فاعل بشپړاند وييز فعل مهالمن
متني برچار پیلګر                          پایګر

په پورتنۍ بېلګه کې په لومړۍ غونډله کې امریکا په پیل کې راغلی، چې د تجربي برچار له مخې کړند، د وګړمنځي برچار له پلوه فاعل او د متني برچار له مخې پیلګر دی. له دې وروسته د غونډلې ټوله پاتې برخه پایګر دی، چې لومړی ټوک یې اوکراین ته  د تجربي برچار له مخې ترلا سوونکی، د وګړمنځي برچار له پلوه بشپړاند او د متني برچار له مخې پایګر دی. د پایګر دویم ټوک وسلې د تجربي برچار له مخې کړېدلی، د وګړمنځی برچار له پلوه مفعول او د متني برچار له مخې پایګر دی. د پایګر دریم ټوک ورکړې د تجربي برچار له پلوه پروسه، د وګړمنځي برچار له مخې وییز فعل/ مهالمن او د متني برچار له مخې پایګر دی.

 په دویمه غونډله کې بیا وسلې د غونډلې په پيل کې ځای لري، چې د تحربي برچار له مخې کړېدلی، د وګړمنځي برچار له پلوه مفعول او د متني برچار له مخې بیلګر دی. له دې وروسته د غونډلې ټوله پاتې برخه پایګر دی، چې لومړی ټوک یې. امریکا  د تجربي برچار له مخې کړند، د وګړمنځی برچار له پلوه فاعل او د متني برچار له مخې پایګر دی. د پایګر دویم ټوک اوکراین ته د تجربي برچار له پلوه ترلاسوونکی، د وګړمنځی برچار له مخې بشپړاند او د متني برچار له مخې پایګر دی. د پایګر دریم ټوک ورکړې د تجربي برچار له مخې پروسه، د وګړمنځی برچار له پلوه وییز فعل/ مهالمن او د متني برچار له مخې پایګر دی.

موندنې (Findings)

د چاروالې ژبپوهنې پر بنسټ د ژبې موخه پوهای او اړيکه ده او پوهاوی پر مانا ولاړ دی، چې له همدې امله دوی د چامسکي د جوړښتي نظريې پر خلاف مانا ته لومړيتوب ورکوي؛ خو وايي، چې ژبه هله مانا پيدا کوي، چې په يوه موقعيت يا فرهنګ کې وکارېږي يعنې ژبه بهر يوه تجربه، يوه پېښه يا پروسه وړاندې کوي، يا د ويناوال او مخاطب ترمنځ اړيکه جوړوي؛ نو بايد له بهرنۍ نړۍ سره د انساني تجربې په تړاو کې او د انسانانو ترمنځ په اړيکه کې وڅېړل شي.

پایله (Result)

له انساني تجربې سره په تړاو يا د ويناوال او مخاطب ترمنځ د اړيکې را اخيستلو ته د ژبې نقش يا چار وايي، چې په ژبه کې مانا پيدا کوي. د درو لويو چارونو)نقشونو(، چې پورته پرې خبرې وشوې، د ترسره کولو لپاره ژبني توکي د فقرې په ټيټه کچه هم بېلابېل نقشونه لري. هغه چې موږ ورته فاعل، فعل او مفعول وايو، په چارواله ژبپوهنه کې که يوه مادي پروسه وړاندې کوي، بيا ورته په ترتيب سره چارګر Actor) )، بهير(process) او موخه (Goal) وايي. په چا رواله ژبپوهنه کې د فعل پر ځای د بهير يا پروسس نومونه کارېږي، ځکه يو عيني يا ذهني يا چلني پروسس پکې وړاندې کېږي. که يو بهير ذهني وي )لکه مينېدل(، په چارواله کې يې فاعل ته حسګر او پر مين شوي څيز يا کس ته ښکارنده (Phenomenon) وايي.

د ژبې پیلامي رغښت، چې د متني برچار دویم نظام دی، د پیلګر او پایګر په دوو برخو وېشل کېږي. پیلګر د فقرې پیل، که فاعل وي، فقره یې نښه او که بل څه راشي، نښور دی. پیلګر فقرې ته زمینه مساعدوي، له ژبني اوب سره اړیکه لري.

پایګر له پیلګر وروسته هغه پاتې برخه ده چې د غونډ (فقرې) په وجه کې چندان رول نه لري او له وجه پرته نور ټوکونه پکې راځي. دا هم له درو چاریزو( نقشي) توکیو څخه جوړیږي. په پیلامي رغښت کې هغه بېلابېل مانیز اړخونه چې په تجربي، وګړمنځي او متني پیلګر پورې اړه لري، په پام کې نیولو کېږي. په عادي حالت کې د پیلګر ځایګی له انګېرلي اطلاع سره یو شان دی او د پایګر له نوې اطلاع سره؛ خو که د قفرې پیلګر نښور وي بیا توپیر لري.

پیلګر فقرې ته لار جوږوي او صحنه یې رغوي. پيلګر په ژبني اوبد پورې تړلی دی. خو  له ځانه په ورسته راغلي ژبني اوبد باندې اغېز لري. د ساري په ډول ویناوال فقره د مخکنۍ فقرې په پیلګر پيلوي یا د تېرې فقرې څځه د پایګر له یوه توکه د روانې فقرې پیلګر جوړوي، چې کیدای شي مرکب یا مفرد و وسي.

د پیلګر کټګوري د دریو اړخونو له مخې څېړلای شو: لومړی، د هغو بېلابېلو مانیزو اړخونو په پام کې نیولو سره چې په تجربي، وګړمنځي او متني پیلګر پورې اړه لري. دویم، د جوړوونکو ټوکونو د شمېر له مخې، د ساده او مرکب پیلګر له مخې. دریم  په فقره کې د واکمن اوډون له مخې چې بې نښانه او نښور پیلګر یو له بله بېلوي.

پای پایله (Conclusion)

که په لنډه ووايو، يوه فقره چې د چاروالې ژبپوهنې د شنني مرکزي واحد دی، که له بهرنيو شرايطو سره په اړيکه کې تجربي يا بين فردي يا متني نقش لوبوي، نو په فقره کې دننه يو نوم يا د چارګر، يا حسګر يا چلنګر او همدا راز د موخې، ښکارندې يا ګټيالي نقش لوبوي.

دا د ژبنۍ شننې په لړ کې يوازې د چامسکي نه، بلکې زموږ د دوديزې رغښتي توصيفي ژبپوهنې مخالف لوری دی. که موږ د خپلې ژبپوهنې د تېرې يوې پېړۍ آثار ولولو، ژبه له کاروني شرايطو پرته په خپلواک ډول شني، چې د ژبپوهنې په نظريو کې دې ډول شننې ته صوري يا formal شننه وايي، مثلا موږ د جملې رغنده توکي د فاعل، مفعول، فعل، قيد او په ناخپلواکو توکيو وېشو. دې ته نه ګورو، چې دا توکي په جمله کې کوم مانيز نقش لري او بهر د څه شي استازي کوي.

په چارواله ژبپوهنه کې د فاعل، مفعول يا ايښي، ايښوني او قيد غوندې نومونې يوازې د ژبې د صوري شننې په محدوده کې کاريږي؛ خو چې کله د ژبې پر نقش خبره کېږي، بيا له دې تنګ چوکاټه چارواله ژبپوهنه راوځي او ګڼي چاريزې )نقشي) نومونې ورته لري، لکه پيلګر، پايګر، مشخصوونکی، مشخصېدونکی او داسې نور.  دا ښيي، چې چارواله ژبپوهنه زموږ د دوديزې ژبپوهنې په پرتله يو پراخه او دقيقه شننه وړاندې کوي؛ نو کله چې دا ژبپوهنې لولئ، نو د فاعل، فعل او مفعول غوندې جوړښتي يا صوري نومونې چې زموږ او ستاسو په ژبپوهنې کې معمول دي، یوې خوا ته کېږي او د چاروالې له نومونو ګټه پورته کېږي.

وړاندیزونه (Suggestions)

زموږ ژبپوهان فکر کوي، چې د ژبې د شننې يوازنۍ لار همدا زموږ دوديزه رغښتي ژبپوهنه ده او دا ځکه چې تېره څه کم يوه پېړۍ يې د همدې نظريې په اړه اورېدلي او له همدې زاويې يې خپله ژبه شنلې ده؛ نو فکر کوي، چې دا بنسټ دی، سره له دې چې بنسټ، غږ، مورفيم، کلمه، عبارت، فقره او جمله ده، رغښتواله يوازې نظريه ده، چې په مټ يې موږ دا ژبني توکي شنو او همداسې چارواله او ادراکي نظريه هم ده، چې له يوې جلا؛ خو دقيقې لارې د ژبې جوړښت او نظام ته ځان رسوي. وړاندیز مو دا دی، چې په پښتو ژبه کې هم د ژبپوهنې له دغو څانګو ګټه پورته شي او د هغو د تیوریو  او اصولو پر بنسټ یې د څېړنې او ځيزنې دود ته پراختیا ورکړل شي، په دې اړوند ژبپوهان نوي څېړنې وکړي او خپله ژبه تحلیل کړي. هغه له بهرنۍ نړۍ سره د انساني تجربې په تړاو کې او د انسانانو ترمنځ په اړيکه کې وڅېړل شي.

ماخذونه
۱: ارغند، ذبیح الله صاحب. ۱۳۹۶. ماناپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۲: حمیدزی، راحله. ۱۳۹۸. دستور نقش ګرای نظام مند هالیدی. کابل: انتشارات کابلستان.
۳: حمیدزی، راحله .۱۴۰۲. نظریه های زبانشناسی. کابل: انتشارات سمون.
۴:: چمتو، محمدقسیم.۱۴۰۰.تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
۵: زیار، مجاوراحمد. ۱۳۹۸. پښتو پښویه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۶: سمون، محمد مصطفی. ۱۴۰۲. ادراک او مانا. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
۷: شېرزاد، محمد اقا. ۱۴۰۰. پښتو نحوه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
۸: ښکلی، اجمل. ۱۴۰۲. د ادراکي ژبپوهنې په رڼا کې د پښتو ګرامر څېړنه.

۹: ښکلی، اجمل. ۱۴۰۱. د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۱۰: مقدم، محمد دبیر. ۱۳۹۵. زبان شناسی نظری. (پیدایش و تکوین دستور زایشی). ویراست سوم. تهران: انتشارات سمت.
۱۱: همای، یحیا. ۱۴۰۱. پرتلیزه – تاریخي ژبپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۱۲: یورګسن، ماریان، فیلیپس، لوییز. نظریه و روش در تحلیل ګفتمان. ترجمه: هادی جلیلی. تهران: انتشارات نشرنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب