یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د اسلام اباد په مظاهرو...

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د اسلام اباد په مظاهرو کې یې پولیسو او افغانان نیولي

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۵ مه) د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر محسن نقوي ادعا وکړه چې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي آی) د لاریون کوونکو په منځ کې د خیبر پښتونخوا ۱۱ پولیس او ۱۲۰ افغان اتباع نیول شوي دي.

نقوي، چې د پنجاب د پولیسو له عمومي ريیس سره یوځای خبرې کولې، په دې اړه د وضاحت هڅه وکړه چې د خیبرپښتونخوا د اعلي وزیر امین ګنډاپور په مشرۍ لاریون څرنګه په تاوتریخوالي بدل شو.

د لاریون په ترڅ کې، چې د مرکزي حکومت پولیسو پرې بریدونه وکړل، اور ولګېد او یو شمېر پولیس هم پکې ټپیان شول.

د نقوی په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۵۶۴ کسان نیول شوي، چې په هغو کې د د خیبرپښتونخوا ۱۱ پولیس شامل دي چې ادعا کیږي په اعتراضونو کې ښکیل وو.

د پاکستان مرکزي حکومت چې د پوځ او استخباراتو له ملاتړه د برخمن ايتلاف په کنټرول کې دی، د عمران خان تحریک انصاف ګوند د خپل واک اصلي سیال بولي. دوی په ځلونو هڅه کړې چې د تحریک انصاف ګوند مقاومت او اعتراضونو له بهرنیو هیوادونو سره وتړي.

نقوي زیاته کړه، که څه هم په ځینو سیمو کې خلک ټپیان شوي، خو څوک وژل شوي نه دي.

د ده په وینا د لاریونوالو له لوري د ډزو له امله د پنجاب ۷۵ پولیس او د اسلام اباد ۳۱ پولیس ټپیان شوي چې د یوه حال نازک دی.

محسن نقوي وویل، په لومړي سر کې پولیسو فکر کاوه چې دا کسان مظاهره کوونکي دي، خو معلومه شوه چې هغوی د خیبرپښتونخوا پولیس وو، او زیاته یې کړه چې نیول شوي کسان ښه روزل شوي، وسله وال وو او منظمې وسلې یې کارولې.

پرون په خبرونو کې ویل شوي وو چې د اسلام اباد پولیسو د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر امین ګنډاپور هم نیولی خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې اړه څه ونه ویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب