Homeخبرونهبلوچ بیلتون غوښتونکو د پاکستان د پوځ پر کاروان په برید کې...

بلوچ بیلتون غوښتونکو د پاکستان د پوځ پر کاروان په برید کې ۹ پوځیان ووژل

تاند (یکشنبه،د میزان ۱۵ مه) بېلتون غوښتونکې ډله، د بلوچستان د ازادۍ پوځ ادعا کوي چې د شنبې په ورځ یې د بلوچستان ایالت په کلات کې د پاکستان د پوځ پر کاروان په برید کې ۹ پوځیان وژلي دي.

دې ډلې تېره شپه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې په دې برید کې، چې د کلات په دشت محمود سیمه کې یې وکړ، ۵ نور پاکستاني پوخیان ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د پاکستاني پوځ د سپرلۍ د پیک اپ موټر په لاره کې له لیرې د کنټرولېدونکي بم په چاودنه وکړه چې له کبله یې د پیک اپ پنځه سپرلۍ ووژل شوې.

له دې برید وروسته د دوی وسله والو د پوځیانود کاروان پر نورو موټرونو د درنو وسلو ډزې وکړې چې په پایله کې یې څلور پوځیان ووژل شول او لږترلږه ۵ نور ژوبل شول.

د پاکستان پوځ او خپلواکو سرچینو د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او د دې لپاره چې د پاکستان پوځ او استخبارات پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي، تمه نه کېږي چې خپلواکې رسنۍ دې په دې اړه څه ووايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...