چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+له صحي اصولو سره برابر ژوند د بې وخته مرګ مخه نيسي

له صحي اصولو سره برابر ژوند د بې وخته مرګ مخه نيسي

تاند – كه غواړې چې د عمر وروستي كلونه دې د سرطان او زړۀ له خطرناكو ناروغيو خوندي وي نو سر له اوسه لا د روغتيايي ژوند اصولو ته غاړه كېږده.د انګلستان د ميډيكل ژورنال په وروستۍ ګڼه كې د يوې نوې څېړنې خپارۀ شوي نتايج ښيي چې كه يو څوك هره ورځ ورزش وكړي، له سيګرېټو ځان وساتي، صحي خواړۀ وخوري او د چاغوالي مخه ونيسي، نو تر وخت دمخه مړينې امكان به يې ډېر كم كړى وي.

   كه چېرته پاسنو څلورو اصلونو ته پام وشي نو دا څېړنه ښيي چې د سرطان خطر به څلورڅلوېښت فيصده او د زړۀ ناروغۍ به دوه اويا فيصده كمې شي. دا څېړنه كه څۀ هم د ښځو په اړه تر سره شوې او دا ذكر شوې فيصدي هم له ښځو سره تعلق لري خو طبعا د نارينه وو په باره كې هم تر ډېره حده خبره همداسې ده.

 د دې څېړنې د ډلې مشر ډاكتر روب وان ډام وايي چې په اوسنۍ سرګردانه زمانه كې به  ځينو كسانو ته مشكله وي چې ذكر شوي څلور واړه اصول پوره مراعات كړي خو كه وغواړي نو  يو څۀ خو يې مراعاتولاى شي.

  دى وايي دا خو اسانه ده چې سره غوښه تر وسه وسه كمه وخورو او دهغو په ځاى حبوبات په خپل دسترخوان كې زيات كړو. دغه راز كه نور ورز ش ته وخت نلرو نو دا خو هر چاته ممكنه ده چې د كار او دفتر تر ځايه او يا تر دوكانونو پورې پلي لاړ شو. دغه راز له سګريټو د ځان ساتل هم د ښۀ صحت لپاره ضروري دي.

 د روغتيا او اوږدۀ عمر په اړه دغه مطالعه څلرويشت كاله روانه وه. په دې موده كې د څلوردېرش او نهۀ پنځوس كلونو تر منځ اتيا زره ښځو څخه  وخت په وخت پوښتنې شوې او د هغوى د ژوند طرز مطالعه شوى دى. له دوى څخه په هرو دوو كلونو كې د دوى د خوراك، جسمي فعاليت او ورزش او دغه راز له سګريټو او الكولو سره د رابطې او د دوى د ناروغيو او د بدن د وزن په اړه سوالونه شوي دي.

  د دغو مطالعاتو په نتيجه كې معلومه شوې ده چې اتۀ ويشت فيصده بې وخته مرګونه له سګريټو سره تعلق لري او پنځۀ پنځوس فيصده مرګونه د سګريټو له لوګيو، د بدن له ډېر وزن، د جسمي فعاليت له ډېر كموالي او د خوړو له نامناسب نظام سره په شريكه، مربوط دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب