شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهد پوړني درناوی (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

د پوړني درناوی (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

افغانستان ته روسي عسکر راغلي ول، هري خواته جګړې او منډي وې. د کندهار  اکثر خلک به  د ليري پرتو  غرونو او درو له لارې د جنوبي پښتونخوا ( چمن)  نومي سيمي ته وراوښتل او بيا به نورو سيمو ته کډوال کېدل. په دې غرونو او درو  کي يوه هم د (واندوز) دره وه. په واندوز دره   کي د لاري يوې او بلي غاړي ته څو دوکانونه اباد سوي ول، لکه د موټرو مستري خانه، د پنچرۍ نيولو دوکان، د تېلو خرڅولو دوکان، د خوراکي توکو دوکان  او دوه درې رستورانونه جوړ سوي ول. دا بازارګی هغو خلکو جوړ کړی و چي د واندوز  درې په شاوخوا کليو کي اوسېدل. خپله په همدې دره کي هم يو څو کورونه اباد ول چي له دوکانونو  سره مښتي ول.  هغه مسافر چي درې ته به راورسېدل او فکر به يې کاوه چي چمن ته نه سي رسېدای يا به له چمن څخه کندهار ته روان ول او ډېره  لار به ورته پاته وه، نو دلته به يې دمه کوله، په همدې لړ  کي  موږ  هم  د جګړې له وېري له  کندهار  څخه مخ پر چمن روان و چي غرمه  مهال  واندوز  درې  ته ورسېدو.

د واندزو په رستورانونو يا د دوی په اصطلاح  هوټلونو  کي د ښځو لپاره ځانګړی ځای نه و، د رستورانټ په پای کي يې پرده اچولې او د پردې تر شا به ښځو ډوډۍ خوله. اکثرو خلکو به ويل چي د دې هوټلونو ډوډۍ سړی ناجوړه کوي، له همدې وېرې ما هم ډوډۍ و نه خوړله، نارينه کښته سول، خو زه او ورور مي په موټر  کي پاته سولو. ماپښين مهال يوه ډله ماشومان زموږ د موټر څنګ ته په منډه تېر سول، يوه ويل هلئ ناوې يې مړه کړه. ما چي دا واورېدل فکر  مي وکړ چي پښتانه نارينه ته چي يوه مشره ښځه پلو وغوړوي، نو درناوی يې کوي او خبره يې مني، هغه و چي ما هم ځان په خپل تور پړوني کي کلک ونغښت او هغه کور ته په منډه ورغلم. کله چي کور ته ورننوتم، نو ګورم چي يوه لوی او هډور ځوان ناوي ته يو لوی بادامي سوټی نيولی او پر دا نرۍ  ملايې وهي.

ما ژر له سر څخه پوړنی ایسته کړ او په سرتوره ککرۍ مي ورته وويل:  زويه د خدای و روی ته وګوره ولي يې وهې؟ څه ګناه يې کړې ده؟  دا زما سپين سر  ته وګوره، پوړنی درته غوړم، عذر  درته کوم  دا بېچاره ګۍ نوره مه وهه.

هلک چي ما ته وکتل، نو تر خوله يې ناړي باد سوې او په ډډ اواز يې وويل: دا مرداره بيا د چا ده،  له دې سره يې سوټی ايسته واچاوه، سترګي يې کښته واچولې او له کوره ووت.

د ناوي کورنی نوم (توتکۍ) او خسرګنۍ سپوږمۍ بلله. سپوږمي برايي ( تېره شپه) دې تيارې نړۍ ته راغلې او نن يې دا حال و. د سپوږمۍ دواړه لاسونه په وهلو کي مات سوي او پر تندي يې د وينو نرۍ ليکه د سرو شونډو خوا ته راغځېدلې وه. په ډېر تکليف يې خبري کولې، ويل مېړه مي دلته د واندوز  په دره  کي هوټل لري چي وچه ډوډۍ يې موږ   په کور کي ورپخوو. ډوډۍ پخوا زما خواښي پخوله، خو نن سهار  مي خواښي راته وويل چي بس دی، ناويتوب همدومره وي، سر له نن څخه به ته ډوډۍ پخوې. خواښي مي له يوه کاشين ( تالۍ) اوړو څخه (۵۰)  ډوډۍ پخولې، خو ما ته يې نه وه ويلي چي کوچنۍ ځوالې جوړي کړه، زه نه ومه خبره، ځوالې مي  لږ غټي جوړي کړې او له هغو اوړو څخه  (۴۵) ډوډۍ پخې سوې، بس همدا مي ګناه وه.

تر دې خبرو وروسته مي ناوې همدلته پرېښووله او د خواښي خوني ته يې  ورغلم، ما ويل خواښې يې هم يوه ښځه او مور ده، څه مورنۍ عاطفه به ولري او بل نو مشره ښځه ده، لږ زړه سوی به ولري او خپل  زوی به پوه کړي. کله چي هغې ته  ورغلم، نو هغه تر زوی  ډېره په قهر وه او له ځان سره يې په قهر خبري کولې، ويل د سپي لوري چي مور دي ډوډۍ نه وه درښوولې، نو  ولي یې مينده ته ورکولې، د غاړي تاويز کړې به يې وای او په غاړه به يې ځړولې وای. خامخا دي مور هم  دغسي بې کاره او بې کماله ده.  که دا بې کماله نه وای،  نو تا ته به يې ډوډۍ درښوولې وای.  ما لا په خبرو خوله نه وه پوري کړې چي په  کور  کي بيا د هلک وحشي غړومبی او د ناوي نری  زګېروی پورته سو. کله چي له خوني راووتم، نو ګورم چي هلک ناوې تر مات  لاس نيولې او د کوڅې خوا ته يې کشوي، ويل پر ما طلاقه  يې ځه  له کوره  مي وزه!  د ناوي په پښو کي سېک نه وپاته چي ورسره ولاړه سي، په کشولو کشولو يې تر يوه ځايه بوتله. هلک داسي فکر کاوه چي ناوې نه غواړي له کوره ووزي، لکه لېونی سپی تر خوله يې ځګونه باد سول، د کور په کونج کي پرتو لرګيو ته ورغی، يو لوی سوټی يې راواخیست  او د ناوي پر  خوا يې ورمنډه کړه، تر څو چي زه ور رسېدم  درب سو او لرګی د ناوي پر سر ولګېد، له دې سره سم ناوې پر ځمکه ولوېده. ځوان رډ رډ ورته وکتل او بيا يې لکه مست اوښ بړ بړ  پيل کړ  او له  کوره په منډه  ووت.

د ناوي په زرغونه شال کي يوه لپه ويني ډنډ ودرېدې، سورکړی لاس يې پر تندي ايښی او سترګي يې روڼي پاته سوې، خو خواښې يې بيا هم د پخوا په شان غورېدله  او ښکنځل يې ورته  کول، ويل دا مرداره ټګي کوي، هيڅ  بلا نه ده وهلې.  زه چي په ځوانۍ کي مېړه په کولنګ پر سر ووهلم څه راوسوه، دا دی تر اوسه پوري روغه او ژوندۍ يم.  د نن زمانې ښځي دومره نازولي دي چي مېړه يې يوه چپلاخه ( څپېړه) نه وي وهلې چيغي  يې اسمان ته پورته سي او يا ځان پر بې سدۍ واچوي.  له دې سره سم يې په قهر ناوې تر کوڅۍ ونيوله، ويل د سپي لوري پورته سه، هله ژر پورته سه، پزه دي راپرې کړه، خلک به وايي چي څه په مرمۍ يې وويشته چي د کور په غولي کي خلاصه پرته ده،  کله چي يې ناوې سره واړوله ، نو ناببره يې د خواښي سترګي رډي راوختلې او ځای پر ځای ودرېده، ناوې څو شېبې مخکي لا مړه سوې وه.

له ځان سره مي وويل: موږ  خو پخوا داسي نه و، لکه چي  جنګ زموږ  معنوي ارزښتونه هم وخوړل.  پخوا خو به پښتنو د مېلمه په مخ  کي خپل ماشوم ته په تریو تندي خبره هم نه کوله.  که د دوو قبيلو تر منځ به جګړه وه او يوې ښځي به خپل پوړنی ورته هوار کړ،  نو دواړو خواوو به يې په درناوي کي  لومړی اوربند او بيا به يې سوله کوله، خو نن يوه پښتانه ځوان زما په مخ کي ناوې ووژله، عجيبه يې لا دا چي يوې ښځي امر وکړ چي يوه بله ښځه دي ووژل سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب