لیکوال: هوشنگ مرادي کرماني
نیما او ماني د توت تر ونې لاندې ناست وو، رسېدلو تورو او سپینو توتانو ته یې کتل، خولې یې اوبه وکړې. ونه یې په ډبرو وویشتله، توتان تویې نه شول، بندونه یې کلک وو، په اسانۍ نه را لوېدل.
نیما خپل بوټان او جورابې وایستلې. له ونې یې غېږه تاو کړه، د پیشو غوندې په چل چل وختلو، ورو ورو پورته تله، منگولې یې د ونې په ځیږه تنه کې خښولې، د لاسونو او پښو پوستکی یې واوښت، خو دی یې کیسه کې نه شو؛ ماني له ښکته ورکتل:
– لوېږې، ښکته شه، که خوږ شوې، مور به سخته درته غوسه شي
نیما یې خبرو ته غوږ ونه نیوه، نور هم پورته لاړ، لږ چې وړاندې شو، لاس یې لومړۍ څانگې ته ورسېد، ځان ته یې ورکش کړه، درې څلور توتان یې وشکول، غوښتل یې ماني ته یې واچوي، ښکته یې چې وکتل، ماني نه و، تللی و چې مور خبره کړي:
– مورې، مورې! نیما ونې ته ختلی، توت خوري
د مور لاس یې ونیوه، ونې ته یې راوستله، اشاره یې وکړه او نیما یې ور وښود:
– وگوره! هغه دی، پاس ناسته دی
مور نیما ته ور وکتل، اول وډاره شوه چې ونه لوېږي، خو لږ لږ یې د هغه زړورتیا او هوډ خوښ شو. ماني ته یې مخ واړاوه:
– ښه نو، ته هم وخېژه او توت وخوره، اوس لوی شوی یې، مه ډارېږه، نه را لوېږې
نیما له پاسه په لاس کې نیولي توتان ماني ته وښودل، په خوږه شوې خوله یې وویل:
– واخله! دا مې هم تا او مور ته شکولي دي
لږ را ټیټ شو او توتان یې د مور په ورغوي کې واچول، مور یې ماني ته لاس ونیوه:
– راځه چې ویې خورو
– نه، د ماني راټول کړي توتان نه خورم
– نو په خپله وخېژه او راویې شکوه
– نه شم ختلی
مور ماني په غېږ کې پورته کړ، مرسته یې ورسره کوله چې په ونه وخېژي، ماني یې پښې وښورولې او ویې ویل:
– پرې مې ږده، له ونې ختلو ډارېږم، نه غواړم مرسته راسره وکړې.
مور ماني بېرته ځمکې ته ښکته کړ، یوه څانگه یې راکش کړه، مخ ته یې ونیوه:
– هه واخله، په خپله یې وشکوه او ویې خوره.
ماني اوږې پورته واچولې، چپه پښه یې په زوره په ځمکه ووهله:
– نه یې غواړم
– نو زه به یې درته راټول کړم، سمه ده؟
– نه، ته یې راته مه راټولوله
مور چې د ماني له خبرو په تنگ شوه، ویې ویل:
– نیما چې توت درکوي، نه یې غواړې، په خپله هم ونې ته نه شې ختلی چې راټول یې کړې، که زه یې درکوم، نه یې منې، تیار توت هم نه راشکوې، نو غواړې څه؟
ماني سر پورته کړ، نیما ته یې ور وکتل چې لا هم توت خوري، ویې ویل:
– غواړم نیما راښکته شي، توت ونه شکوي او ویې نه خوري
– همدا غواړې؟
– هو!!
مور ماني ته وکتل، هېڅ یې ونه ویل، زړه یې پرې وسوځېد، پاڅېده او لاړه.
ماني تر ونه لاندې کېناست، زنگونونه یې په غېږ کې ونیول، ونې ته یې تکیه وکړه او اسویلی یې وکیښ.