شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ۴ پولیس وژل شوي او ۴ ټپيان دي

ننګرهار کې ۴ پولیس وژل شوي او ۴ ټپيان دي

تاند ( سه شنبه، د حمل ۱۷) یوه باوري امنیتي سرچینه تاند ته وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار سره رود ولسوالۍ په شمشور پور سیمه کې د غازي بابا پر امنیتي پوسته برید کړی.

سرچینه زیاتوي، چې په د دې برید له امله څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

بل لورته بیا د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي، د پېښې له ځایه ورته د  پولیسو څلور جسدونه ور وړل شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت چارواکي د ۹ طالبانو او د داعش د هدفي وژنو د یوه غړي د وژل کېدو ادعا کوي.

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ په نکړخېلو سيمه کې تېره شپه ۹ وسله وال طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

د سرچینې په حواله په ورته وخت کې بیا د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه وايي، چې تېره شپه یې د جلال آباد ښار دویمې ناحیې اړوند انګور باغ سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د “نعیم” په نوم د داعش ډلې د هدفي وژنو او استخباراتو غړی وژلی دی.

ملي امنیت وايي، وژل شوي کس به په جلال آباد ښار کې د داعش ډلې هدفي وژونکو ته دولتي کارکونکي، قومي مشران او خبریالان په نښه او په اړه به یې معلومات ورکول.

وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر اوسه  یادو پېښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب