جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهوکیلان: د سولې پروسې په اړه هیڅ مالومات نه لرو

وکیلان: د سولې پروسې په اړه هیڅ مالومات نه لرو

تاند(سه شنبه، د حمل ۱۷) د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د افغان سولې پروسې په اړه ډير خبر نه لري او دوی په قصدي ډول له مهمو مسایلو بې خبره پاتي کیږي.

د ولسي جرګې غړو د افغان سولې په تړاو د روسیې ناستې ته په اشارې ویلي، د افغان پلاوو له هېواده بهر هره ناسته له مثبتې نتیجې پرته پای مومي، ځکه په دې پروسه کې هر کس ځانګړې طرحه لري چې د سولې بهیر یې ګونګ کړی دی.

د جرګې د غړو په خبره، چې دوی د خلکو د استازو په توګه له دې پروسې ناخبره پاتې شوي او اجازه نه د ورکړل شوي، چې په یاده پروسه کې ښکاره رول ولوبوي.

دوی افغان حکومت په چارواکو هم نیوکه کړې، چې امریکا ته په هر ځل تګ سره نوې طرحه راوړي او دا پروسه یې نامعلومه او بې اغېزې کړې ده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي دا خبرې داسې مهال کوي چې اوسمهال په دوحه کې د څو هېوادونو د استازو له لوري د ترکیې د راتلونکي کنفرانس پر اجنډا او تیاریو بحثونه روان دي.

راپورونه وايي، چې په یاده غونډه کې د ترکیې، امریکا، قطر، افغان حکومت، طالبانو او ملګرو ملتونو استازي حضور لري او دوی هڅه کوي د ترکیې د راتلونکې غونډې لپاره پر اړینو تیاریو او اجنډاوو یوې پایلې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب